دافغانستان دملي اسلامي محاذ فرهنګي کمېټه اعلاميه

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

په دې وروستيوکې ځينومغرضو اوپه اروايي ناروغيو اخته کسانو دفيسبوک په مجازي نړۍ کې دافغانستان دملي اسلامي محاذ دکفيل جناب سيد حامد ګيلاني په نوم ادرس جوړ کړی دی چې (پيرسيدحامدګيلاني)

  نوم يې وکړی دی،چې په دې ادرس کې  نامسؤوله،دروغجنې او دافغانستان او افغان ولس او داسلام د ارزښتونو پر خلاف ليکنې خپروي او د ځينو معززو شخصيتونو توهين کوي.
دافغانستان ملی اسلامي محاذ په دې اړه خپل دريځ داسې علانوي:
۱ـ دافغانستان دملي اسلامي محاذ کفيل جناب سيد حامد ګيلاني تراوسه په فيسبوک کې هېڅ شخصي  ادرس  يا اکاونټ نلري بلکې (دافغانستان ملي اسلامي محاذ)په نوم رسمي پيج يا صفحه لري،چې وخت پر وخت پکې دافغانستان دملي اسلامي محاذ اعلاميې ،خبرونه،دريځ او نور اړوند توکي خپرېږي.
۲ـ جناب سيدحامدګيلاني تراوسه ځان پير نه بولي بلکې دافغانستان دملي اسلامي محاذ د مشر او جهادي ،سياسي او روحاني شخصيت جناب پير سيد احمد ګيلاني ځوی دی،هېڅکله هم دده لخوادده له خپل نوم سره دپير کلمه ليکل شوې نه ده.
۳ـ د افغانستان ملي اسلامي محاذ او جناب سيدحامدګيلاني دقلم پر عفت اوملي اوديني ارزښتونوته پر ژمنتيا باور لري،هېڅکله يې پخوا هم د اشخاصو توهين نه دی کړي اونه به يې په راتلونکې کې وکړي.
۴ـ جعل کاران بايد پوه شي چې ددوی داډول شومې توطيئې ،ناوړه دسيسې،چل اوفرېب ځای نه نيسي، جناب سيد حامد ګيلاني او دده کورنۍ ماضي ،حال اودافغانستان ولس ته خدمات ټول ملت ته معلوم دي او نړيواله پېژندګلوي لري،ټول افغان ولس يې پېژني هېڅکله هم له دوی څخه دداسې ناسمو کړنو تصور نه کېږي.
۵ـ دفيسبوک له ټولو درنو لوستونکيو او کاروونکيو څخه هيله کېږي چې ددې جعل کارانو پر خبرو او ليکنو  باور ونکړي او ددروغجن اوفرېبکار په توګه يې وپېژني.

دافغانستان ملي اسلامي محاذ