په ډیر خواشینۍ سره خبر شوم ، چې بیا زموږ د ادبیاتو او د موسیقۍ د هنر په معاصر تاریخ کې د ویر او ماتم غږ را پورته شو.
ارواښاد استاد مسحور جمال زموږ د هیواد یو نامتو، ادب پوه، پیژندل شوې څیره ، تکړه، وتلې او خوږ ژبې هنرمند په هالند کې له دې فاني نړۍ څخه د تل لپاره سترګې پټې کړئ .
انالله و انا الیه راجعون
شاعر وایي :
څوک د ځان لپاره مړ شي نوم یې ورک شي
د چا مرګ د ټول ولس د پاره مرګ وي
د ارواښاد استاد مسحور جمال مړینه زموږ د هیواد په ټولنیز ، ادبي او فرهنګي ډګر کې یوه لویه ضایعه ده، چې د ده نوم به زموږ د هیواد والو په زړونو کې د تل لپاره ژوندی ، نه هیریدونکی او نه ورکیدونکی وي .
ارواښاد استاد مسحور جمال زموږ د هیواد په ادب او فرهنګ کې هغه غوړیدلی، سمسور تازه او ښیرازه ګل وُ، چې د خپل څپانده ادبي او هنري استعداد، ذکاوت او زړه وړونکي اواز په وسیله یې زموږ د هیواد د ادب او موسقي ډګر داسې روښانه او ځلانده ساتلی وُ چې زموږ نني او راتلونکي نسلونه به د ده په ویاړلي او دروند نوم او هنر د تل لپاره افتخار کوي .
اروښاد استاد مسحور جمال نه یوازې یو دروندهنرمند او ادب پوه شخصیت وُ بلکې د لوړو، پاکو او سپیڅلواوصافواو اخلاقو خاوند وُ ، متواضع، زړه سواندی، ریښتینی، صادق اود ټینګ عزم او ارادې خاوند شخصیت وه .
ارواښاد استاد مسحور جمال پر (۱۳۲۴) لمریز کال د کابل په ښار کې زیږیدلی وُ .
ارواښاد استاد مسحور جمال خپلې لوړې زده کړې د کابل پوهنتون د ژبې او دري ادبیاتو په څانګه کې سر ته رسولې دي .
زه د ارواښاد استاد مسحور جمال د مړینې په مناسبت نه یوازې د زړه له کومې خپګان او ژور خواشیني څرګندوم، بلکې د ده د ویرمنوکورنیو غړو، خپلوانو، دوستانو او د ادب او د موسیقۍ د هنر مینه والو ته د زغم، صبر او تسلیت مراتب وړاندې کوم او د لوی خدای (ج) څخه ده ته د فردوس جنت غواړم .
شاعر وایي :
چې پیدا شوې تا ژړل خلکو خندل
داسې مړ شه چې ته خاندې خلک ژاړي
په ډیر در نښت او ادبي مینه : انجنیرعبدالقادرمسعود