د کنفرانس درنو ګډونوالو ښاغلی رئیس او رئيسه هیات!
د سپرغۍ ویبپاڼه د خپل جوړېدو د لسمې کلیزې په درشل کې د خپلو قلمي ملګرو ، همکارانو او درنو لوستونکو په استازي توب ، د دغه علمي او مسلکي سيمینار، چې د ملګرو ملتونو د سازمان د جوړېدو د ۶۹
کلیزې او په نړۍ او افغانستان کې د سولې د را منځ ته کېدو او ټینګښت په برخه کې د دغه سازمان د رول په اړوند جوړ شوی ، تاسې درنو ګډونوالو ته د دغه ارزښتناک ګام له امله د بري او پرمخ تیا هیله کوي.
د سپرغۍ ویبپاڼه د خپل لس کلن شتون په موده کې د بې عدالتۍ ، ظلم او استبداد، د خلکو د حقوقو د تر پښو لاندې کېدو ، د ملي ، فومي او ژبنيو تربګنيو ، جګړو او فساد پر خلاف د افغانستان د ربړیدلو او کړېدلو خلکو د حقوقو څخه د دفاع د ریښتوني تر بیون او سنګر په توګه ځلېدلې ، سپرغۍ د مدني ، سیاسي او ټولیزو حقوقو څخه د دفاع په برخه کې د درنو لیکوالو زیات علمي - سیاسي لیکنې او شننې خپرې او د افغان واکمنو او نړیوالو غوږونو ته رسولي او په ویاړ سره ویلی شو چې په اروپا کې د مېشت حقوق پوهانو د انجمن اعلامیی، لیکنې ، شننې هم د سپرغۍ په پاڼو کې نشر او خپاره شوي.
موږ په دې عقیده یو چې حقوق پوهان کولی شي په ډېرو پېچلو ملي او بین المللي حالاتو کې زموږ د هیواد او هیوادوالو د حقونو د خوندي کېدو او دفاع ، هیواد ته د سولې او قانونیت د را ستنېدو، د مستبدو او فاسد مافیا يي کړیو له استبداد څخه د مظلوم ملت د خلاصون او د هیواد د اقتصادي غوړېدو په لاره کې اغېزمن او ګټور حقوقي او قانوني ګامونه اوچت کړي. . تاسې کولی شئ په خپلو سیمینار ونو کې په افغانستان ، سیمه او نړۍ کې د حقوقو د پوهې او د بین المللي لوبغاړو رول و څېړئ ، څو د بین المللي قوانینو په اډانه کې هیواد د پتمنې سولې پړاو ته و رسوو.
ستاسې د هدف منده هلو ځلو په پایله کې د دې امکان رامنځ ته کېدی شي څو سولې او ثبات ته د کورنیو او بهرنیو ګواښونو تر وړاندې د ډاډ وړ حقوقي سپر رامنځ ته شي. حقوقي چمتووالی له بحران څخه د هیواد د وتلو لازم شرایط را منځ ته کوي. ځکه حقوق پوه هغه څوک دی چې خپل او د خلکو حقونه پېژني دا یو ستر ځواک دی چې له هغې څخه په کار اخیستلو به نه یوازې په هیواد دننه بلکې په بهر کې مېشت افغانان چې له قوانینو سره د نا اشنايۍ له امله د سختو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي ، د خپلو ستونزو په حل کې لویه ګټه اوچته کړي. د يادونې وړ ده چې د سندونو جوړول په یواز والي سره بس نه دی په کار ده دغه سندونه د ژوند عملي ډګر ته لار و مومي. باید د کړېدلو انسانانو غږ او په هیواد کې د قانونیت د ټينګښت غږ د نړۍ حقوقي موسسو او سازمانونو غوږ ته و رسول شي. ستاسې درنې غونډې ته همدا زموږ پيغام دی. بریالي اوسۍ