محمد اسماعيل عندليب
په افغاني ټولنه کې يو له ډيرو هغو کلمو چې کارول کيږي ديموکراسي ده، ټول يې پيژني، د همدې ټولنې ځينې غړي پرې زيات مين دی، هره دوهمه خبره يې ديموکراسي وي، په هغې
کې د بيان، نظر او رايې ازادي هم د ديموکراسۍ برخه بولي، چې د هغوی په اصطلاح نړيوالې ټولنې افغانستان ته راوارده کړې، او دلته خلکو منلې ده، ښه پايله يې ورکړې ده.
خو همدوی بيا له ديموکراتيکو اصولو او اخلاقو بالکل ناخبره او عاري دي، دغه ډله بيا ډيری يې نوي ځوانان او پر جذباتو ولاړ هغه خلک دي، چې د هرې خبرې او اقدام تر شا څه نا څه مادي ګټه هم ويني، زما په باور نه خو دوی ټول د هيواد په غم کې دي، او نه د دين، او کوم يې چې دي، هغوی بيا خپله انرژي بې ځايه مصرفوي.
د ديموکراتيکو اخلاقو څخه د بې خبرۍ په برخه کې يې زه يوازې يوې نقطې ته له له ډير پخوا ځير يم.
په ديموکراسۍ کې هر څوک کولای شي هر څه ووايي، او د هر چا پسې يې ووايي، مګر هغه نه چې قانوني جرم بلل کيږي، خو په عموم کې عوام د دولت په پاليسو تر وروستي حده نيوکه کولای شي،او په وړاندې يې د ديموکراتيک حرکت په کولو سره راپاڅيدلې هم شي، لاريون يې د پاڅون ښه بېلګه ده.
موږ ګورو چې د نړۍ د حکومتونو غړي، د خپلو هيوادونو په دولتونو او پاليسيو اعتراض او نيوکې کوي، همدا اوس د امريکا د کانګريس غړي، د اوباما د ادارې پر پاليسيو کلک اعتراضونه کوي، حتی د امريکايي پوځ جنرالان په امريکايي پوځي اقداماتو نيوکې کوي، په افغانستان کې د امريکايي جنرال ټومي فرانکس پخوانۍ خبرې او د افغانستان د جګړې په اړه د هغه څرګندونې يې ښه مثال دي.
په ديموکراتيکو حکومتونو کې يوه رولنګ پارټي وي هغه چې د حکومت واګي يې په لاس کې وي، او بله يې اپوزيشن وي، يعنی د هغوی د حکومت مخالفين، همدغه مخالفين د هيواد په پارلمانونو کې پر حکومت اعتراضونه کوي، او کله کله يې په وړاندې راپاڅيږي هم او کله بيا خبره دې ته هم رسيږي، چې اپوزيشن ګوند يا ګوندونه د حکومت څخه جلا کيږي، او هيواد ورسره په ګډه نه چلوي.
د دې ټولې مقدمې څخه زما موخه دا ده چې که په يو هيواد کې ديموکراسي عملي وبولو، نو بيا هر څوک کولای شي، هر څه ووايي، خو هغه به خپله خبره په يو چوکاټ کې کوي، او هغه ته به په يو چوکاټ کې ځواب ويل کيږي، هغه چې مخالفت کوي، په يو دم په ملي خيانت نه تورنيږي.
خو!
زموږ په هيواد کې چې زما په باور اصلاً د ديموکراسۍ د عملي کيدلو ظروف پکې نه دي مهيا، بيا هم پردۍ ديموکراسي دلته په زور عملي کولای شي، او د نوک په ځای سوک ننويستلی شي، بيا هم زموږ په څير چې د دوی سره يې دغه سرزوري منلې، او د دوی په وينا ديموکراتيک فعاليت کوي، دغه جذباتيان يا که ووايم چې د مادياتو بنده ګان د همدې ديموکراسۍ په معنی نه دي پوه شوي، او حتی ځوابي اقدام يې په انساني موازينو هم نه وي برابر.
لنډه دا که په دولت دې اعتراض وکړ، يا دې يې په کومه پاليسۍ نيوکه وکړه، يا دې د دولت د کوم اقدام يا کړنې غندنه وکړه، نو ته خاين، د نورو غلام، د پرديو لاسپوڅې، او د هيواد دښمن يې.
لنډ به درته ووايي چې: د دې د ولت خورې، چکې، او د همدې دولت له امکاناتو ګټه اخلې، بيا يې هم په پاليسيو اعتراض کوې.
د دوی مطلب دا دی چې يا خو له هيواده ووځه، يا وسلې ته لاس کړه، يا د مړي په څير ژوند وکړه.
د دوی د وينا مطلب همدا راوځي، چې د دولت اپوزيشن پارټي دې سم د واره وسله پورته کوي، او د جګړې ډګر ته غورځيږي، يا دې د دولت په پيسو له جوړ شوي، سرک، بريښنا، ښوونځي، پول، او نورو څخه ګټه نه پورته کوي.
که داسې هم کوم يو وکړل، نو په هغه کې يې هم نه پريږدي، هغه د نارينه، مېرمنې او خر کيسه به ځينې جوړه وي، که په خر سپريږي، هم د خلکو خبرې، که نه سپريږي هم، او که خر په اوږه کوي بيا خو تر ټولو احمق انسانان دي.
زما په اند دا هغه ډله خلک دي، چې په هيواد کې د خبرو له لارې مسايلو ته د حل لارې د پيدا کولو پر ځای په ډېرو وړو وړو اختلافي موضوعاتو هم د سر او هډ ماتولو پلويان دي، دوی په حقيقت کې هغه څه چې رايج کول يې غواړي، مخالفينو ته يې د مخالفت لا زيات مواقع په لاس ورکوي.
په حقيقت کې دوی، د خپلې باطلې داعيې په حقيقت خبر دي، خو د بدو ردو تر څادر لاندې يې د ټپولو کوښښ کوي.
محمد اسماعيل عندليب