اسدالله پیام
ډنمارک
د۲۰۱۴کال دسیپتمبرشپږویشتمهدډاکتر نجیب الله وروستنۍ خاطره
د افغانستان د تېرو څلورو لسیزو دسیاسی او دولتی چاپیریال خورا ډېر حقایق دی چه ناویلي،ناسپړلي اوناشنلي پاتې دي چه په همدې لړۍ کی هغه حقایق هم شامل دی چه
دډاکتر نجیب الله دسیاسی او دولتی زعامت د څرنګوالې سره اړیکی لری.هغه لږ څه هم چه تردا اوسه دحقایقو تر نامه لاندې کښل شوی او یا برسېره شویدی یا خود بهرنیو څارګرو ادارو په سناریو ګانو او موخو تکیه کړیده او یا دشهرت او «اتلوالې» په مسابقه کی داشخاصو او افرادو د ناخبره ذهن نیمګړې انګېرنې او حتی داستانونه دی چه ظاهرآ یې دحقایقو پوښ ور اغوستی دی. زه په دې باوریم چه په ځانګړې توګه دوروستیو څلورو لسیزو د تولو سیاسی او پوځی پېښو سپړنه او شننه یو ملی آړ اواړتیا ده خو په بشپړه توګه دیوې نوې،ملی اوآکادمیکی کره کتنې له لارې چه شاید میاشتې او حتی کلونه وغواړی. او له همدې جملې دډاکتر نجیب الله هغه ستراتیژیکی هلې ځلې په ځانګړې توګه دبیا ارزونې وړدی کومو چه کولای شوای چه افغانستان نه یواځې وژغوری بلکه یوه بشپړ نوي پېر اونوې پېړۍ ته یې ورننه باسي.هیله ده چه نوی منتخب جمهوررییس دخبیرواوژمنو متخصصو کادرونودمشارکت له لارې دهمداسې یوې ملې کره کتنې زمینه دخپلي دولتی واکمنی په راتلونکو کلونو کی برابره کړی.نود همدغه لامل پرنسټ زه داد ځان او دکوم بل منفرد شخصیت صلاحیت نه ګڼم چه په دغه او یا کومه بله رسنیزه لیکنه کی د ډاکترصاحب
دسیاسی او دولتی ژوند په هغوژورو اوحساسو مسایلو رڼا واچوم کومې چه کیدای شی یواځې په یوه واکمنه ملی مرجع کی پرې کتنه او ارزونه وشی.او همدارنګه پرهغولاملونو او ځانګړتیاووژوره ملی څېړنه وشی کوموچه ډاکترنجیب الله دیوې کورنۍ،یوه قوم،یوه ګوند اودولتی جوړښت له هډانې راوباسه اودټول ملت دهیلو په سمبول یی بدل او حتی دهېواد له چاپیریاله دباندی په سیمه اونړۍ کی وځلاوو.
