محمدآصف خواتي
دلراوبر په ویب پاڼه کې «مړه شوه دخره لور» ترسرلیک لاندې یوه لنډه لیکنه خپره شوې چې په هغې کې دیوه پښتوهنري فلم هغه صحنې ته اشاره شوي چې یوه ډله لنډه غریوه نڅاګره ترهغه پورې ګډوي ترڅو هغه بې هوښه شي ۰ د نڅاګرې
بې هوښۍ ته په کتوسره یولنډه غرنعري وهي « مړه شوه دخره لور۰ » ښاغلی لیکوال چې په افغانستان کې ددموکراسۍ په نامه ناولی روان بهیر دخره د لورپه نامه یادوي تیروتنه نده کړې اودانوم دروان بهیرسره بشپړسرخوري۰ دا ځکه چې دا دموکراسي نه بلکې دسیاسي ډرامو، نیرنګونو اوتیرایستونکوتبلیغاتویوه ټولیزه ده چې دادیارلس کاله په افغانستان کې دوام لري۰ په بشري ټولنو کې دموکراسي اوږدتاریخ لري چې دمیلادڅخه پنځه پیړی مخکې زمانې ته کله چې ارسطو اوافلاطون ژوندکاوه رسیږي۰ زموږپه زمانه کې اکثریت ملتونه دغربي دموکراسۍ لیوال دي چې هغه یولړاصول لري۰ خوهغه څه چې دولسواکۍ په نامه په افغانستان کې تیریږي دهغې داصولوسره سرنه خوري اوهغه په خورا بې پروایۍ اوحتی بیشرمۍ سره ترپښولاندې کیږي۰ ښه بیلګه یې دولسمشرۍ له شرمه ډکې ټاکنې اوپه هغوکې ددواړو سیالونوماندانو ترمنځ داجرائیه رئیس دواکونوپه اړه جنجالونه وو۰ داجرائیه رئیس زیات واکونه غوښتل اوولسمشر هغه داساسي قانون سره په ټکرکې ګڼل ۰ دولسمشر ددې نظر په وړاندې یې سیال ویلي وچې د قانون څخه زیاتې سرغړونې شوي دي دا سرغړونه دې هم وشي۰ کله چې د هیواد د زعامت مدعیان د اساسي قانون اونورونافذه قوانینو څخه دسرغړونولړۍ مني اوپردې بیاهم سلا کیږي چې سرغړونې ادامه ومومي دانو په سپین سترګۍ سره د اساسي قانون ترپښولاندې کول دي ۰ دټاکنواودهغې وروسته بهیروښودل چې نه یوازۍ داساسي قانون اودټاکنو دقانون بلکې د دموکراسۍ ددوو مهمو اصولو (آزادوټاکنو اوقانونیت) څخه هم بربنډه سرغړونه وشوه۰له بله پلوه په اصطلاح دا دموکراسي دافغاني ټولنې دبطن څخه نده راوتلې ، ولس په خپله خوښه نده غوره کړې ، بلکې د انګلوساکسوني نیواکګرودیرغل پرمټ پرافغان ولس تپل شوې ده۰ عجیبه لا داچې نیواکګرو دهماغه پیل څخه خپلې لور( دموکراسۍ) ته درناوی ندی کړی، سپکه کړې یې ده اوپه هغې یې ډول ډول ملنډې وهلې دي۰ دوې بیلګې دنیواکګرو له لوري خپلې لورته سپکاوی ښیي۰ لومړی کله چې د بن په غونډه کې دافغان راتلونکي حکومت مشر ټاکل کیده دوه تنه ( حامد کرزی اوعبدالستار سیرت) دې څوکۍ ته کاندید شول۰ ویل کیږي کرزي دری او سیرت یوولس رایې ترلاسه کړې۰ خودننۍ افغاني دموکراسۍ پلار دحامد کرزي رواني ځانګړتیاوواود شخصیت کمزورو اړخونوته په کتوسره هغه دې څوکۍ ته مناسب سړی وګاڼه اود کنفرانس ګډونوال یې