عملیاتي سرټکي: (۲۱/ ۴/ ۱۳۹۳)
افغانستان: په ملکي مرګ ژوبله کې لړزوونکی زیاتوالی
په پکتیکا کې د جولای پر ۱۵مه زړه بوږنوونکې چاودنه، چې د ښځو او ماشومانو په ګډون يې یو شمیر خلک ووژل او یو شمیر نور یې ټپیان کړل، په افغانستان کې د ملکي تلفاتو د ډیریدنې یوه بله بیلګه ده.
انټوني دالزیل، د سویلي آسیا لپاره د آی سي آرسي د عملیاتو مشر وویل: ”دا هیڅ د منلو وړ نه ده، اندیښمنوونکي شمېر خلک د پکتیکا د چاودنې په څیر پیښو کې وژل یا ټپیان کیږي یا هم د افغان امنیتي ځواکونو او وسله والو مخالفینو تر منځ په جګړو کې ګیر پاتې کیږي. “
په یوه وروستي رپوټ کې، ملګرو ملتونو د تیر کال د همدې مودې په پرتله د جګړې له امله د ملکیانو د مرګ ژوبلې ۲۴٪ زیاتوالی تایید کړی دی.
د نړیوال بشرپال قانون پر بنسټ چې د جګړې قانون په نامه هم پیژندل کېږي، د ملکي وګړو پر ضد نیغ په نیغه بریدونه منع دي. دولتي او نا دولتي ځواکونه او نور ښکیل لوري مسوولیت لري چې یوازې پر پوځي موخو بریدونه وکړي او یوازې هغه کسان په نښه شي چې په جګړه کې مستقیمه برخه اخلي. کله چې جګړه پیښیږي یا هم روانه وي، ملکي وګړي باید له زیانه خوندي وي.
نړیوال بشرپال قانون همدارنګه وایي چې روغتیایي اسانتیاوې، کارکوونکي او د لیږد وسیلې چې روغتیایي موخو لپاره کارول کیږي باید خوندي وي او ټپیان او ناروغان باید تر شونې کچې او بې له ځنډه روغتیایي څارنې ته لاسرسی ولري.
د آی سي آر سي یوه بله دنده کورنيو ته د مړیو لېږد دی، ځکه چې کورنیو ته د هغو کسانو د مړیو ترلاسه کول ډېر مهم دي، چې په جګړه وژل شوي دي. په سنګین او شاوخوا سیمو کې د جګړې د ډیریدو پر مهال، دغې موسسې د دواړو لوريو او همدارنګه د ملکي وګړو د مړیو د لیږد آسانتیاوې برابرې کړي دي. همدارنګه دغې موسسې روغتیایي مرکزونو ته د ټپي سرتیرو، مخالفو جنګیالیو او ملکي وګړو لیږد د هغه ټکسي چلوونکو په مرسته سرته رسولی چې آی سي آرسي روزلي دي.
په لنډه توګه، د ۲۰۱۴ کال له اپرېل څخه تر جون پورې، آی سي آرسي:
• له ۲۲ توقیفځایونو څخه یې ۲۹ ځلې لیدنه کړې چې په دغه ځایونوکې ۱۸۲۰۰ تنه بندیان ساتل کیږي.
• د افغاني سرې میاشتې ټولنې په مرسته یې له ۱۲۰۰ څخه ډېر د سره صلیب پيغامونه (خپلوانو ته لنډ شخصي پیغامونه چې بې له دې لارې ناشوني دي) راټول کړي او کابو ۹۰۰ پيغامونه یې بندیانو او د هغوی کورنیو ته لېږلي دي.
• له میرویس او شبرغان روغتونونو سره پرلپسې مرسته کوي چې دغو روغتونونو کابو ۱۰۷۰۰ ناروغان په جراحۍ، داخلې، نسایي او ولادي څانګو کې منلي دي. ۶۱۲۰۰ سر تر پښو ناروغانو درملنه یې کړي او له ۳۳۴۰ ډیر جراحي عملیاتونه يې ترسره کړي.
• کابو ۶۴۰ وسله والو (د وسله والو مخالفینو په ګډون)، روغتيايي کارکوونکو، ټکسي چلوونکو- هغه چې د جګړې له لومړۍ لیکې څخه روغتيايي اسانتیاوو ته ټپيان لېږوي- ته د لومړنيو مرستو روزنې ورکړي دي. له ۳۸۰ څخه ډېرو نورو کسانو د لومړنيو مرستو په اړه د آی سي آر سي له روزل شويو ښوونکو څخه د لومړنیو مرستو زده کړه ترلاسه کړې ده.
