اخترۍ

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

زرمینه عظیمی
پرون د اخترۍ څخه څوشیبې ورسته ور په تک تک شو ځواب مې ورکرو څوک؟ په یوښکلی ماشومانه غږی راته وویل زه یم اخترۍ مو کړئ؟


هو: یوشیبه درورمي
دروازه مې خلاص کړو په یو ډیرمینه ناک ماشوم چې لاسی پیښی په تور رنګو باندې تور وسترګی ولیګږد چې دهغه سترګی زما په لاس کې نیولی خلته ته پاتې و همدا چې ورته نږدی شوم په دیره مینه اوتلوسه يې زما په لاس کې دغوښو په خلته باندې لاس واچول .
هي څه کوي یوشیبه : بیاي په خپل ښکلوښکلو سترګو راته وکتل اوخپل تور لاس باندې خپله خوله او پوزه پاکه کړه او وویل راته څه لپاره تم شم او صبروکرم ؟ ته څه پوهیږی چې زه له ديره انتظار او تمیدل څخه څومره ستومان شوی یم هو دېره ستومان یم له دېره صبره بیاي په ښکلی مخي داوښکی څوسپیني سپیني مرغلری راتوي شوي او په معصومانه غږی راته وویل تاته څومره اسانه ده چې وايي صبروکه ځکه خو ته زما په شان نه یی اونه خو دیوي ګولي سمي دودی خوړلي لپاره هوسیدلي او نه خو هم کله دي په کور کې د ډوی نشتون احساس کړی ته پوهیږي زه ددې ستونزو سره هر ورځ مخ کیږم او بیا ځانته وایم چې تم شه ل�
� صبر وکه زه هره شیبه صبر کوم او ته څه پوهیږی یوازیني څه چې ما ژوند کې زده کړی او هره ورځي عملی کوم همدا صبر ده . دا يي راته وویل او ورسته بیاي خپل په رنګوتور لاسو باندې اوښکی پاکې کړی او وویل څه تروړی ! نن چې زما دکور لپاره هم دښه خواره پخولو چانس دي اوماته هم دښه خواره خورلو لپاره وار رسیدلي صبروکم؟
آه آه آه
ددې ماشوم د خبرو په اوریدو سره مې دزړه سترګې په ژریدو شو او دزړه اینه مې توټي توټی شو چې موږ په تولنه کې داسې کسان ژوند کوي اوموږ ته ګوره چې څومره په ځان غرور کوو څومره هره ورځ دالله تعالي په راکړی شتو باندې ناشکری کوو او څومره اصراف اوزیاتي کوو .نور نوماهم خپلی اوښکی نشوای نیولی او دماشوم هغه ښکلی څیرته هم دکتو وس نه و راسره خلته مې ورکره او وومې ویل نه ګرانه نن ته صبر مه کوه واخله داهم ستا داخترۍ برخه .