اړایستل چې کرزی دراتلونکي واکمنۍ دمشرپه توګه ومني۰ دې خوارانوبیله دې چې خپل لاسونه د کرزي په ګټه پورته کړي بله چاره نه لرله دا ځکه چې هغوی ولس نه بلکې نیواکګرو غوره کړي وو اودجرمني بن ته یې دصادراتي توکوپه شان لیږدولي وو ۰ دکنفرانس د ګډونوالوڅخه دووتنو( حاجی عبدالقدیراوعبدالله وردګ )چې یوه یې د کنفرانس په بهیر اوبل دپایلو په اړه نیوکې لرلې د غونډې په پریکړوخپل لاسلیکونه کینښودل۰عجیبه داده چې څه موده وروسته دواړه په کابل کې ترور اوددې ترورعاملین هم څرګند نشول۰وروستۍ بیلګه یې په هیواد کې دامریکایي تپل شوې ولسواکۍ ته سپکاوی دملي یووالي د حکومت په نامه دائتلافي حکومت جوړجاړی دۍ۰ دملي یووالي دحکومت دپریکړې وروسته ډیری افغانان په افغانستان کې ددموکراسۍ دمړینې، جنازې اوفاتحې خبرې کوي ۰ دې ډله دوستانوته پکارده چې لومړی دې پوښتنې ته ځواب وموندي چې آیا افغانستان ته دموکراسي راغلې وه که نه ؟ زما په خیال په افغانستان کې ولسواکي دهغې په اصلي مفهوم سره شتون نه درلود اونه دهیواداصلي واکمنو او پردیو کینولوافغان چارواکو ددموکراسۍ دپلې کولو لیوالتیا لرله۰ مخکې ویل شوي و چې ناټویي نیواکګروخپلې صادرې شوې ولسواکۍ ته چې ولسواکي نه ، بلکې سیاسي تیرایستونکي شعارونه ، سیاسي ډرامې اونیرنګونه دي هم درناوی نه دی کړی۰
پردې بنسټ په افغانستان کې دطالبانووروسته پیل شوی بهیردموکراسي نه بلکې یوه سیاسي ډرامه ده ۰ داځکه سیاسي ډرامه ده چې د دموکراتیوټولنوخلاف هغه څه چې دافغانستان دسیاست په ډګر کې تیریږي دهنري کومیکوډراموصحنوته ورته دي نه سیاسي اودولتي تدبیرونوته ۰ دارواښادکاندیداکادمیسین محمدابراهیم عطایي (دمعاصرافغانستان تاریخ ته لنډه کتنه) دکتاب دري ژباړې په ۲۷۴مخ کې دحبیب الله کلکاني ددربارپه هکله داسې راغلي دي: «کله چې انسان ددې کاریکاتوري دربار صحنې لیدلې فکریې کاوه چې یوه تمثیلي کومیدي ننداره ګوري»۰ دکتاب دلوستلو وروسته ما نشوی کولی دالله تعالی ددې عجیب مخلوق ددربار انځوروکاږم۰خودامریکایي دموکراسۍ دوروستیو کلونو ځینوپیښوراوښودل چې سیاسي کومیدې نندارې یا ډرامې یعنې څه ؟
دلیکنې پدې برخه کې به دوې بیلګې پدې اړه راوړل شي ۰
دبشري ټولنوپه تاریخ کې ندي لیدل شوي چې دیوه هیواددپوځي رسم ګذشت مراسم شنډ شي ۰خوپه افغانستان کې د۲۰۰۸ کال داسلامي انقلاب دپرتمین جشن!؟ مراسم پداسې رسوایۍ سره شنډشول چې نه یوازې دیوه دولت اوپوځ لپاره دشرم وړپیښه وه بلکې دیوه ولس لپاره سپکاوی هم و۰ دټوپک د څوډزو سره سم د ولسمشرنه نیولې ترډلګی مشره ، دمارشال نه ترسرتیري، دمیلمه نه ترکوربه پورې ټول د توغندیو په شان درسم ګذشت له سیمې والوتل او پدې توګه مراسم هم په پرتمین ډول پای ته ورسیدل۰ داسې پیښه یوازې دهالیووډ اوبالیووډ په هنري فلمونوکې ترسترګو کیږي نه دپوځونو او ملتونوپه ژوندکې۰
