دکډوالوراتګ سويدن ته:

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

عبدالسلام اندړ

د سويدن په ديموکراتيکه پا چا هي کي بهرنيا نو او کډوالو ته دمورنۍ ژبې د زد ه کړي حق
يوه تحقيقي او څېړنيزه ليکنه:
که وګو رو چې دسويدن هېواد ته د ډېرو هېوادو څخه په زيات تعداد کډوال اوبهرني وګړي د ددوهمي نړيوالې جګړې داور د لګېد لو له کبله رامها جرشوي دي.  همدارنګه د نورو ډول ډول عواملو لکه سياسي، اقتصادي،

ديني، مذهبي، زور، ظلم، تېری، تجاوز، بې عدالتي اونورو له کبله دنړۍ له ټولو وچو څخه لکه :اروپا، افريقا، لاتيني امريکا او اسيا څخه دا لړۍ لاتراوسه هم جاري ده اوپه همدې هېواد کې مېشت اوژوند اختياروي .
په همد ې ډول په اتياومو کلو کي چې په افغانستان کې دسياسي، مذهبي، اقتصاد ي ، ټولنيزي ګډوډي ،خار جي وسلوالو تجاوزونو اونورو ډول ډول خپل منځي ناخوالو له کبله افغانان د نړۍ څلوروخواوو ته دمهاجرت لاره خپله کړه او همدارنګه دسو يد ن هېواد چې د مځکي اخيرنۍ نقطه ده هم ځانونه راورسول او لا تراوسه هم په آفغانستان کې دبې ګناه انسانانو ويني تويږي او افغانان دخپل وطن پرېښودلو ته مجبوراو ځانونه نورو با امنه ملکوته رسوي او پناه غواړي.
دسويدن ديموکراتيک حکومت  دغومهاجرينوته دژوند دنورو لازيمو اوضروري امکاناتو اواسانتيا وو پر برابرولو برسېره دا لاندي حقونه هم وړيا او له اقتصادي مرستو سره يوځاي په اختيارکې ورکړي دي لکه:
 ـ دمورنۍ ژبې زده کړه.
ـ دخپل غوره فرهنګ اوکلتور سا تل.
داحقونه د سويد ن په هېواد کې دقا نون پر بنسټ په لاندي ډول ټولو اوسېدونکو ته تنظيم شوي دي:
۱ - ټول کډوال او بهرنيان حق لري چې د مورنۍ ژبې دلوست او زده کړې څخه په سويدني ښوونځيو کې برخه مند شي.     
۲ – ټول کډوال او بهرنيان حق لري کلتوري اوفرهنګي ټولني او اتحاديې جوړې کړي ترڅو دسويدني د کلتور په درناوي سره خپل کلتور ژوندی وساتي.
 ايمانويل چې  اتياومو کلو کې دمالمو په کمون کې دمورنيو ژبو دتدريس ريس وو په خپل کتاب کي داسي ليکي : (دا دواړه حقونه خورا د آرزښت اودرناوي وړدي چې دسويدن قانون دکډوالو او بهرنيانو په اختيارکې ورکړي دي. دا نوبيا د مها جرينو په هڅه اوهاند پوري اړه لري چې له دغو قانوني امکا ناتو څخه دخپلې ژبې اوکلتور په ساتلوکې څومره ګټه اخلي. داپرېکړي چې په ۱۹۷۵ع کال کي دسويدن پارلما ن په راتلو نکي کي د مهاجرينو دحقونو له پاره تصو يب کړې يو ډېر پراخ سياسي اصلاحات وو. ترڅو مها جرين اوبهرنيان دژوندانه په ټولو اړخونوکې پرمختګ وکړي ځانو نه ډاډمن، مطين اود مسونيت د احساس په درلودلو سره سويدني ټولنې ته دبرابري، ازآد انتخاب حق ٬د ګډي مرستې په احساس اوروحيه سره په اساني دننو تلو لاره ومومي. داچې دسو يدن په ديموکراتيک هېوادکي ټول مهاجرين او ليږه کۍ هغه حقونه اومسو ليتونه لري کوم چې