داود شاه اپریدی
د غازي عجب خان اپريدي او د هغه ورور غازي شهزاده خان اپريدي ګـډون يا اشتراک په حیث مښر
د جهي د [خپلواکي د جګړي د ټــــل د فتح په هکله کال ۱۹۱۹]
د مرحوم خداي بخلي صديق الله رشتين او محترم نيک محمد پکتاني له خوا [ مـــرکه ] د
غازي عجب خان اپريدي او دهغه د ورور غازي شهزاده خان اپريدي سره په کال 1334 ه ش په کابل
افغانستان کی .
د هغه قلمي نسخي ـ ليکل ښوي کتاب په استناد چی زه داود شاه اپريدی محترمو لوستونو ته يي
وړاندی کوم .
:د غازي عجب خان اپریدی لنډه پیږندنه
نوم : عجب خان اپریدی
د ورور نوم : شهزاده خان اپریدی
د پلار نوم : غازي غلام حیدر خان اپریدی
د نیکه نوم : غازي محمد عظیم خان اپریدی
---------
: د هستوګنی ځای
-------------------
د لوی افغانستان ـ د لویی تیرا ـ د بستی خیلو د کلی ـ د آدم خیلو آخر دره ده
په خټه ـ ټبر ـ قوم : اپــریدی . په اپریدو کی ـ آدم خیل ـ بیا بستی خیل - یونس خیل
-----------
هجرت : د بلخ ولایت ـ د مزاری شریف شار
---------
عجب خان اپریدی
د خپلو نورو جنګي عملياتو ترڅنګ د پيرنګيانو په خلاف ،د [ټــل ]د خپلواکی د جګړی
په هکله داسي وايي
=============
پـه ( 1919 م ) 1298 ه ښ کال کښي
د لوي افغانستان د لویی پکتیا د منګلو د قبیلی سيمي جـنوبي ته
زه عجب خان او ورور مي شهــزاده خان
د تجارتي مال د پلورلو د پاره تللي ؤ
یوه موده په مــنګلو کي پاتي ښؤو
پـه همدغه ښپو او ورځو کي د افغانستان
د خپلواکي غږ پورته ښؤ
د افغانستان زلميانو د هري خوا پـه عــزم او
فداکاري راپاڅيدل ملا ئي وټړلي او د ګــــران
وطن آزادولو ته ئي ځانونه چمتو کړل
اعليحضرت محمد نادر شاه له مرګز نه د پکتیا
پـه لوري په اعلا قومنداني مقرر ؤ خوست ته
. راغي
د منګلو او د ټولي قهرماني پکتیا قومونه په غــزا
کښي د شامليدو او د متجاوزو د ځواب ورکولو د
. پاره پــه خــوست کښي اعليحضرت ته ورتلل
مونږ هم چی د [ منګلو ورونو ] سره ښه بلد ؤ لـه
ځانه سره ئې خوست ته بوتلو
اعليحضرت د ( ټــــــل ) د ناڅاپی نيولو او د
تياري ښوي قوي د پاره د منګلو څخه ئي يـــو
زړه ور او سرتيره ځلمي وغوښت چی د دی
. چپوي قـــوي لارښودنه وکړي
منکلو د رهنمائي په هـکله د مونږ سره مذاکره وکړه
په آخر کښي زه عجب خان او ورور مي شهـــزاده يي له ﻻسه
ونيولواعليحضرت ته ئې معرفي کړو
او زمونږ يی دومره ستاينه ورتـه وکړه چی زه
د هغو شکران هیڅ کله نښم ادا کـــولی
. نو اعليحضرت د چپاوی قوی سرلشکر وټاکلو
مونږ هم له دی قوی سره د [ ټـــــل ] خواته د
ښپي حرکت وکړ
سحر د سپيده چاو په وخت مو د[ ټـــل] په شار
. موحمله وکړه
شار مو د انګريزانو څخه ونيوو
-----------
. په ټــــل کښي يوازي دوه مرکزه ؤ
يو د شار د ننه جنګي کــلا
او بل د شار د باندی ريل ستيشن ؤ
هغه مو محاصره کړل
----------
په د غه ورځ په لسو بجو اعليحضرت نادرشاه
. هم د خپل لوي لښکرسره [ ټـــل ] ته راورسيده
د شار په مرکز کښی د افغانستان بيرغ په رپيد و
. ښـــؤ
. او د لشکر سپينو خيمو د ټـل خاوره یی ونيوله
هـــر کله چه د مجاهيدونو لشکر د ټــــل کـلا وی
. محاصره کړی
دي دوؤ محاصره ښويو کلاوؤ د ښپی او ورځی
. له غازيانو سره ديړ سخت مقاومت وکړ
په جنګي کــلا کښی د انګريزانو په عسکرو کی
. اپريدي هم وؤ
