لیکوال : عطا محمد میاخېل
د امپراتور کلمه د لاتیني اصطلاح Impratore څخه اخیستل شوې ، لومړی د یو لوی پوځي مشر او وروسته د سیاسي لارښود او مشر په معنا هم کارول شوې ده د یو قلمرو او سیمې مفهوم یې پیدا کړی ، چې یو
واکمن به پرې د واک انحصار لري ، د پخواني روم سردارانو او د لښکر سپهسالارانو ته به یې امپراتور وایه ، وروسته بیا کله چې د روم قیصرانو د لښکر قومانداني هم په غاړه درلوده ، دا نوم د قیصر له نامه سره مل شو او بیا د اروپا نورو پاچاهانو هم د دې القابو پیروی ځانته غوره کړه ، د جمهوري حکومت په رژیم کې د امپراتور لفظ په یو عامل او حاکم باندې اطلاق کېده ، چې د مطلقه واک څښتن به و ، مګر عملاً به یوازې هغه واکمنو او چارواکو ته امپراتور ویل کېده چې د باندې به یې د لښکر د قوماندان په توګه دنده تر سره کوله ، عسکرو به دغو حکامو ته د امپراتور په نامه خطاب کاوه ، خو په ځانګړې توګه کله چې به دوی سوبه او بریالیتوب تر لاسه کړ ، په دې لقب به نومول کېده او درناوی به یې کېده وروسته له هغې دوی حق درلود چې نوموړی لقب په رسمیاتو کې وکاروی او تر څو پورې به روم ته بریالي را ستنېدل دا لقب به یې له ځان سره درلود ، وروسته به دا لقب له منځه تللو د جمهوریت په وروستۍ دوره کې د سنا مجلس به بریالی او فاتح جنرال د امپراتور د لقب په منلو او غوره کولو سره راباله ، ( ژولیس سزار ) لومړنی سړی و چې نوموړی لقب یې په داخل او بهر کې وګاټه او خوریې ( اګستوس ) دا لقب رسمي او قانوني وګرځاوه ، وروسته له هغې به د سنا مجلس مېړني فاتح ته د امپراتور لقب ورکاوه ، خو پوځ او لښکر هم خپل حق ساتلی و ، اګوست ته یې د حکومت او مملکت لومړنی سړی وایه ، دغه مهال سنا متحدانه حکومت کاوه ، کله چې مطلقه حکومت منځ ته راغی د امپراتور لقب انتخاب شو او دا سر بېره د پاچاه پر عسکري قوماندانۍ ، قیادت او د هېواد په اداره کولو ، د پاچاه د مطلق العناني لقب و ، ځینې مهال به دوه امپراتورانو د دوه ګونو حکمرانانو په توګه د یوې امپراتورۍ په ساحه کې حکومت کاوه . ( ارکیدلوس ) او ( هوندریوس ) ۳۹۰ م له مهاله دوه امپراتوره او ختیځ او لویدیځ دوه امپراتورۍ منځ ته راغلې په ۸۰۰ م کال کې شارلماني په لویدیځ کې د روم امپراتوري را ژوندۍ کړه او د امپراتور لقب یې غوره کړ ، د ده ایټالوي او جرمني ځای ناستو هم په دې لقبونو ځانونه ملقب کړل ، دوی د امپراتور فرانس روم د استعفا تر مهال ( ۸۰۶ ) د روم د امپراتورۍ مطلق العنانه پاچاهان وو ، په جرمني کې چې به هر امپراتور ټاکل کېده ، تر څو چې به پاپ ورته د تاج ایښودلو دود نه و پر ځای کړی امپراتور به نوموړی لقب نه شو کارولای او د تاج ایښودلو تر مهاله به یوازې د ( رومیانو پاچاه ) په نوم یادېده په منځنیو پېړیو کې به امپراتور خپل ځان د خدای (ج) وکیل او د مذهب ساتندوی باله ، نو ځکه به دی روحاني او مذهبي مشر هم ګڼل کېده ، دنده یې د عیسوي دین پراختیا او ساتنه وه ، د تاج ایښودلو پر وخت یې مذهبي کالي اغوستل د روسیې تزارانو هم دا روحاني صفت او ځانګړتیا د شاهي منصب سره یو ځای کړ او ځانونه یې د ختیځ روم د امپراتور ځای ناستي ګنل په منځنیو پېړیو کې د امپراتور لقب پرته له مذهبي مفهومه ، غیر روحاني پاچاهانو ته هم ، چې د پراخه قلمرو څښتنان به وو ، استعمالېده ، په دې توګه د چین او جاپان پاچاهانو او په هند کې د مغولو پاچاهانو هم د امپراتور لقبونه درلودل ، له (۱۸۷۸ م ) کال څخه را په دې خوا د برتانیې پاچاهانو د امپراتور لقب غوره کړ ، د فرانسې د لوی انقلاب له مهاله د (۱۹) پېړۍ په اوږدو کې د امپراتور لفظ څرګند تاریخ لري ، په ( ۱۸۰۴ م ) کال ناپلیون د فرانس د امپراتور لقب غوره کړ ( دوهم فرانس ) په ۱۸۰۴ م کاله له دې وېرې څخه چې هسې چې ناپلیون یې د روم د سپېڅلې امپراتورۍ له لقب څخه بې برخې نه کړي ، ځان یې د آستریا میراثي امپراتور اعلان کړ ، په ۱۸۰۴ م کال یې خپل تاریخي لقب پرېښود او د روم سپېڅلې امپراتورۍ یې له منځه یوړه .
د لقب مذهبي مفهوم له منځه ولاړ او د امپراتور لفظ د ( هوبسبورګ ) او ( ناپلیون ) د پاچاهانو لقب شو. په ۱۸۷۰ م کال د جرمني له اتحاد څخه وروسته شاه پروس د امپراتور لقب پر ځان کېښود او دې لقب بل مفهوم درلود ، چې د متحد هېواد د رییس څخه عبارت و ، کېدای شي ووایو ، چې د سپېڅلي روم د امپراتور ملقب ځای ناستی په ۱۷ ـــ ۱۸ پېړۍ کې او د جرمني د متحدو هېوادونو رییس یو شی وو مګر د امپراتورۍ ( شاهنشاهي ) یعنې هغه پاچاهي او حکومت چې په رأس کې امپراتور لري ، د هېوادونو او سیمو مجموعه ده ، چې د امپراتور د پاچاهۍ او واکمنۍ لاندې ده .