دویمه بیلګه چې واقعآ دیوې کومیکې ډرامې صحنې ښیي هغه دسمون اوهمپالنې دټیم له لوري دلویې جرګې په خیمه کې ددویم پړاو دپایلو داعلان وروسته احتجاجیه غوڼده ده۰ پدې غونډه کې چې د حکومت اوپارلمان ځینې غړي ، دبرحاله ولسمشروروراویوشمیرناکامه نوماندانوهم شتون درلود دولسمشرعکس دستیژ څخه راکښته اوڅیرل کیږي اوحاضرین دچکچکو اودتکبیرپه نعروسره هغه بدرګه کوي ۰په غونډه کې نورې کومیکې صحنې د کلکاني دکاریکاتوري دربارپه اړه د ارواښاد عطایي لیکنه رایادوي چې په نوموړي دربار کې څه تیریدل ۰
دبیسواده کلیوالي کلکاني اودهغه له لنډه غروملګروڅخه بله تمه هم نه کیده ۰ خوپه زموږ په زمانه کې دداسې یوه دولت اوسیاسي ډلو څخه چې دغربي متمدنې نړۍ متحدین ګڼل کیږي اودولسواکۍ او تمدن لاپې شاپې هم وهي هیڅ سرنه خوري۰ یوازې اویوازې دنیواکګرو اودخره دلوردشتون پرمهال شونې دي چې دداډول ډرامو ننداره و شي۰ دافغانستان حالاتواودافغان چاوراکوکړووړواوسیاستونوته په کتوسره چې دسیاستوالوکړنوته ورته نه دي بیځایه هم نه وه چې څه موده وړاندې په یوه غربي ورځپاڼه کې « په افغانستان خره حکومت کوي »ترسرلیک لاندې یوه لیکنه خپره شوې وه۰
هیره نشي چې دموکراسي یوپیچلی مفهوم دۍ اودهغې لپاره د یوه منل شوی تعریف شتون نه لري۰ هرفیلسوف، پوه ، دیکتاتور، مستبد او ښکیلاکګر هغې ته خپل تعریف وړاندې کړی۰ دنړۍ نني مختلف رژیمونه لکه سعودي عربستان ، واتیکان ، چین ، هند ، پاکستان ،شمالي کوریا ، ایران ،عراق ، مصر اولویدیځوال هریوځانونه د دموکراسۍ اصولوته ژمن ګڼي۰ دابیا ښيي چې هر واکمن او ښکیلاکګرددموکراسۍ څخه خپله اخیستنه لري څرنګه چې د جهادڅخه هم اخیستنې یو شان ندي۰ ښه ساری یې دافغانستان جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف دۍ۰ نوموړی دشوروي یرغلګرو د نیواک په وړاندې دافغان ولس دریدنې ته جهاد اوداوسنیو نیواکګروپه وړاندې دولس سرشندنو ته ترهګري وایي۰ غربي دموکراسي په دریواصلونو ( انسان ، آزادۍ ، برابرۍ ) ولاړه ده ۰ خواساسي اصل یې انسان دۍ۰دا دموکراسي انسان ته داحق ورکړی چې دتاریخي ( الهي ) قوانینو پرځای د خپلې خوښې قوانین وضع کړي۰ اصلي خبره داده چې لویدیځ غواړي دخپلې دموکراسۍ اصول د افغان بنسټپالو مذهبي ډلواوجګړه مارو پرمټ چې دخپلو عقیدتي باورونوله مخې ټول قوانین اواحکام دخدای له لوري ګڼي اودخلکوقدرت هم دشریعت داحکاموپه محدوده کې ګڼي پلي