د عبدالملک پرهیز ژباړه
د رخصتۍ په یو سهار په نیویارک کې یو سرویس ته پورته شوم. د سرویس نږدې یو پر درېیمه برخه ډکه شوې وه . ډېری خلک آرامه ناست ول او یا په یو څه يې ځان بوخت کړی ؤ، په ټوليزه توګه فضا بېخي آرامه او په زړه پورې چپتیا خوره وه ، خو
په دې کې یو د مینځنې عمر لرونکی سړی د خپلو ماشومانو سره سرویس ته پورته شو چ بې له ځنډ د سرویس فضا بدله شوه. د هغه اولادونو شور او زوږ پیل کړ او پر یو او بل يې یو څه ګوزارول . یو له اولادو يې په ډېر جګ غږ ژړل او بل يې د یو او بل له لاسه ورځپاڼه تېښتو له لنډه دا چې په سرویس کې د ټولو ناستو کسانو اعصاب يې خراب کړل. د ماشومانو پلار چې زما مخې سیټ کې ناست ؤ ، هيڅ يې پر مخ نه راوړله چې ګېنې کوم څه هم پېښېږي ، هغه په خپلو چرتونو کې ډوب ؤ.
په پای کې حوصله مې پای ته و رسېده او د اعتراض غږ مې اوچت کړ: ښاغلیه ! ستا اولادونه لګیا دي نور ځوروي ، نه غواړې چې دوی غلي کړئ؟ سړی چې تازه يې پام شوی ؤ څه پېښ شوي، لږ يې ځان په سیټ کې سم کړ او ويې ویل: هو، تاسې حق لرئ. ډېره مې خوا بده شوه. که رښتیا و وایم موږ همدا اوس له روغتون نه راغلي یو، زما مېرمنه چې د همدغه ماشومانو مور ده ، نیم ساعت د مخه هلته په روغتون کې مړه شوه. زه زیات ګیچ او ګنګس شوی یمه او نه پوهېږم چې دوی ته څه و وایم. نه پوهېږم چې زه څه و کړم، په دې وخت کې يې د زړه غوټې را خلاصې او له سترګو يې اوښکې جاري شوې...
استفان کاوي د دې کېسې له اورېدو وروسته بې له ځنډه پوښتنه کوي : رښتیا ووایه آیا دغه حالت اوس څه بل شان نه وینې؟ آیا پرته له دې کوم بل دلیل هم شته چې د هغه سړي په اړوند ستا نظر توپير پیدا کړ...؟ او په خپله دوام ورکوي چې : رښتیا هم زما نظر بې له ځنډ بدلون وکړ او هغه سړي مې ته د زړه سواند له مخې وویل : په رښتیا هم ما و بښئ . نه پوهېدم. آیا کولی شم له تا سره کومه مرسته و کړم...؟ که څه هم همدا څو شېبې د مخه پر هغه ډېر په قهر وم چې څنګه دا سړی تر دې بریده بې توپیره دی، خو ناڅاپه مې د لید په بدلېدو سره هر څه بدل شول او ما غوښتل هر کار چې له وسه مې پوره وي له هغه يې درېغ نه کړم....
که غواړئ په خپل ژوند او شخصي اړیکو کې کوچني بدلونونه را منځ ته کړئ خپلو تمایلاتو او چلندونو ته پاملرنه وکړئ، او که زړه مو غواړي کوانتومي ګامونه واخلئ او په خپل ژوند کې اساسي بدلونونه را منځ ته کړې او خپل لید او پوهېدنې ته بدلون ور کړئ....
استفان کاوي
یادونه:
( کوانتومي میکانیک د نظري فزیک یوه بنسټیزه څانګه ده چې د فزیکي پدیدو یا ځلېدنو سره په میکروسکوپي مقیاس سر او کار لري. په دغه مقیاس کې فزیکي کړنې د پلانک د ثابت په حد او اندازه کې دي. ( د پلانک ثابت، په فزیک کې یو طبیعي ثابت دی چې د انرژي د انتقالولو د اندازې ډېر کوچنی واحد دی او د کوانتومي میکانیک له اساسي مفهومونو څخه ګڼل کېږي .ژباړن )