محمدآصف خواتی
داصلي موضوع نه مخکې غواړم دخپل خدای بخښلي پلاردیوې خاطرې څخه یادونه وکړم کومه چې دبحث لاندې موضوع سره سمون خوري۰ زما پلاردملت دبابا ( محمدظاهرشاه) دواکمنۍ پرمهال دحربي ښوونځي قوماندان جنرال محمدعثمان
اسدي ته چې دعثمان قل په نامه مشهور ودیوه کارلپاره ورغلی و۰ هغه ویل موږ څوتنه دیوه ساعت څخه زیات دانتظارپه کوټه کې ناست ووخودقوماندان له دفتر څخه څوک نه راوتل ۰ بالاخره یوه تن دقوماندان دیاور(ضابط امر)څخه وپوښتل چې څوک دقوماندان سره دي۰ یاورپه ځواب کې وویل چې د ملي شورا وکیل صاحب ۰ دمنتظرو کسانو څخه یوه وویل « زن این وکلا را ۰۰۰ ،که خدمت شان معلوم نیست ولې بخاطر منفعت وامورات شخصی درهر شعبه ودفتر وقت مردم را میګیرند» ۰ په ناستومنتظرو کسانو کې یوه نفر وویل « تاسوټولو وکیلانوته ښکنځلې مکوئ زه هم دشورا وکیل یم خوستاسوپه څیردلته ناست یم»۰ په کوټه کې ناست یوه تن دوکیل څخه هیله وکړه چې وکیل صاحب تاسو لطفآ دننه ورشئ اووکیل ته ووایۍ چې خلک منتظر دي اوخپل کارژر خلاص کړي ۰ وکیل هم بیله اجازې دقوماندان دفتر ته ورننوت خوڅوشیبې وروسته دقوماندان عسکرو چې حاضرباشان ورته ویل کیدل نوموړی وکیل په ټیلو سره دقوماندان دکوټې څخه راوایست او پخپل ځای یې کیناوه اوورته ویې ویل چې هروخت درته وویل شول قوماندان صاحب ته به ورشې ۰ کله چې موږ دوکیل دابې عزتي ولیدله هک پک پاتې شوو۰ ددې نندارې وروسته دمنتظروکسانوڅخه یوه وویل « وکیل تروکیله توپیرلري»۰
هو! دمحمدظاهرشاه په زمانه کې وکیل تروکیله توپیر درلود ۰هغو وکیلانوچې ددربار اوحکومت سره اړیکې لرلې، سلطنت اوحکومت شورا ته رسولي وو جامع الکمالات ،هرکاره او ددرناوي وړوکیلان وواونوربیا لکه خوارولس دواکمنواوچارواکو له لوري ځورول کیدل، رټل کیدل ،سپکیدل او له مدني حقونونه هم بې برخې وو۰ نن مهال نه یوازې هغه کړۍ او څیرې چې پردیو کینولي حکومت ، بهرنیانواوپه تیره اشغالګروسره تړاولري ددرناوی وړ دي بلکې شهیدان مو هم ورته دریځ لري۰ هغه شهید چې د ګڼ شمیربهرنیو استخباراتي ادارو سره پټې اړیکې لرلې اودهغوی دارادې اودستورونو له مخې عمل کاوه دشهیدانو دسترسالار لقب ترلاسه کړی ، هغه چې ددووـ دریو پردیواستخباراتي مؤسسو سره مزي ټینګ کړي وو دشهیدانودسالارویاړلري ، هغه چې له یوه بهرني دولت سره اړیکې لرلې دیوه معمولي شهید نوم ګټلی اونور سلګونه زره ګمنامه شهیدان چې دوطن اواسلام په لاره کې یې سرونه ورکړل هغوی هیرشوي، څوک یې نه پیژني ، اولادونه یې په لاروـ کوڅوکې ګدایي کوي اویا په شاقه کارونو لګیا دي ترڅو ژوندي پاتې شي۰ ښه بیلګه یې دطالبانو وروسته افغانستان کې د شهید داونۍ لمانځنه ده۰ دشهید اونۍ هرکال دوږي په اتلسمه چې داحمدشاه مسعود دوژنې دورځې سره برابره ده په پرتمینومراسمولمانځل کیږي۰ ددې ورځې په پرتمینومراسموکې بیلا استثنی ټول لوړپوړي چارواکي اوجهادي ـ تنظیمي مشران ګډون کوي اودشهیدانو دسترسالار( احمدشاه مسعود) دکارنامو ، شخصیت اوتلپاتې میراثونو په هکله ویناوې اوروي ، وعظونه کوي ،اوښکې تویوي او حاضرین بیا دچکچو اودتکبیرپه ناروسره هغه بدرګه کوي۰ البته پدې ویناووکې نوروجهادي شهیدو قوماندانانوته هم ضمني اشارې کیږي۰هرچیرې دشهیدانو دسترسالار اودشهیدانو دسالار برهان الدین رباني سترسترپوسترونه، عکسونه اوتصویرونه ترسترګو کیږي او ترڅنګ یې دنورو جهادي شهیدو قوماندانو کوچني عکسونه چې دلیدووړنه دي هم لګول شوي دي۰ البته داکوچني کوچني عکسونه هم دهغو جهادي قوماندانانو دي چې دپردیو سره یې پټې اړیکې درلودې اودننۍ بلواکې واکمنۍ اړونده تنظیمونو پورې یې تړاو درلود۰ دشهید داونۍ ددا ډول لمانځنې څخه څرګندیږي چې په نني افغانستان کې شهید ترشهیده توپیر لري اوتوپیر یې دپردیو استخباراتي ادارو سره تړاودۍ۰ هغه شهیدچې په خپل ژوند اودجهادپه زمانه کې د ګڼ شمیر پردیو څارګرو اداروسره اړیکې لرلې دشهیدانو دستر سالاراوملي اتل ویاړ ترلاسه کړی اونورو په ترتیب سره دشهیدانو دسالاراومعمولي شهیدانولقبونه خپل کړي دي اوپه بله خواهغو شهیدانوچې دپردیو څارګرو ادارو سره تړاونه درلود اوټولې هلې ځلې اوسرشندنې یې دوطن اواسلام دساتنې اوخلکو ته دچوپړپه موخه وې اوپدې سپیڅلې ملي ـ وطني لاره کې یې سرونه ورکړل هغوی هیرشوي دي اواولادونه یې دلوږې اوفقر سره لاس اوګریوان دي۰
پای