يوسويدنی يا دسويدن يو اصلي اوسېدو نکی يې لري٬ او دقانون په وړاندي هم د برابرو حقونو، مسؤ ليتو نو لرل او پېژندل دي، اوله هغو څخه پوره ګټه واخلي، په درناوي سره يې مرعات اوتطبيق ته غاړه کېږدي. ټول کډوال او په سويدن کې اوسېدو نکي بهرنيان حق لري چې دخپل هويت او ځان پېژندني د اثبات له پاره خپله ژبه اوخپل کلتوري آرزښتونه زده کړي اوژوندي يې وساتي. دا ددې له پاره چې په راتلو نکې وخت کي که کډوال په خپله خوښه غواړي په سويدن کې پاته کېږي اويا هم بېرته خپلو اصلي ټاټوبو ته ستنېږي ترڅوله ستونزو سره لاس اوګرېوان نه شي. ټول مها جرين دد ې امکا ن بايد ولري چې دخپل نفوذ څخه په دغه ټولنه کي چې اوسي او په هغو پرېکړو کي چې ددوی دژوند په شرايطو پوري مستقيمه اړه ولري ګټه پورته کړي. همدانګه په ازادو انتخاباتو کي دخپلي خوښي رايه وکاروي. دسويدن دحکو مت دغه پرېکړي په سويدن کې داوسېدو نکو کډوالو له پاره چې له ډېره پخوا دغسي پرېکړوته سترګې په لاره وو د ډېرې خوشالي اوهرکلي وړ وګرزېدې.)
که دزړه له کومي ورته وګورو دا داسي يوه کړنه ده چې په ډېرو هېوادوکې يې مثال نه ليدل کېږي. که موږ خپل پلارني وطن افغانستان ته نظر واچوو نو وبه وينو چې دافغان اصلي بچيان له داسي حقونه څخه محروم وو او محروم دي . نو دداسي پرېکړوعملي کېدل د مها جرينو داهميت وړ او مهمه دنده ده.دا دنده به هغه وخت کې ښه پلي اود عمل جامه اغوستلای شي چې مهاجرين او په سويدن کې اوسېد ونکې خارجيان سويدني ژبه زده کړي٬ دکلتور په باره کې پوره معلومات پيدا او په ټولنيز ژوندکې خوځېدونکې ونډه واخلي .
 زه نه غواړم په کلتوري دندوخبري وکړم، کلتوري دندې به کلتوري ټولونوته پرېږدو. د دوی دنده ده چې افغاني غوره کلتوري آرزښتونه ماشومانو اوراتلونکې نسل ته په پوره اوسمه توګه ورسوي. نه داچې کلتوري ټولني دخپل وطن د زړو چينجنو سياسي، مذهبي، قومي، ژبني اومنطقوي دوښمنيو، بې ګټي بانډارونو اوساعتېريو مرکزونه جوړ شي.
ستونزي او اسانتياوي:
اسانتياوي دادي:
د هر څه امکانات د مورنيو ژبو ښوونکو ته په اختيار کي وکړ شويدي، لکه: کاپي کول، ټولګي، کمپيوترونه، کتابچې، پنسلون، پنسل پاکونه، رنګونه، رنګه قلمونه او څه چي د ۲۱پېړۍ دزده کړي غوښتني دي له سهار بيا تر اتو بجو دشپې پوري.
 ستونزي:
 غواړم دمورنۍ ژبې په هکله به اوس نو يوازي هغو ستونزو ته ګوته ونيسم چې دمورنۍ ژبې د زده کړې خنډ ګرزي او يا يې ستونزمن کوي . هغه دوه ډوله دي:
اوله ستونزه د سويدن په حکومت اودوهمه يې په ښوونکو اووالدينو پوري اړه لري. موږ دمالمو په ښار کې دپښتو ژبې ښوونکي دخپلې عقدتي اوافغاني سپـېڅلي دندې دمسوليت داحساس پربنسټ فرض ګڼو چې دغه پريکړي به په خپله ګټه داسي پلې کوو چې دافغان مسافرو اوپردېسو بچيانو په خلو او قلمو کې مورنۍ اوپلارنۍ ژبه دتل له پاره ژوندۍ و ساتو.