. اعليحضرت ما له وويل چی
د جنګي کــلا محاصره ښوی عسکر ستا قومی دي
ته ﻻړ ښه هغوی ته ووايه چی ، دوی هـم
مسلمانان او پښتانه دي که دوی د مونړ لشکر ته
راځي عــلاوه پر کافی معاش او عزت د افغانستان
لشکر کښی به يو خاص امتياز هم ورکړم او که
وطن ته ځي سر اومال او وسله به يی په خاص
امان کی وي ، وسله دی وطن ته له ځانه سره
يوسی او د سفر خرڅ لپاره بـه يي هم څــه
. پيسی ورکړم
ما هم د جنګي کــلا قــــوماندان تـــــه مي ځان
. ورساوه او ځان مي ور معرفي کړ
وروسته لــه ډ يړی مذاکری نـه د جنګي کـلا
قومندان چه د ميجری رتبه ئې لرله او اپريدی ؤ
دا موافقه يی راسره وکړه چی کـلا به مونږ درته
تسليم کـړو مګر مونږ وطن تـه ـ تیرا ته د وسلی سره
. ورسوه
ما دا قوماندان له ځانه سره د اعليحضرت حضور
تـه راووست ، لــه ډ يړ نوازش څخه وروسته
. یی [ ١۳٠] طلا ئی هم ورکړی
او مونږ له ئی دا وظيفه راکړه چی خپل عزيزان
. مو له وسلي سره ، تيراه ته ورسؤو
. مونږ هم د ښپی له تياری څخه استفاده وکړه
پس له دري ښپو ورځو څخه چی د ښپی به مونږ
منزل کاوه او د ورځی به په غره کښی د مه کوله
بل آخره تيراه ته ورسيد و
بيا مونـږ له بری تـــيراه څخه د آدم خیلو آخر دری ته
خپل کلی و کور ته وﻻړو
کله چی مونږ خپل کور ته ورسيد لو هغه ؤ چی
زما ورور شهزاده خان په کواټ کي چی کوم
فو ځيان ؤ د هغوی سره يی په پټه تماس ونيول
او ورته يی ويلی ؤ چی مونږ په چونی حمله کؤو
هغوی ورسره منلی ؤ
او دا عهد يی ورسره کړی ؤ چی بــي جګړی به
کــــــلا تاسو ته تسليم کړو
بیا ما او ورور می د کوات په چونی
حمله وکړه ، او څلور ګوره مو هم مردار کړل
هغه وخت چی په [ ټـل ] کښي د اعليحضرت
. څخه رخصت کيدلو مونږ ته يی ويلی ؤ چی
هر کله چی تـــيرا ه ته ﻻړو قـــوم تشويق کړو چی
په جګړو او حملو پيل وکړي او دشمن ته خطرپيدا
. کړي
مونږ د غزا او جګړی ترتيبات نيول دا وخت
خبرراورسيد چی اعلحضرت له [ ټـــــــل ] څخه
. خوست ته ﻻړه
خــــو خوست ته د اعليحضرت تګ مــــونږ يی
مشوش کړو
. او داسی تصميم مو ونيوه چی خوست ته ﻻړښو
هغه ؤ چی دواړه خوست ته ﻻړو د اعليحضرت
: سره مو وليدل او هغه مونږ ته وفرمايل چی
انګريزانو د افعانستان خپلواکي ومنله اوس هم
. مذاکره دوام لری
مګر افغانستان نه يوازی خپل استقـلال غواړي
. بلکه د محکومو پښتنوﺁزادي هم غواړي
. تاسو خپلو مجاهدو او فداکاريو ته دوام ورکړی
زمونړدوهم ځل اقدامات به هم د انګريزانو په
. مقابل کي نږدی شروع ښي
او تاسو فورأ بيرته ﻻړ ښي ما محمود آخوندزاده
ته ډ يره وسله ، جبه خانه ، پيسی ، غله ، ليږلی ده
. چی غازيان تقويه او مرسته ورسره وکړي
. او ورپسي به زمونږ نوی مرستي هم ورورسيږي
مونــــږ د اعليحضت څخه رخصت واخيست
. د آدم خیلو آخر دري خپل کور ته ﻻړو
========
د ټـــــل فتح
اي د ټــــــل د فتــــــح قــهرمانــه
د شمن تـه تنــــــد ر د ﺁسمــــا نه
فخر د افغان غازي عجب خان ، شهراده خانه
وطن به هيره نه کړي ستاسو ميړانه
========
عجب خان چی ټـــل فتح کوي
د لويي امپراطوري مـلا ماته وي
داوده! پيرنګيان په ګونډو کوي
په ټـــول جهـــان يي شرموي
= = = == = == ==
د خپلواک لوی افغانستان په هیله
په دیری دره ناوی - د پښتونوالی په مینه
ستاسی ورور داود شاه اپریدی