• د افغانستان په مرکزي او سویلي سیموکې، آی سي آرسي ۸۷ مرستیال وترنرانو سره مرسته کړې، چې د څارويو له ۴۶۰۰۰۰ خاوندانو سره د څارويو د روغتیا ساتنې او د تولیداتو د ډیروالي په برخه کې مرسته کړې او هغوی ته یې د چينجیو ضد درمل ورکړي.
• په اوو توقیفځایونوکې یې د ۵۰۰۰ بندیانو لپاره د اوبو او روغتیا ساتنې شرایط برابر او ښه کړيدي.
• د افغاني سرې میاشتې له ۴۸ کلينيکونو سره پرلپسې مرسته کوي چې په ټولیزه توګه، دغو کلینیکونو ۱۷۲۶۰۰ ناروغانوته سلامشورې ورکړیدي او ۸۹۷۰۰ ماشومانوته یې د ماشومانو د ناروغیو او د پولیو واکسین کړیدی.
د توقیفځایونو لیدنه او د کورنیو تر منځ د اړیکو ټینګول
آی سي آرسي په افغانستان او د نړۍ په نورو هیوادونو کې د زندانیانو لیدنه کوي، چې د زندانونو وضعیت او هغوی سره د چال چلند ارزونه وکړي. د آی سي آرسي استازو په منظم ډول هغه زندانونه لیدلي، چې د افغان چارواکو، په ناټو کې شامل د غړیو هېوادونو د نړیوال امنیت او همکارۍ ځواکونو (ایساف) او د امریکايي ځواکونو لخوا اداره کېږي. آی سي آرسي همدارنګه د کورنیو له غړو سره چې د جګړې له امله جلا شوي مرسته کوي چې له یو بل سره اړیکه ټینګه کړي او د ورکو شویو خلکو په موندلو کې هم مرسته کوي.
د ۲۰۱۴ کال له اپريل څخه تر جون پورې، آی سي آرسي:
• له ۲۲ زندانونو څخه یې ۲۹ لیدنې ترسره کړي چې په دغو توقیفځایونوکې ۱۸۱۷۸ تنه بندیان ساتل کیدل؛
• ۲۱۲ تنه زندانيان یې په انفرادي توګه لیدلي چې د جګړې په تړاو نیول شوي وو چې له دغې ډلې څخه یې ۷۸ د لومړي ځل لپاره کتلي دي؛
• ۱۰ خوشې شویو زندانيانو سره یې مرسته کړې، چې خپلو کورونو ته ستانه شي.
• د افغانې سرې مياشتې ټولنې په همکارۍ یې د سره صليب ۱۲۰۰ پېغامونه راټول او ۸۹۹ يې ویشلي دي، چې ډیری یې د بندیانو او د هغوی د کورنیو ترمنځ وو.
• هغو کورنیو ته یې ۸۲۷ ټيليفوني آسانتیاوې برابرې کړي دي، چې خپلوان یې د پروان په زندان کې بندیان دي.
• د هغو بندیانو لپاره، چې د افغانانو تر ولکې لاندې د پروان په بندخونه کې دي له خپلې کورنۍ سره د ۶۳۰ مخامخ لیدنو اسانتیاوې برابرې کړي دي او آی سي آر سي دغو کورنیو ته د تګ راتګ اسانتیاوې هم برابروي.
• آی سي آرسي ۵۴ د نیول کیدو دوسیې لیدلي او د موندلو ۱۳ غوښتنې له آی سي آرسي شوي چې له دغې ډلې څخه ۵۱ موندلو دوسیې په بریالیتوب سره حل شویدي.
• خپلو خپلوانو ته یې د ۱۸۸ هغو مړیو د لیږد چارې برابرې کړي چې د جګړې په ډګر کې پاتې وو.
