بې له تمې ځان تېرېدنه

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د عبدالملک پرهیز ژباړه
یوې نرسې ، یو سړی چې پوځي جامې يې په ځان کې وې او په ښکاره ستړی او پرېشانه ښکارېده د یو بوډا ناروغ بسترې ته راوست او ويې ویل: ښاغلی ګري ستاسې زوی دلته دی! نرسه دې ته اړ شوه څو ځلې خپله خبره تکراره کړي څو ناروغ خپلې سترګې پرانیستلې.


بوډا په سختۍ سره خپلې سترګې پرانیستلې په داسې حال کې چې د زړه د حملې له کبله سخت کړېدلو پر هغه ځوان يې سترګې و لګېدلې چې د اکسجن د بالون تر څنګ ولاړ ؤ او خپل لاس يې د هغه په لور اوږد کړ او سرتېري د هغه غونجې لاس  چې د زړه د درېدو حمله يې حس کړې وه په لاس کې و نیو  او   د مینې تودښت  يې په کې احساس کړ. ..
نرسې ورته یوه  څوکۍ راوړله او ويې ویل :دلته د تخت (کټ) تر څنګ کینه . سرتېری تر سهاره د تخت تر خوا کیناست  او په داسې حال کې چې کمزورې رڼا خوره وه د بوډا لاس يې نیولی ؤ  د مينې او زغم کیسې يې ورته کولې . لږ وروسته نرسې ورته وړانديز وکړ څو لږ آرام وکړي . خو هغه ونه منله. دغه سرتېري د نرسانو تلو راتلو، د روغتون شپه نیو غږونو، او د نورو ناروغانو ځګېرویو او کړیکو او د اکسیجن د بالون غږونو ته هيڅ پاملرنه نه کوله او په ټوله موده کې يې په آرامۍ سره خبرې کولې. د مړینې په حال کې بوډا بې له دې چې څه و وايې ټوله شپه يې د سرتېري لاس ټینګ نیولی ؤ ... په پای کې بوډا مړ شو او سرتېري د هغه  مړ لاس خوشی کړ  او لاړ څو نرسې ته خبر ور کړي . په تمه و درېده څو هغه خپل کارونه پای ته ورسوي . کله چې نرسه راغله او و يې لیدل چې بوډا مړ شوی دی سرتېري ته يې ډاډینه او تسلیت ور کړ خو سرتېري د هغې خبرې غوڅې کړې او ويې ویل: نه هغه زما پلار نه دی ما تر اوسه هغه هيڅکله هم پخوا نه ؤ لیدلی !!!

نرسې وویل : نو ولې کله چې ما ته هغې ته نژدې بوتلې تا هيڅ هم و نه ویل ؟
سر تېري وویل: پوهېږم چې تېروتنه شوې  خو دغه بوډا خپل زوی ته اړتیا درلوده  او زوی يې دلته نه ؤ او کله چې ما ولیدل هغه دومره سخت ناروغه دی چې ان نه شي کولی پوه شي چې زه د هغه زوی نه یم او زما شتون ته زیاته اړتیا لري نو پریکړه مې وکړه چې تر خوا يې پاتې شم زه نن شپه راغلی وم ښاغلی ګري پیدا کړم . د هغه زوی په عراق کې وژل شوی او ماته دنده سپارل شوې وه څو دغه خبر هغه ته ورسوم.

 

 

یو بې وزلی چې پاچا شو
یو پاچا چې د مړ ینې په حال کې ؤ او د خپل تخت وارث  او ځای ناستی يې نه درلود وصیت و کړ: چې د ده د مړیڼې پر لومړني سهار  هر هغه څوک چې لومړی د ښار له دروازې را دننه شي د پاچاهۍ تاج د هغه پر سر کېږدۍ  او د هیواد ټول واکونه هغه ته وسپارئ.

د تصادف له مخې د هغې ورځې پر سبا هغه لومړی سړی چې ښار ته ننوت یو ګدا ؤ چې په ټول ژوند کې يې خیرات ټولوه او شلېدلي او پیوندي جامې يې پر ځان وې.
د دولت واکمنانو او مشرانو د پاچا وصیت پر ځای کړ او ټولې خزانې او زېرمتونونه يې هغه ته وسپارل او هغه يې د ذلت څخه د د واک او عزت پر تخت کینو لو. څه موده وروسته کله چې ګدا د هیواد پر چارو بوخت ؤ . ورو ورو د هیواد ځینو واک دارانو او مشرانو د هغه له امرونو په سرغړونه لاس پورې کړ او د ګاونډیو هیوادونو پاچا یانو له هرې خوا د هغه پر پاچاهئ بریدونه پیل کړل.  ګدا په مقاومت لاس پورې کړ خو څرنګه چې د دښمنانو شمېر زیات او غښتلي  ول ماتې يې وخوړله او د خپلې واکمنۍ ځنې سیمې او ښارونه يې له لاسه ورکړل. ددې له کبله ګدا ډېر ستومانه او زړه ماتی ؤ.
په دې وخت کې د هغه  د ګدايۍ د وخت یو ملګری چې  تل به په ګدايۍ کې ور سره ملګری ؤ دغه ښار ته راغی او کله چې يې د خپل ملګري دغه شان او دبدبه ولیدله ، لیدو ته يې ورغی او د درناوي او مبارکۍ وروسته يې سلام ورکړ او ويې ویل ای مهربان ملګریه دا د شکر ځای دی چې په اغزو کې دې ګل وغوړېده او له پښو دې اغزي وو تل . طالع دې و غوړېدې او تر دې کچې د رهبرې ویاړ او نېمکرغي دې په برخه شوه!  
پاچا شوی ګدا وویل : ای ګرانه ملګریه د مبارکۍ پر ځای  تسلیت  راته و وایه هغه وخت چې تا لیدلی وم د یوې ډوډۍ د پیداکولو اندېښنه مې درلوده او نن نړیواله اندېښنه لرم ! په دغه مقام او دریځ کې زما غم او غصه د هغه وخت په پرتله چې سره یو ځای وو او ګدايي به مو کوله سل ځله زیاته شوې ده !