 ټول اتباع دسويدن دقانون له مخې مسؤليت لري ترڅو خپلې دندې په ايمانداري سره سرته ورسوي اوماشومان په ښه اومثبت ډول له دغوحقونو څخه ګټه مند کړي .   
ترڅو ټولني ته ديوې ژبې پرځای ددوو ژبو ويونکي وړاندي کړي، هم به يې خپله فريضه ادا کړي وي، خپله ژبه اوکلتوربه يې له مرګه ساتلي وي اوټو لني ته به يې دآرزښت وړ چوپړ ترسره کړی وي .
کره خبره خو دا ده چې هره ټولنه ديوې ژبې په ځای د دوو يا ډېرو ژبو ريښتينو ويونکو ته خورا اړتيا لري. څود ټولني د لا ښه پرمختګ کې ځـغلنده رول و لوبوي . بايد ووايم چې زموږ هلې ځلې دژبې په لوست اوزده کړه کې هغومره چې لاز مه ده اوموږهيله لرو ښې پايلې نه لري.
دا ولي؟
ددې سوال ځواب به زماپه نظرپه څو لاندي علتونوکې چې مو جود دي يو څه ناڅه په ګوته کړم هغه دادي:
* دمورنۍ ژبې دلوست وخت .
*دراز راز سويو زده کوونکې په يوه ټولګي کي.
*دښوونکو تغيراوتبديل.
*ځيني ماشومان علاقه اودلچسپي نه لري. ولي؟
*دمورنۍ ژبې ښوونکي ته آرزښت نه ورکوي. ولي؟   
*والدين همکاري نه کوي
 *ددوبي اوژومي رخصتۍ
*په ځينوکورنيوکي والدين دخپلو اولادونو سره په سويدني ژبه خبرې کوي
اوس به په هره ستونزه جلا جلا خبري وکړم.
 دمورنۍ ژبې د لوست وخت خورا کم دی. په يوه هفته کې يوازي يونيم ساعت دی اوهغه هم دورځې په پای کې وي. نود يوې هفتې په تېرېدو سره هر څه چې زده کوونکو په ښوونځي کې لوستلي وي٬ اوياهم ښوونکي ورته ويلي وي د يوې اونۍ په تېرېدو سره، ي دتېرې هرڅه لوست اوخبري يې ټولي هېري کړي وي.
 داځکه چې زياتره زده کوونکې په کوروکې دمورنۍ ژبې لوست نه وايې اونه يې هم تکراروي. آن تردې چې دمورنۍ ژبې وخت اوکورنی کار يې هم په ياد نه وي او هېر کړی وي.
 کله چې دمورنۍ ژبې ښوو نکی وويني نو وايي:
 (زمو ږ په کور کي مېلمانه وو ياهم موږ دخپلوانو په کورکې مېلمانه وو، په سويدني ژبه خبري کوي: ما پروف درلود، ياني ازموينه مې درلوده اوياهم دناروغۍ بانې کوي. او همدارنګه نورې ډول ډول لاري اوخبرې سنجو ي ترڅو د د مورنۍ ژبي د ښوونکي قناعت حاصل کړي اوځانوته برأت ورکړي).
زما مشوره به داوي٬ که هره ورځ کم له کمه لس دقيقې په کورکې دپښتوژبې لوست يادرس تکرار کړي اود څو کلېمو ليکل زده کړي نودمورنۍ ژبې په زده کړه کې به خورا مرسته ورسره وکړي.
هم به د ژبې د ژوندۍ پاته کېدو هيله زياته شي اوهم به دښوونکو او والدينو هلو ځلو ښه نتېجه ورکړي وي.
دا کار يوازې او يوازي دوالدينو اومشرانو په ځغرنده مرسته پوري اړه لري. او د مورنۍ ژبې دښوونکو او والدينو ترمينځ د همېشنيو اړيکو په واسته ترسره کېدای شي. که نه دوخت په تېرېدوسره به والدين او اولادونه يو د بل په خبرو نه پوهيږي او مورنۍ ژبه به دراتلو نکي نسل له خولو څخه د تل لپاره ولوېږي اوپه ځانګړې توګه پښتو ژبه دځينو ښکاره مثالونو په اساس داوسني نسل په له مينځه تلو سره به د مها جرو پښتنو کورنيو کي مړه اوفاتحه به يې په خارجي ژبو واخستله شي.
