محمدآصف خواتي
یوه ورځ زما یوه ځوان سوریايي عرب ملګري راته وویل چې یوه افغان ورته ویلي چې هغه عربو ته درناوی لري ځکه چې داسلام پیغمبرحضرت محمد(ص) عرب و۰ ما خپل عرب ملګري ته وویل چې هغه رښتیا درته ویلي دي۰ ډیری افغانان عربوته درناوی
لري اوپه افغانستان کې همدا عرب دي چې دحضرت ، پیر، سید اونوروپه نامه دخلکوددرناوي نه برخمن دي ۰ نوموړي عرب ته مې داهم وویل چې ته هم ځانته یوه شجره جوړه کړه چې دحضرت محمد(ص)یا دهغه دیارانواویا صحابه کرام د اولادې څخه یې۰ بیا افغانستان ته لاړشه اونیغ په نیغه ولسمشرحامدکرزي ته ورشه او ورته ووایه چې ته دپیغمبریا دبل کوم عرب اولاده یې اوغواړې په افغانستان کې ژوند وکړي ۰ بیله کومه شکه به کرزی تاته ښکلی کور ،ځمکه اوجایداد درکړي ، دخلکودهرډول مرستې اودرناوی نه به هم برخمن وې څرنګه چې پخوا تیروعربوداډول امتیازونه ترلاسه کړي دي۰ کله چې ته افغانستان ته ولاړې بیله دې چې کوم کاروکړې اوستړی ستومانه شي خلکوته تعویذونه ورکوه۰ خلک به تاته دخپلوناروغانو د درملنې اونوروهیلودسرته رسیدو په تمه دشکرانې په نامه پیسې ، سوغاتونه ، پسونه اووزې درکوي اوته به چړچې اومزې کوې۰ هو! دا زموږد هیواد عیني واقعیت دۍ چې د عربي نړۍ څخه راغلویا رالیږل شووعربو (حضرتانو ، پیرانو، سیدانواو۰۰۰) د تعویذو په ورکولو سره زموږدخلکودرملنه کړې!؟ اویایې نورې ستونزې ور حل کړې دي !؟ سربیره پردې د هیواددسیاسي بهیرونو، پیښو، بغاوتونواواوښتونولارښوونه کړې اود واکمنیوپه بدلولواوړنګولوکې یې ټاکونکی رول لوبولی دۍ۰ هو! زموږنیکونوبیله دې چې ددې نه رابلل شوو عربومیلمنو اصلي څیرې اونسب وپیژني اود راتلوپه موخویې پوه شي دهغوی درناوی یې کړی ،په هغوی یې بشپړ باورکړی ، دهغوی هرامراونهي یې منلې ، دواکمنیواودمترقي خوځښتونوپه وړاندې یې دهغوی د ارادې او دجهادفتواووته غاړه ایښې ده اوحتی دخپل ځان ، خپلې کورنی اوهیواد دبرخلیک دټاکلوواک یې هم ورکړی دۍ۰ له بده مرغه زموږتاریخ پوهانودخپلې سپیڅلې اسلامي عقیدې پربنسټ د اسلام ستر پیغمبر اوصحابه کرام اولادې ته د درناوي او اخلاص له امله ددې حضرتانو ، پیرانو او سیدانوپه اړه څیړنې نه دي کړي چې دوی څوک دي ، دڅه لپاره اوولې افغانستان ته راغلي دي۰ دې تاریخپوهانو حق هم درلود چې پدې اړه څیړنې ونکړي اویا هغوی چې پدې اړه څیړنې کړې دي لدې کبله یې هغه دتاریخ حافظې ته نه دي سپارلې چې په هغوی دکافر، ملحد او کمونست ټاپې ونه وهل شي ،یا د زندانونو داوسپنیزو میلوشاه ته ونه درول شي اویا داچې ددې حضرتانو، سیدانواوپیرانودجذباتي