روغتیا
میرویس ۴۴۴ بستریز سیمه ییز روغتون په کندهار ولایت کې چې آی سي آرسي په مرسته د افغانستان په سهیل کې د څلورو ولایتونو د ناروغانو او ټپیانو درملنه کوي. آی سي آرسي دغه روغتون ته درمل، طبي سامانونه او نور مصرفي توکي چمتو کوي او همدارنګه تشخیصي او بیړني خدمتونه لکه نسایی او د ماشومانو د درملنې په برخه کې د عامې روغتیا وزارت د روغتوني خدمتونو د اساسي کڅوړې سره یوځای مرسته کوي. د شبرغان ۱۵۰ بستریز روغتون چې له آی سي آرسي څخه په دوامداره توګه مرسته لاس ته راوړي طبي توکي (درمل او مصرفي توکي)، ناروغتیایي توکي (قرطاسیه، د پاککارۍ توکي، د روغتون فورمې، د سون توکي، آکسیجن او نور توکي) لاس ته راوړي. برسیره پردې، آی سي آرسي د طبي توکو د ساتنې او جوړونې په برخه کې مرسته کوي او په هرو دریو میاشتو د لابراتوار د توکو ارزونه هم سرته رسوي. د افغانستان په ختیځ کې د روغتیا څارنې یوه مرکز ته هره میاشت د طبي او نورو توکو مرسته هم چمتو کوي.
د ۲۰۱۴ کال له اپريل څخه تر می پورې (د جون د میاشتې ارقام لا نه دي ترلاسه شوي)، آی سي آرسي:
• میرویس او شبرغان روغتونونو له ۱۰۶۹۸ څخه ډیر ناروغان په جراحۍ، داخلې، نسایي او ولادي څانګو منلي دي. ۶۱۲۱۳ سر تر پښو ناروغانو درملنه شوې او په دغو دوه روغتونونوکې ۳۳۴۰ عملیاتونه ترسره شوي دي.
• د بندیانو د روغتيايي حالت د ارزونې په موخه یې ۶۷ لیدنې له زندانونو څخه کړي.
• د افغاني سرې میاشتې ټولنې له ۴۸ کلینیکونو او په ټولنه کې میشت د لومړنیو مرستو خپلخوښو (د اولیه کمکونو رضاکارانو) سره یې د درملو، تخنیکي او مالي ملاتړ کړی.
• کابو ۶۴۰ وسله والو (د مخالفینو په ګډون)، روغتيايي کارکوونکو، ټکسي چلوونکو- هغه چې د جګړې له لومړۍ لیکې څخه ټپيان روغتيايي اسانتیاوو ته لېږدوي- د لومړنيو مرستو ښوونې ورکړيدي. له ۳۸۰ څخه ډېرو نورو کسانو د لومړنيو مرستو په اړه د آی سي آر سي له روزل شويو ښوونکو څخه زده کړه ترلاسه کړې ده.
• د افغانستان په ختيځ کې د کورنګل فرعي روغتيايي مرکز ته یې میاشتني روغتيايي او ناروغتيايي مرستې ورکړيدي.
• د عامې روغتیا وزارت له اړوند کلنيک سره، چې د کندهار ولايت د سرپوزې د زندان لپاره دی، پرلپسې مرسته کړې او همدا ډول مرسته د اپريل په میاشت کې د هرات ولايتي زندان سره هم پيل شوې ده.
ارټوپیډي او د فزیکي بیارغونې خدمتونه
آی سي آرسي په افغانستان کې د اوو ارټوپیډي مرکزونو چارې پر مخ وړي چې دغه مرکزونه غړو پرې شویو او نورو معلولیت لرونکو کسانو ته د بیارغونې خدمتونه وړاندې کوي. دغه مرکزونه معلولیت لرونکو کسانو سره د حرفوي زده کړو، کوچني پورونو او ماشومانو ته په کور کې دننه روزنې له لارې مرسته کوي، چې په ټولنه کې خپل ځای بیا لاس ته راوړي. د ملا د مهرې ناروغانو او د هغوی کورنیو ته کور دننه روغتیایي، اقتصادي او ټولنیزې مرستې چمتو کوي.
د ۲۰۱۴ کال له اپريل څخه تر جون پورې، آی سي آرسي:
• ۲۵۳۲ نوي ناروغان یې راجستر کړي، چې ۳۵۱ يې هغه کسان وو چې د بدن غړي یې له لاسه ورکړي وو.
• له ۲۹۰۹۲ ناروغانو سره یې په خپلو اوو ارتوپيديکي مرکزونو کې مرسته کړې ده.
• ۴۱۸۵ مصنوعي غړي او د خوځښتي وسیلې جوړ کړیدي.
• ۶۲۸۴۵ فزیوتراپیکي درملنې کړيدي.