که ځير شو وبه و ينو چې پښتنو له خپلې ټولنې څخه دباندي دژبي دژوندۍ ساتلو له پاره اړين هاند نه دی ترسره کړی. که تاريخ ته نظر واچوو او د هند پښتانه دافغانستان له هندوانو اوذسکهانوسره دژبې په ساتلو کې پرتله کړو نو جوته به شي چې په هند کې پښتنو خپله ژبه هغومره نه ده ساتلې لکه هندوانو او سکهانو چې په افغانستان کې خپله ژبه په خولو اوقلم کې ښه ټينګه ساتلې ده.
بل دا چې که د پښتنو دې اخېرنيو دری نميو لسيزو لېږدېد نو ګاونډيو او ياهم دنړۍ نورو هېوادو ته چې شوي ده وګورو او د پخواني شوروي کمونيستي جمهوريتونو سره يې پرتله کړو په ډاګه به شي چې دهغوجمهوريتونو وګړو له ډېرو محروميتونو او ستونزو سره سره خپله ژبه اوخپل کلتور په مېړانه او وياړ سره ساتلی دی.
 مګرد پښتنوځوان نسل په کوربه هېوادونو کې خپل کلتورته شا اړولي اوهم يې خپله ژبه مهارکړې ده. که ډېر ليري ولاړنه شو اونېږدې خپل هېواد ته وګورو ډېرو هغو پښتنو کورنيو چې دري ويونکو سيمو يا ښاروکې يې ژوند اختيار کړی دی نو يې د پښتو له ژبې سره مخه ښه کړي ده او رڼې بېلګې يې ټول وينو. نو پرځای ده چي ووايم: زموږ دمورنۍ ژبې دلوست وخت کم دی او دا وخت پښتو ژبه دزده کونکو په خولوکې ژوندۍ نه شي سا تلای.
بله يوه ستو نزه دمورنۍ ژبې د مهال وېش يا تقسيم اوقات جوړول دي:
دا هم اسانه کارنه دی، دژبې د زده کړې تقريبأ يو يادوه درسي ساعتونه نيسي. داځکه چې يو ښوونکی په رسمي وخت کې دهغو زده کوونکو لپاره چې په سويدني مضمنو نوکي مرستې ته اړتيا لري دټولګي دښوونکو په موافقه يوداسي مناسب وخت غوره کوي چي ترڅو نورو ټولګيو اوښوونحيوته دمقرراتو سره سم رسيدګي وکړای شي. يعني يو وخت په دوو ټولګيو ياد دوو ښونځيو په مينځ کې ټکر واقع نه شي. داکار څو څو ځله دښوونځيو له ادارو او ښوونکوسره مشورو اوموافقوته ضرورت لري. ترڅويومناسب مهال وېش جوړشي.
دمورنۍ ژبې دښوونکي مکلفيت په يوه ښوونځي کي نه بلکې په څو ښوونځيوکې پوره کېږي او په هر ښوونځي کې دمختلفو سويو ياداچې له اول ټولګي څخه شروع بيا ترنهم ټولګي پوري زده کوونکې دمورنۍ ژبې په يوه ټولګي کې سره راټولېږي. دا ټول زده کونکي په مختلفو او بېلو بېلو وختو له سويدني لوست څخه رخصتېږي. بيا نو دمورنۍ ژبې ښوونکی مجبوردی چې دلوست له پاره خپل زده کوونکي په ښو منډو او ترړو دښوونځي له دهلېزو او د ساعتېرۍ له ځايوڅخه راټول او ټولګي ته يې رهنمايې کړي.