او احساساتي سرسپارلیومریدانو او پلویانولخوا ستونزې ورته جوړې نشي اویایې ژوندته ګواښ پیښ نشي۰ هیره نشي چې داد درناوی وړعرب هغه مهال په افغانستان کې را پیداشول کله چې انګریزي ښکیلاکګرهندوستان ته راورسیدل اوهغه یې ترخپلې ولکې لاندې راووست۰ څرګندساری یې افغانانو ته پیژندل شوې د مجددي اوګیلاني کورنی دي۰ویل کیږي چې « دهندپه ملي آرشیف کې دانګلیس داستخباراتي سرویس داسې اسنادشتون لري چې دانګلیس دپټوخدمتونوسره دمجددي دکورنۍ دمختلفوپوړواړیکې ښيي ،۰۰۰ دسیداحمدګیلاني پلارپه فعالانه ډول دانګریزانو د استخباراتو سره همکاري کوله ، ۰۰۰ دنوموړي مور(مارته ریختر ) دجرمني لوړپوړي پولیس لوروه۰» (۱) دپورتني اقتباس سموالی داماني نهضت خلاف دمجددي دکورنۍ دمخورو بربنډمخالفت اودحبیب الله کلکاني واک ته رسونه څرګندثبوت دۍ چې په هغوکې دانګریزانوپه لاس لرلوکې هیڅ شک نشته۰ زموږپه زمانه کې دافغانانولخوا دعربو سره خواخوږي اوهغوی ته د درناوي څرګنده بیلګه اسامه بن لادن دۍ۰ اسامه دتیرې پیړۍ په وروستۍ لسیزه کې سعودي چارواکودعربستان څخه وشړلو او سودان ته ولاړ۰خوامریکایانوپه سوداني حکومت فشار راووړچې اسامه له خپل هیواد څخه وشړي دا مهال دي چې برهان الدین رباني اسامه ، دهغې کورنۍ اوملګروته افغاني پاسپورتونه برابروي ، سودان ته دآریانا افغان هوایي شرکت الوتکه استوي اوهغوی په ډیردرناوي سره افغانستان ته رالیږدوي ، هغوی ته افغاني تذکرې ورکوي اوزموږپه هیوادکې ژوند اختیاروي ۰کله چې په ۲۰۰۱ کال کې دنیویارک په نړیوال سوداګریزمرکز اوپنتاګون د ترهګریزو بریدونوپړه پراسامه واچول شوه اوامریکایانو دملا محمدعمرڅخه وغوښتل چې اسامه امریکې ته وسپاري طالبانو دې غوښتنې ته منفي ځواب ورکړ۰ امریکایي چارواکو پدې پلمه چې طالبانواسامه ته پناه ورکړې ده پرافغانستان تیری وکړ اوهغه یې اشغال کړ۰ داسې بریښي که طالبانواسامه امریکایانو ته سپارلی هم وی امریکایي اشغالګرولا د مخه دافغانستان داشغال پلان جوړکړی واوهغه یې نیولو ، خودطالبانوله لوري امریکایانوته داسامه نه سپارل ددې لامل شول چې امریکاپه افغانستان کې د ترهګرۍ په وړاندې دمبارزې په نامه بشپړنړیوال ملاتړترلاسه کړي۰ دملا عمرله لوري دعرب اسامه سره خواخوږي اوددرانه میلمه په توګه دهغه او نورو عربو کوربه توب اودنړی زبرځواک ته دهغه دنه سپارلوپایله داشوه چې امریکایان افغانستان اشغال کړي۰ انګریزانوچې زموږولس ښه څیړلی اوپیژندلی وچې عربوته بشپړاخلاص اودرناوی لري خپل عربي جاسوسان یې دځانګړو ماموریتونو دسرته رسولو لپاره دپیر، حضرت، سید