کړي۰یا العجب! کله چې دکرزي دواکمنۍ دلومړیو کلونوپرمهال دبحران الدین رباني ترمشرۍ لاندې دسولې عالي شورا جوړه شوه دې قلم لیکلې و۰دابه معجزه وي چې درباني ترمشرۍ لاندې دا شورا دمخالفینو سره روغه جوړه وکړي۰ همداراز داناشونې ده چې بنسټپالې مذهبي ډلې ،جګړه ماران اوپه پردیو پورې تړلي دموکرات سیاستوال چې دبن دغونډې وروسته ترهمدې مهاله پرهیوادظاهرآ واک چلوي د دموکراسي دپلې کولولپاره لاره هواره کړي ۰داچې په هیواد کې ولسواکي ټینګه کړي دا به ستره معجزه وي۰په افغانستان کې د اسلامپالو جګړه مارانوپرمټ ددموکراسۍ دپلې کولوپه اړه داخبره بشپړسرخوري چې دغوښې د ساتلو دنده پیښوته وسپارل شي۰ دبن دغونډې وروسته بهیرښيي چې امریکا اودهغه ناټویي متحدین لیوال ندي دموکراسي په هغه مفهوم سره چې په لویدیځ کې پلې شوې په افغانستان کې پلې کړي۰ له همدې کبله وچې په وروستیو ټاکنوکې یې دټاکنودپایلوپربنسټ واک ګټونکي نوماندته نه بلکې دسیاسي مصلحت له مخې چې ددوی ګټې پدې مصلحت کې خوندي وې دملي یووالي دحکومت دجوړیدو خپله طرحه په نوماندانوانو تحمیل کړه ۰ دپورتنیو څرګندونو په پام کې نیولو سره دامریکایي صادرې شوې دموکراسۍ پلویانوته چې همدا اوس اوس ددموکراسۍ د مړینې، جنازې اوفاتحې خبرې کوي باید وویل شي چې زموږپه هیواد کې دا دخره لور ژوندۍ ده ۰ هغه به ترهغه وخته پورې ژوندی وي چې پلاریې دلغتې وهلووس اوپه نړۍ د واک چلولواوبادارۍ ځواک ویني۰ سربیره پردې په هیوادکې دخره دلور دګډا، نڅا، نازونو ، نخرو، نیرنګونواوکړنود نندارې لیوال شتون و لري۰ له بده مرغه په نني افغانستان کې دا لیوال لږندي ۰ د لویدیځ څخه د راوستل شوو افغانانوپرته دوې ډلې دیادولو وړدي چې پرافغان ولس دتپل شوې ولسواکۍ ملاتړ کوي۰ هغه تنظیمونه اوپلویان یې چې پرون یې ځانونه مجاهدین ګڼل۰ دشریعت دټینګښت اودکفري نړۍ اوکفري افکاروپه وړاندې دسپیڅلي جهادشعارونه ورکول اوولس یې سرشندنو ته هڅاوه اونورو چې ځانونه دپرمختلونکي علمي – انقلابي تئورۍ پلویان ګڼل او دلویدیځې دموکراسۍ ، پانګوالۍ اودهغې دپلویانو خلاف دنه پخلاکیدونکې طبقاتي مبارزې نارې سورې وهلې ۰ البته پدې دواړوډلو کې یې کوچنۍ برخه دخره دلور د شتون څخه ګټې پورته کوي ، اودخره دلورله نڅا څخه خوندونه اخلي او نوربیاد غربي میډیا دکوډو او منترونوتراغیزلانندې پخپل ټاټوبي کې دخره دلورشتون دهیواد د آبادۍ اودولس دښیرازۍ لپاره اړین ګڼي۰ پردې بنسټ دا قلم پدې باور دۍ چې زموږپه هیوادکې دخره لور نه ده مړه ، هغه ژوندۍ ده او ترهغه مهاله به ژوندی وي چې دهغې د نڅا، نازونو، نخرو اوکړنو دنندارې لیوال شتون ولري۰
پای