سر خلاصی لیک حامد کرزی او استاد سیاف ته :

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

عبدالباری عارضنه غواړم مقاله ولیکم فقط یوه طرح یا وړاندیز په ډیرو لنډو ټکو کی په وسیع مفاهیمو وړاندی کوم
۱: جلالت ماب ولسمشر حامد کرزی ، هغه واقعه چی د پغمان او قرغی په عامه لاره وسوه چی په ترڅ کی یی مسلحو کسانو د پولس په جامو کی پر یو معصومه کورنۍ جنسی وحشیانه تیری وکړ ، د ټول ولس زړونه غمګین کړیدی په خاصه توګه د کابل پنځه ملیونه خلګو ته یی روحی

تکان ورکړیدی. واقعه تر هغه غمناکه او ځورونکی ده چی په الفاظو کی را ټوله سی، په هر صورت خلګ ټول پوه سول چی ولسمشر په دی واقعه واقعا غمګین سو او عدلی څانګو ته یی د عدالت د تامینولو په موخه اکید هدایت وکړ چی مجرمینو ته سخته سزا ورکړی خو ایا د مجرمینو سزا هر ډول چی وی د هغه کورنۍ معنوی خساره جبران کولای سی چی پر ښځو یی د نارینو په وړاندی تیری سویدۍ؟ هغه مشکل چی زموږ په عنعنوی ټولنه کی  هغوی ته  پیښ دۍ حل کولای سی؟ انسان اجتماعی خلق سویدۍ هر انسان ورور، پلار، مور خور، ماما،اکا،خاله ،عمه، وظیفوی ماحول او نور خپلوان لری تاسو فکر وکړۍ ددی کورنۍ نارینه او ښځی به څنګه د هغوی سره مخامخ کیږی بیله شکه چی صرف مخامخ کیدل یی دایمی ځورونه او هر آن مرګ دۍ  ورپسی همسایګان ، کلۍ او نور دا کورنۍ به څه کوی؟ د کابل پولیسو وویل چی ښځی چپ پاتی دی خبری نه کوی شاید تر ابده خبری ونکړی یقینا سخت عصبی شوک دۍ دا معلومه خبره ده چی ددی کورنۍ غړی په تدریج په روانی ناروغیو اخته کیږی او بالاخره لیونیان کیږی. او دا داسی ربړونکی واقعه ده چی ستاسو څخه به د یو مشر او زمامدار په توګه په آخرت کی ډیره جدی پوښتنه وسی ، نو ایا تاسو جلالت ماب چی د ملت معنوی پلار یاست په دی هکله فکر کړۍ او تجویز نیولۍ دۍ ؟ چی په څه ډول سربیره پر عدلی تعقیب د مجرمینو د دوی معنوی خساره څنګه اعاده کیدای سی؟
سوالونه خو خلګو ته ډیر پیدا دی پولیسو تر اوسه ندی ویلی چی داکسان پولیس وه؟ او که نه وه دا ټوپکان او د پولیسو جامی چا ورکړی وه ؟ ایا د کوم تنظیم یا غیر مسول ډلو ټپلو سره یی تړاو درلود؟ بیله شکه چی عوام داسی تنظیم سوۍ کار نسی کولای او دا امکانات هم نسی برابرولای ، د قضیی بیخ باید ولس ته په ډاګه سی.
جناب محترم استاد سیاف صاحب، هیڅ شک نسته چی تاسو د جهاد مهم مشر او د تیری لسیزی جګپوړی دولتی چارواکۍ او د هیواد پیژندل سوۍ او با اعتباره شخص یاست . جناب محترم استاده، ولس داسی انګیرنه لری چی استاد سربیره پر لوړو مشخصاتو د پغمان د ولسوالی اوسیدونکۍ او مشر سپین ږرۍ پاتی سویدی چی قریب ټوله پغمانیان ستاسو هواداران دی او احترام درته لری له همدی کبله پغمان د جهاد پر مهال د اسلامی اتحاد مرکزی سنګر ګڼل کیدۍ خو د یادی قضیی په هکله مو تاسو هیڅ ونه ویل حتی د ولس د ډاډ ګیرنی او تسلیت په منظور،ولس ستاسو شخصیت او لوی واله ته په کتو داسی انګیری چی ګواکی په پغمان کی د استاد بی ارادی غوماشه پر نسی وهلای، د ډیرو خلګو دا تقاضا ده چی محترم استاد د یادی واقعی په هکله خپل او اسلامی اتحاد دریځ واضح کړی د دښمنانو تبلیغات ډیر دی وای غیر له جهادی کړیو بل څوک دا کار نه کولای سی او نه یی توانمندی لری، هیله ده استاد د خلګو د ذهنیتونو د روښانه کولو او شکونو د لیری کولو لپاره یوه اعلامیه یا لیک خپور کړی.مهمه لا دا چی ایا د پغمان مشران او ولس ددی ځوریدلی کورنۍ سره د ناغی په توګه یا د انسانی عواطفو له کبله څه کولای سی؟
زه د قضیی د نسبی حل په موخه  د انسانی عواطفو او بشری حقوقو په لحاظ دوه وړاندیزونه یو جلالت ماب ولسمشر او بل جناب محترم استاد ته وړاندی کوم.
۱: ولسمشر ته، که غواړۍ چی دی کورنۍ ته د ځان وژنی او لیونتوب څخه نجات ورکړۍ او د اخرت مسولیت مو کم کړی وی باید د دولتی امکاناتو څخه په استفاد د یادی کورنۍ ټولو غړو ته په یو لیری هیواد یعنی اروپا یا امریکا کی د ویزی شرایط برابر کړل سی ترڅو د ماحول په تغیر یی تر ډیر مشکل حل سی.
۲: محترم استاد ته، د پورته دلایلو پربنسټ تاسو د هیواد او په خاصه توګه د پغمان د مشر سپین ږیری په موقف کی د امکان په صورت کی د پغمان د مشرانو په مرسته نوموړی کورنۍ ته د بهر تګ مصارف او په هغه هیواد کی د دوی د روانی درملنی لپاره مصارف برابر کړۍ په دی صورت کی به هغه کرکه چی د خلګو په زړونو کی د پغمان او پغمانیانو په هکله پیدا سویده له منځه یوسی.
د عدلی تعقیب اړخونه جلادی او په هغه لاره ولسمشر قاطع احکام صادر کړل او باید ژر پایلی معلومی سی که وخت پر تیر سو په یقین چی د خلاصون شبکی به فعاله سی.
پورتنی وړاندیزونه می صرف او صرف د انسانی عواطفو او بشری حقوقو پر بنسټ د یو افغانی کورنۍ د غم کمولو او معنوی حیثیت د اعاده کولو په لاره کی احترامانه وړاندی کړه هیله ده چی یو څه فکر پکښی وکړۍ. و من الله توفیق