لکه چې مو وويل داچې دمختليفو سويو زده کونکي په يوه وخت اويوه ټولګي کي د مورنۍ ژبې زدهذکړي له پاره تنظيمېږي. معلومه خبره ده چې دا يو ستونز من کاردی چې د لومړي ټولګي اود نهم ټولګي زده کوونکي په يوه ټولګي کې سره تنظيم شوي او لوست لولي. داځکه چې په يوه ښوونځي کې ديوې سويې زده کوونکي چې پنځه نفري ګروپ جوړکړي نه شته. نودمورنۍ ژبې ښوونکی مجبوردی چې د داسي لوست مېتودونو اواصولوځخه ګټه واخلي ترڅو وکولای شي ټول زده کونکي فعاله، مصروف اوپه لوړه کچه يې دپښتو ژبې له زده کړي څخه ګټه مند کړي. څومره چې لا زمه ده داسې نه کېږي.
دمورنۍ ژبې لوست د ښوونځي له رخصتيدو څخه وروسته شروع کيږي دا هم يوه داسي ستونزه ده چې دزده کونکو په ځانګړې توګه د وړو زده کوونکو يعني له اول ټولګي څخه بيا ترشپږم ټولګي پوري د مورنۍ ژبې په زده کړه ناوړه اغېزه کوي. ځکه دا ماشومان دسهار په اتو بجو خپل اصلي يعني سويدني لوست شروع کوي بيا نودورځې تردوو بجوياترڅلورو بجوپوري عميقأ د راز  راز مضمنونوپه زده کړه بوخت وي. نو معلومه ده چې زده کوونکي روحي او جسمي ستړيا احساسوي اوهم دغه ستړيا په خوله اوحرکتونو کې څرګندوي. دمورنۍ ژبې ښوونکې په دې ښه پوهيږي ولي څه نه شي کولای اوله خپلو ستړو زده کوونکو سره د مورنۍ ژبې په زده کړه مشغولېږي.
 بله خبره داچې ماشومان دغرمې ډوډۍ چې دښونځي له خوايې ترتيب اوتنظيم داسي شوی وي چې ټول ټولګي بېل بېل اومنظم ډول سره ډوډۍ وخوړلای شي نو دورځي له يوولسو بجو څخه يې شروع کوي او دورځي په يوه بجه ختمېږي. نو واړه ماشومان تر څلورو بجو پورې بيا وږي کېږي اوهره لحظه پوښتنه کوي څه وخت رخصتېږو او وايي وږی يم. خودمورنۍ ژبي ښوونکی برسېره پردې لا هم له خپلو وږو زده کوونکوسره لوست ته دوام ورکوي.
 غواړم ووايم چې په ځينو کورنيو کې کوچنيا ن دشپې لخوا ناوخته ويده کيږي نو دمورنۍ ژبې دلوست په وخت کې يې ارږمي وړي، خوب ورځي اوسرونه په مېز ږدي داهم دزده کړې خنډ ګرزي. له محترمو والدينو اومشرانو څخه په در ناوي سره هيله کېږي ترڅو په دې هکله هم پاملرنه وکړي.
دښوونکو تغير اوتبديل:  د يادولو وړ بولم چې ځيني وختونه درهبري مقام له خوا او ياهم د ځينو تخنيکي ستونزو پر بنياد د ښوونکې له يوه ښوونځي څخه بل ښوونځي ته تبديلېږي چې دا کار هم دشاګردانو په زده کړه ناوړه اغېزه ښيندي. لازمه بولم ووايم چې کله کله د زده کونکو له کړو وړ څخه داسي معلومېږي لکه چې له پخوا څخه د ښوونکي سره کوم خپګان اوخوا بدي لري او يا هم د ښوونکی انځور ورته ناوړه بريښېدلی او ويل شوی وي. زما په نظر زده کوونکي داسي تصورکوي چې دمورنۍ ژبې ښوونکی کوم قدرت اورول نه لري وايي :(يومهاجر زه او بل مهاجرته)! نوڅومره داهميت وړ يې هم نه بولي اواکثريت شاګردان دمعلم خبروته غوږ هم نه نسي، کورني کارونه نه کوي، کوم وخت چې دښوونکو له خواپه جدي ډول دکورني کاراولوست د زده کړي غوښتنه له زده کوونکوڅخه وشي نو کله کله داسي هم کېږي چې زده کوونکي وايي (زه هيم سپروک نه وايم)يعني زه د مور نۍ ژبې لوست نه غواړم ياهم دمکتب ادرې ته ځي اوله خپل دمورنۍ ژبې له ښوونکي څخه شکايت کوي اووايي (ما تهديد وي،ماسپکوي اوحتاوايي چې ماوهي)  داخبري ځکه کوي چې دسويدن په  قانون کې جدأ ممنوع دي اوهم دمورنۍ ژبې لوستل جبر ي نه دي  يا هم ځني نورسياسي، قومي اومنطقوي عوامل ممکن موجودوي.