اومیر په نامه افغانستان ته راولیږل اودهیوادپه ګوټ ګوټ کې یې میشت کړل اودهغوی پرمټ یې خپل افغاني ضدموخې پلې کړې۰ اکثروافغان واکمنو دانګریزانوپه شان ددې حضرتانواوپیرانو نه اوهمدارازدعربوسره دافغانانود خواخوږۍ دلرلو څخه ګټه پورته کړې ده اولایې پورته کوي۰ څرګنده بیلګه یې دهیواددنني واکمن ښاغلي حامدکرزي له لوري فلسطینیانو ته د نیم میلیونو ډالرو مرسته ده۰دیادولووړده چې داسرائیلي صهیونستانود جنایتونواووحشتونو په وړاندې دمظلومو فلسطینیانو سره خواخوږي او مرسته نه یوازې داسلامي نړی بلکې دبشري ټولنې انساني مسئولیت دۍ۰ خو اصلي خبره داده چې د افغانستان هر کلی اوهرښار، دفلسطین غزه ده چې په پرله پسې توګه هلته وحشتناک جنایتونه اوخونړۍ پیښې دوام لري اود افغانانوسرونه ترې اخلي۰ پدې وروستیوکې په هلمند اوارګون کې خونړۍ پیښې یې څرګندې بیلګې دي۰ همدا اوس اوس په ارګون کې چې لسګونه کورنۍ دخپلوعزیزانود ویرپه ټغر ناستې دي ، دمیړنیوارګونوالوهټۍ اوکورونه وران شوي دي۰ واکمنۍ ته پکاروه چې د فلسطینیانو پرځای ماتم ځپلو ارګونوالوته دا نیم میلیونه ډالراستول شوې وای او په هیواد کې ملي ویر اعلان کړی وای۰ ولسمشرته دیوه افغان اومسلمان په توګه پکاروه چې ارګون ته یې طبي عصري تجهیزات اودرمل اوهمدارنګه طبي پرسونل استولي وای چې په ارګون کې یې جدي کمبودمحسوس دۍ ۰ په ارګون کې دعصري طبي تجهیزاتو، درملو اوطبي پرسونل دنشتون له امله دپیښې دټپیانو ژوند دګواښ سره مخ دۍ۰ واکمنۍ ته پکاردي چې دپوځي ملحوظاتو له پلوه د ارګون په څیردهیواد ځانګړي ستراتژیک هدفونه اوسیمې دپوځي، کشفي اوڅارګریزوځواکونواوظرفیتونوله امله پیاوړي کړي۰ واکمنۍ ته پکارده چې دارګون اوهلمندپه څیردغملړلیوپیښودمخنیوي لپاره اوپه هیوادکې دتلپاتې سولې اوټیکاو دراوستلواوتینګښت لپاره عملي ګامونه چې دوسله والو مخالفینوسره دسولې خبرې دي پیل کړي۰کله چې دواکمنۍ څخه غوښتل کیږي چې بایدڅه وکړي داهغه غوښتنې دي چې پرنسیبآ دیوه خپلواک، ژمن، خادم اودولس په وړاندې د مسئولیت پروره حکومت څخه یې هیله کیږي چې له بده مرغه ننی افغان حکومت ددې ځانګړتیاوو څخه بې برخې دۍ۰ دننی واکمنی له لوري فلسطینیانوته دنیم میلیونو ډالرومرسته دعربوسره د افغانانودخواخوږۍ اودرناوۍ واکمنې روحیې ته اړین ځواب دۍ ترڅو خلکوته وښودل شي چې ننۍ واکمني اوشخصآ ولسمشر دیوه مسلمان په توګه عربو ته درناوی لري اودادرناوی پدې مرستې سره نندارې ته ایږدي ۰
پای
۱-دافغان غمیزه اومیړانه،الکساندرلیاخفسکی، روسي ژبه، مسکو، کال ۱۹۹۵ ، مخونه ۱۱۲- ۱۱۳ ۰