• ۱۱۸ ناروغانو ته یې کوچني پورونه ورکړي، چې د دغو ورکړل شويو پورونو سره خپل کوچنی کار پیل کړي.
• د ۱۶۸ ناروغانو مسلکي روزنه یې برابره کړې چې لا هم روانه ده.
• په کور کې د پاملرنې د پروګرام له لارې یې ۱۶۲۱ لیدنې کړي، چې د ملا د مهرې ۱۵۴۷ ناروغانو سره یې مرسته کړې او د هغوی کورنۍ یې روزلي دي، چې له هغوی سره مرسته کوي.
د خوړو او نورو مرستو ویش
آی سي آرسي له افغاني سرې میاشتې ټولنې سره یوځای له هغو۳۶۰۰۰ کورنیو سره د خوراکي او ناخوراکي توکو بیړنۍ مرستې کړي چې د جګړې او طبیعي ناورینونو له امله بیځایه شوې وې چې د ژوندانه اړتیاوې پوره شي.
د ۲۰۱۴ کال له اپريل څخه تر جون پورې، آی سي آرسي:
• آی سي آرسي، د افغاني سرې میاشتې ټولنې او د سيمه ييزو ټولنو سره د نغدو پیسو په بدل کې د کار ۱۵ پروژې؛ لکه: د خړوبولو شبکې، استنادي دیوالونه او اوبه خورونه سر ته رسولي دي. نږدې ۵۷۰ تنو د اغیزمنو کورنیو غړو په دغو پروژو کې د کارکوونکو په توګه کار کاوه چې د کار په بدل کې یې نغدې پیسې یې ترلاسه کړي.
• د افغانستان په مرکزي او سویلي سیموکې، آی سي آرسي ۸۷ مرستیال وترنرانو سره مرسته کړې، چې د څارويو له ۴۶۰۰۰۰ خاوندانو سره د څارويو د روغتیا ساتنې او د تولیداتو د ډیروالي په برخه کې مرسته کړې او هغوی ته یې د چينجیو ضد درمل ورکړي.
• د ۵۱۰ څارويو لرونکو کسانو ته د څارویو د ساتنې ښوونه ورکړېده، چې د خپلو څارویو ښه ساتنه وکړي او د تولیداتو د ډېروالي په پایله کې یې ورځنی عاید ډېر شي. څارويو لرونکو بزګرانو ته داسې د مرستو کڅوړې ورکول شویدي چې د څارویو د خوړو او د لبنیاتو لوښو پکې شتون درلود.
د اوبو او روغتیا ساتنی خدمتونه
آی سي آر سي د افغانستان د اوبو له چارواکو سره په نږدې همکارۍ په ښاري او کلیوالي پروژو کار کوي او همدارنګه په زندانونو او دارالتادیبونو کې د روغتیا ساتنې پوهاوی لوړوي. د کندهار سيمه ييز مېرویس او ۱۵۰ بستریز شبرغان روغتونونو کې د رغونې کارونه دوام لري.
د ۲۰۱۴ کال له اپريل څخه تر جون پورې، آی سي آرسي:
• لاسي پمپونه یې لګولي دي او د هغې د ساتنې او څارنې په موخه یې خلکو ته روزنه ورکړې ده، چې پدې توګه ۸۴۰۰۰ تنه د پروان، بامیان، غزني، کاپیسا، خوست، پنجشیر، ننګرهار، هرات، بادغیس، فراه، کندز، بلخ او فاریاب ولايتونو په کليوالي سيمو کې پاکو اوبو ته لاسرسی پيدا کړی.
• په ټول هیواد کې د روغتیا ساتنې د کچې د لوړولو په موخه یې په زندانونوکې ۳۳۰۰۰ بندیانو او د هغوی ساتونکو ته معلوماتي ناستې برابرې کړي او ورته یې د روغتیا ساتنې توکي ویشلي دي.
• په ۷ محبسونو کې د ۵۰۰۰ بندیانو لپاره د روغتیايي وضعیت او اوبو رسولو له پراختیا سره مرسته کړې ده.
د نړیوال بشرپالونکي قانون د منلو پراختیا
ښکیلو لورو ته د ملکي وګړو د ملاتړ لپاره د هغوی د مکلفیتونو یادونه په نړیواله کچه د آی سي آرسي د هڅو یوه بنسټیزه برخه ده، چې د نړیوال بشرپالونکي قانون منلو ته لا پراختیا ورکړي. همدارنګه، آی سي آرسي په مدني ټولنو، دولتي ادارو، اکادمیکي کړیو او رسنیو کې د آی اچ ال په هکله پوهې ته پراختیا ورکوي.