دډاکترصاحب دمشرتابه په پېرکی زه له نوموړې نه نه هېریدونکی خورا ارزښتناکې ځانګړې خاطرې لرم چه دلته یواځې دوروستنۍ خاطرې دیوې برخې یادونه کوم البته باید
داهم توضیح کړم چه زماا اړیکی له نجیب الله سره هم ترینګلې وې او هم بیا دمینې ،باور اودرناوی کچې ته ورواوښتې،پخې او تلپاتې شوې او ترهغوچه ژوندی یم همدغه باور به راسره وی.زما ښه په یاد دی چه زما او ډاکترصاحب مخامخ پېژندګلوۍ کله چه دی ددولتی خدماتورییس اوزه دکابل ښاروال وم په فرکسیونی تربګنۍ پیل شوه او دتقابل کچې ته هم ورسیده.خو کله چه زه په ۱۳۶۲کال کی له عراق نه کابل ته په رخصتی راغلم ما د ډاکترصاحب اومعدودونورو کسانوپه لرلید کی ژور توپیر وموند داپه داسې حال کی ووچه په عراق کی دیپلوماتیک ماموریت زما سترګې هم راخلاصې کړې وې،نوزموږ دتفاهم او تقارب لاره له همدغه کال نه وروسته پرانستل شوه تر هغو چه د ۱۳۶۶کال په جوزا کی، کله چه یمن ته یی دسفیرپه توګه استولم دیوې دوه اړخیزې ناستې په ترڅ کی زموږ دستراتیژیکی ملګرتیا او دوه اړخیزصادقانه باورنوی پړاو پیل شو چه تردااوسه دپخیدو اوځواکمنی په لور روان دی. په ډېرو کړکیچنواو ستونمنځو حالاتوکی،دبریا اوبرلاسی په وخت کی او هم په ورځنی نورمال رسمی ژوند کی ماته ددی ویاړ او چانس وو چه دډاکترصاحب دسترتوب،خورا ژورې پوهې،دور اندیشی،له خپل ولس اووطن سره ناپایه مینې،وتلې زړورتیا او دژمنتوب ژوره کچه درک کړم او دخپل وس اوپوهې سره سم ور څخه یو څه زده کړم.هغه وخت چه زه دکورنیو چارودوازارت سیاسی رییس وم دوسله وال پوځ درېواړو وزیرانو،درۍواړو سیاسی رییسانو اودهمدغو وزارتونوځنی مرستیالانو په۳نمره یی او۵نمره یی راسآ تلیفونو برسیره یو۴نمره یی خاص تلیفون هم درلود چه کله کله به ډاکترصاحب دهمدغه تلیفون له لاری له دوی سره مستقیمآ په خپله اړیکې نیولې اولازمه لارښونه به یی ور ته کوله. دوروستی ځل لپاره د۱۳۷۱کال د وری دمیاشتې د۲۶مې نېټې دغرمې په ۱۱بجوډاکترصاحب په همدغه ۴نمره یی تلیفون ماته زنګ وواهه اوله سلام او روغبړ وروسته یی داسې لارښونه راته وکړه«ملګرې پیام،موږ دملل متحد له پلان سره یو،همدغه زموږ دهیواد دنجات لار او زموږ تاریخی براات دی زه په تا باور لرم خو نورو ته دا خبره ورسوه.له پکتین صاحب سره که کوم اختلاف لرې حل یی کړه ته دی راته ژوندی او موفق وې» او یواځې څو شیبې وروسته دهمدغه ۴نمره یی تلیفون اړیکی نه یواځې له ډاکترصاحب سره بلکه یومخیزه وشلېدې.یاپه بل عبارت کودتا چیانوکابل ته دبینین سیوان له رارسیدو څخه ۱۴ساعته پخوا دډاکترصاحب دخاصو اړیکو کانال وشلاوو اودهغه نور تلیفونونه یی بیا دنیمې شپې په یوه بجه قطع کړل.
دغه وروستنۍ ژوندۍ څو کلیمې چه لا اوس می هم په غوږو کی کړنګی کوی او په لس هاوو ځله په مخامخ دوه اړخیزو اوڅواړخیزو کتنو،ناستو اوغوڼډو کی دډاکتر نجیب الله نورې خبرې،طرحې اونظریات همدا رنګه دهغه دسیاسی او دولتی مدیریت پراتیک نه یواځې ماته بلکه ډیرو نور دولتی او سیاسی مسولینو او شنونکو ته عملآ ددې شونتیاوی برابرې کړې چه دده دشخصیت دمختلفو ابعادو په هکله له خپلې پوهې او سلېقې سره سم یو انځورولری.هغه انځور چه زه یی لرم او په یوه کلمه کی یې افاده کړم نونجیب الله ما ته په یوه «ارزښت» اوښتی داسې ارزښت چه زموږله تاریخ سره به بلوداو تلپاتی وی.