 حال دا چې دقانون په وړاندي دسويدني ژبې ښوونکی او دمورنۍ ژ بې ښوونکی يو ډول حقونه اومسؤ ليتونه لري. ښه به داوي چې واليدين اومشران داسلام دمقدس دين دآرزښتونو او افغاني عنعناتوپه رڼا کې استاذانو اوښوونکوته د درناوي اواحترام په هکله څه ناڅه معلومات خپلو اولادونو ته ورکړي. ترڅودمورنۍ ژبې دښوونکو احترام اودناوی وکړي اوخبروته يې غوږ ونيسي.
بله مهمه خبره غواړم وکړم هغه داده: ماشومان چي واړه وي او په ټيټو ټولګيو کي وي د مورنۍ ژبي په اهميت نه پوهېږي او نه يې زده کوي. خو کله چي لوړو ټولګيو ته ورسېږي نو
فوقالعاده نمرې غواړي حتی(جنجال) هم کوي اوسل لاري سنجوي ترڅو ښوونکی مجبورکړي اوښې نمرې ځني واخلي. ښونکی نه شي کولای چې د وطنداري او پښتنولي په خاطر نمرې ورته ورکړي نوهغه ده چې د زده کوونکو شکا يت پورته شي، دښوونځي ادارې ته داسي شکايت کوي او وايي:زموږ معلم بد سړی دی، درس نه را کوي، موږ تحقير وي، موږ تهديدوي اوداسي نوري خبري. اميد لرم محترم والدين دي دغې خبري ته هم تو جه ولري ترڅودمورنۍ ژبې څخه د ماشومانودتېښتې لاره بنده شي.
ماشومان دپښتو ژبي له زده کړې سره ښه علاقه اودلچسپي نه لري اونه غواړي چې دپښتو لوست ووايي داهم ډول ډول علتونه لري چې ددوي دنه دلچسپي سبب ګرزې. چې داعلتونه بايدپيدا  اودحل لاري چاري يې وسنجولې شي. د زده کوونکو تشويق او هڅول دوالدينو ،مشرانو اوښوونکو ګډه مهمه دنده ده چې ترڅوزده کوونکوته دمورنۍ ژبې اهميت ور و ښودل شي يعني د خپل ځان پېژندنه اوهويت ثابتول او ساتنه يوازي او يوازي دمورنۍ ژبې په زده کړه پوري اړه لري.
ددوبي اوژومي رخصتۍ هم ستونزه ده چې په دغو ورځوکي يو تعدادفاميلونه وطن ته درخصۍ دتېرو لو له پاره په خورا زيات لګښت سره سفرکو ي چې داسفر له يو ې خواډېرګټورد ی، داځکه چې ماشومان دخپلوخپلوانو سره پېژندګلوي پيداکوي، پښتو خبري،درناوی، دوونه، رواجونه،دکورنی ګډژوند، کلتوري اوعنعنو ي ښېګڼي زده کوي داکارډېرد آرز ښت اوقد روړدی. خودبلې خوادپښتوتوري نېږدې ټول هېروي په خاصه توګه هغه ماشومان چې دلته يعني په سويدن کي زوشوي وي. نورپاته فاميلونه اوکورنۍ چې وطن ته سفرنه کوي اوهمدلته اوياهم په ارو پايي هېوادونو کي ددو بي اوياژمي رخصتي تېروي نوزده کوونکو تقريبأ ټول اوپه پوره توګه د پښتو ژبي توري هېرکړي وي. نوکله چې بل اويانوي تعلمي ترمين پېل شي بيا الف او ب له سره شروع کېږي بيايې له سره زده کوي خورا زيا ت وخت نيسي.                