د ۲۰۱۴ کال له اپريل څخه تر جون پورې، آی سي آرسي:
• د آی سي آرسي د کار او هوډ په هکله یې ۵۸۳۷ تنو ته معلوماتي غونډې برابرې کړي دي، چې د مدني ټولنو غړو، مشرانو، مذهبي مشرانو، د ولایتي شوراګانو غړو، سیاسي چارواکو، د نا دولتي موسسو کارکوونکو، د افغان ملي اردو او پولیسو غړو، ځایي پولیسو غړو، د ملي امنیت د ریاست غړو او وسله والو مخالفینو پکې ګډون درلود.
له افغاني سرې مياشتې ټولنې سره ګډ کار
آی سي آر سي له افغاني سرې مياشتې ټولنې سره تخنيکي او مالي مرسته کوي، چې یو لړ بشري خدمتونه او پروګرامونه په ټولنه کې پلي کړي.
د ۲۰۱۴ کال له اپريل څخه تر جون پورې، آی سي آرسي:
• د افغاني سرې میاشتې ټولنې له ۴۸ کلينيکونو سره مرسته کوي چې په ټولیزه توګه، دغو کلینیکونو له ۱۷۲۶۰۰ څخه ډېرو ناروغانوته سلامشورې ورکړیدي او له ۸۹۷۰۰ څخه ډېرو ماشومانوته یې د ماشومانو د ناروغیو او د پولیو واکسین کړیدی.
•
• د افغانستان په شمال ختیځ، ختیځ او لویدیځ کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې د ۷۰ کارکوونکو سیمې ته د لاسرسي په برخه کې د وړتیا لوړولو په موخه د “خوندي لاسرسی“ميتودولوژۍ په کارولو سره یې سيمه ييز ورکشاپونه برابر کړيدي.
• د سرې میاشتې د مرکزي او لويديځ سیمه ییز دفتر د ۲۰ نويو کارکوونکو لپاره د ادارې او مدیريت پنځه ورځنی روزنیز کورس ترسره شوی دی.
• په ژنیو کې په یوه ګردي میز کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې، نړیوال فدراسیون، افغاني سرې میاشتې ټولنې او د سره صلیب او سرې میاشتو نورو لېوالو ټولنو غړو برخه اخیستې وه. پدغه ګردي میز کې افغانستان کې د بشري اړتياوو، بشري فعالیتونو لپاره محدوده فضا او پېچلي امنیتي وضعیت چې اړمنو خلکو ته د غورځنګ د غړو فعالیتونه اغیزمنوي تر بحث لاندې نیول شوي وو.
• د عدلیې وزارت سره ناسته ترسره شوې، چې د سرې میاشتې او د نښان د کارونې اړوند مسودې د تصویب په اړه بحث پکې شوی.
د لا ډیرو معلوماتو لپاره له لاندې شمیرو سره اړیکه ونیسئ:
جسیکا باري، آی سی آرسی کابل، ټیلفون: ۰۰۹۳۷۰۷۷۴۰۵۲۶
رفیع الله ستانکزی، آی سي آرسي کابل، ټیليفون: ۰۰۹۳۷۸۸۳۰۸۹۰۸ یا ۰۰۹۳۷۹۴۶۱۸۹۰۸
انستیزیا اسیوک، آی سی آرسی ژنیو، ټیليفون: ۰۰۴۱۲۲۷۳۰۳۰۲۳ یا ۰۰۴۱۷۹۲۵۱۹۳۰۲
یا زموږ ویب پاڼه ووینئ: www.icrc.org
که د آی سي آرسي وروستۍ ویدیوګانې ليدل غواړﺉ یا یې ډانلوډ کړۍ دغه لینک وګورﺉ:www.icrcvideonewsroom.org
که غواړﺉ پوه شئ چې آی سي آرسي په روغتیایي کارکوونکو او ناروغانو باندې د بریدونو د ختمولو لپاره څه کوي دغه لینک وګورﺉ: www.healthcareindanger.org
له آی سي آرسي سره په لاندينيو ادرسونو یوځای شئ:
facebook.com/icrcfans یا twitter.com/icrc_english