والدين همکاري نه کوي:ځيني والدين اومشران له خپلو اولادو  او کشرانو سره څومره چې لازمه ده هغومره مرسته دمورنۍ ژبې په زده کړه کې نه کوي او کورني کار ته يې نه متوجه کوي. حتا ويلای شم چې اولادونه اوپلرو نه کم سره ويني. پلرونه به البته  کارونه کوي اووخت به نه لري، مګر داولادو سره مرسته او هغوی ته دخپلې ژبې زده کړه ترمادياتو ډېره مهمه او د آرزښت وړ ده. داسي هم شته چې کله کله دکورنۍ مشران کارهم نه کوي خو د کشرانو سره کم ويني دهغوي له سالمې تربيې اود زده کړي څخه بې خبره وي. مشرانو ته لازمه ده چې دخپل و خت د ښه تېرولو پر ځای د کشر انو د ښې تربيې او پښتو ژبې زده کړې ته زياته پاملرنه وکړي او دا کار يې مهمه فريضه هم ده. دا ډېره مهمه ده چې موږ دخپلو اولادو سره ډېره مرسته وکړو ،تشويق اومتوجه يې کړو ترڅو هغوی دخپلې ژبې دزده کړې په اهميت پوه شي. ما شومان دمشرانوله مرستې پرته نه شي کولای لوستل،ليکل اوکورني کارونه وکړي او دژوند نېکه او سمه لاره غوره کړي.
په ځينوکورنيوکي ماشومان په سويدني ژبه خبرې کوي:
دا خبره به ټو ل محترم والدين را سره ومني چې په زيا تروکورنيو کې کو چنيا ن په سو يدني ژبه خبري کو ي په سويد ني ژبه ساعتېري او لوبي کوي،په سويدني ژبه فکر کوي او په سويد ني ژبه سپکي سپورې سره وايي.  حتا ځني والدين اومشران هم ورسره په سويدني ژبه ګړېږي .داښه خبره ده چې سويدني ژبه ښه زده کړي ځکه ټول د ژوند مادي اومعنوي اړخونه د هغې ټولنې په ژبه پوري تړلي او اړه لري چېري چې څوک ژوند کوي او د ژوندټول مادي او معنوي ضروريات دهغې ټولنې څخه پوره او لاس ته راوړي. مګردا  کار کېږي اودا ژبه  هم ښه او پوره زده کوي. ځکه ماشومان په سويدن اويا کوم بل غربي هېوادکې ديو کلني څخه په وړکتو ن کې شاميلېږي او ټول چاپېريال يې همهغې ژبې احا طه کړی و ي. نو د ژبې علمي زده کړه هم له همهغه ځايه څخه شروع کېږي.
ماشومان ل تر زو کېدو دمخه غږونه اوري،دمورغږ پېژ ني ،خندا، ژړا او خوشالي ،خپګان،  پرېشاني اوري اوپرې پوهيږي اوعکسل العمل ښيي)    
Semenovych  Makarenko  Anton
The pedagogical poem" (1925 — 1935).
 نوکله چې ما شومان له وړکتون، ښوونځي او لوبوڅخه کورته راشي له هم هغو کړو وړو غږونو او آوازو څخه استفا ده کوي کوم چې په وړوکتون اوښونځي کې يې له ښوونکو او نورو ماشومانو څخه اورېدلي، ليدلي او زده کړي وي. په کور کې هم هغه کم وخت چې ماشوم ويښ وي کوم حرکات او غږو نه چې کوي د وا لدينو اومشرانو له پاره خوراخو شحالو نکې، په زړه پوري اوور باندي وياړي بې لدې چې په را تلونکي وخت کې دماشوم مورنۍ اويا پلارنۍ ژبې زده کړې ته کومه پا ملرنه ولري د ماشوم په ژبه،ساعتېري اوفکر ور ګډېږي آن تردې چې خوب هم په همهغه ژبه ويني. دژبپوهانودمطالعواوتجربوله مخې ويلای شم چې له همدغه ځايه دماشومانو له خولو څخه دمورنۍ ژبې لوېدل پيل کېږي
زموږ درسي مواد:
د لوست کتابونه:
د يادولو وړ بولم چې دپښتوژبې ټولو محترمو ښوونکو دکتا بونه اودرسي موادو په برابر ولو اوراټولولو کي خورازياتي هلي ځلې کړي دي چې ددرناوي وړدي. ځني مواد اوکتابونه يې له افغانستان څخه ،  له اروپايي هېوادو څخه اوهم يې له نورو ژبو څخه د خورا زياتي ستړيا په منلو سره را ټول کړي او ژباړلې دي.
ولي دا کتابونه دوطن دزده کوونکوله سويې سره به سم وي مګر هغو زده کوونکو له پاره چې په سويدن کې زوشوي يا هم واړه راغلي دي زده کړه يې ورته سخته او خورا ستونز منه وه نو محترم استا دعبدالعلي رسولزاده په نوښت او دخورا زيات زيار او زحمت په ګاللوسره يې دهمد غواو نورو کتا بو نوڅخه اسانه، علمي معلو ماتي ، تربيوي تاريخي ،دافغانستان علمي اوتاريخي شخصيتونه په هکله  ليکلني شوي دي.                                                           
همدارنګه ډېرضروري ديني اوکلتوري مسايل چې زده کوونکوته دزده کړي وړدي را ټول کړل اوپه اسانه ژبه يې په جلا توګه په غټواو روښا نو تورو له تمرينونوسره يوځاي وليکل دمننې په ويلوسره موددزده کوونکوپه واک کې ورکړل ، زماله پاره يې خوراښه پايله اونتېجه ورکړه اوهم د زده کوونکو اودهغوی دوالدينوهم دخوښي وړوګرزېدل.
د پښتو لنډ ګرامر:
بل زموږدپښتوزبې دلوست او زده کړي له پاره پښتوژبې لنډګرامردی چې همدارنګه د رسولزاده صاحب په زيار راټول شوی، ترتيب شوی اوغټ عنوانه يې په سويدني ژبه هم ورته  ماناکړي دي چې زده کوونکوته د فهم اودرک وړدی. دزده کوونکو په اختيارکې ورکړشوي دي اود پښتوژبې په زده کړه کې ښه مرسته ورسره کولای شي.
دافغانستان لنډه جغرافيه:
په جغرافيه کي زده کوونکي دګران افغاستان په هکله ځني مهم  اوضروري معلومات پيدا کوي لکه: دافغانستان موقعيت٬ څلورخواوي،اداري ويش،دولايتونومونه،لوی اومشهورغرونه، مشهورسندونه،کرهڼيز حاصلات ،تازه اووچي مېوې،ترمځکې لاندي ذخيرې اوکانونه. همدارنګه لاسي صنعت اودافغانستان دوګړو مشغولتيا ورته تدريس کېږي.      
لنډي کيسې اوترجمه:
په دې برخه کې زده کوونکي د پښتواوسويدني ورته لنډي په زړه پوري کېسې لولي اوزده کويې چې داکيسې زياتره د ژوو،مرغانواو نانځکو په باره کي ويلې شوي وي چې انتقا دي تربيوي، اواصلاحي اړخ يې ډېر لوړ آرزښت لری بيانودا کيسې زده کوونکو ته دکورني کارپه ډول ورکولي کېږي تر څو له پښتوژبې څخه سويدني ته اوله سويدني ژبې څخه پښتوته  واړوي ياداچې ويې ژباړي اوترجمه يې کړي.
دودونه اورواجونه اودهغوی مقايسه(پرتله) يې له سويدني دودونو اورواجونوسره کړي  ترڅوزده کوونکي دخپل هيواد کلتوري آرزښتونو،دودونواورواجونو څخه خبرشي اوهم مورنۍ اوپلارنۍ ژبه زده کړي اودا ژبه د آينده نسلونو په خلو کي ژوندۍ پاته شي.
همدارنګه د ښوونکوله علمي اومعلوماتي پانګې څخه زده کو نکې په پوره توګه برخه مند کېږي هيله لرم او بيا هم وايم چې ښوونکي، والد ين او کلتوري ټولني په ګډه دنده لري چې پښتو ژبه  په سويدن کې اوسېدونکو افغانانودآينده نسل په خولو کې ژوندۍ وساتي.
                                            عبدالسلام اندړ