له ډنمارک څخه یاددښت

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ګرانو هېوادوالو ! دا ځل چې په پکتیکا کې  زموږ  ډېر شمېر ګران او بې ګناه هېوادوال  په وینو ولړل شول او  دهېڅ جرم په ګناه شهیدان شول ، فکر کوم  د نړۍ په دې ګوټ کې ترټولو ستر انساني ناورین دی  چې عاملین  یې هماغه د سیمې د نا آرامه ساتلو  ښکېلاکګر  ځواکونه دي .پاکستان د افغانستان د تباهۍ لپاره دوی جوړ

کړی او ایران ته  یې ورته دندې ورسپارلي چې زموږ سوله خوښوونکې سیمه او جګړه ځپلي خلک  د اور په لوبه او د نفتو د ستراتیژۍ په جنګ کې د دایم لپاره  ښکېل وساتي .مبارکه روژه ده ، د مغفرت میاشت ،  له خپل خدای سره د مینې د څرګندولو ښه موقع ، خو له بده مرغه تور شیطان د یو مسلمان په لاس  بل مسلمان په همدغه مبارکه میاشت کې وژني او لکه د فلسطین  وریت شوي خلک  کوم پوښتونکی او د چا خبره باستخواست ګر نه لري .ستره ګیله ده  له هغو افغاني سیاسي ، ملي ، جهادي ، انقلابي ، مترقي او دموکراتو  ځواکونو او شخصیتونو چې لا اقل یوه سراسري او ملیوني مظاهره یې په کابل او  یا د ملګرو ملتو د دفتر مخې ته را ونه وېستله .دا افغان وژنه به په همدې سیمو کې تر هغو روانه وي چې دا ملت خپلواکه نه وي ، ځانته خپله یو ملي ، مرکزي او پیاوړی دولت و نه لري ، د دې ملت دوست او دښمن مالوم نه وي .ترڅو چې په افغانستان کې د شر او فساد جرړې و نه ویستل شي ، ترڅو چې  خپله افغان د خپل واک څښتن نه وي  او واک د پیسه دوستانو ، رشوت خورو ، مفسدینو ، او مسلمانما درواغجنو او ګډوله  سړي وژونکو او د هغو  د تنظیمونو په لاس کې وي ، د ښې ورځې تمه نشته .پر ټول رښتیني افغان اولس غږ کوم چې خپل مخکښ دموکرات او ملي ځواک جوړ او  نور نو د افغانانو د ډله ایزو وژنو مخه ونیسي . و من الله توفیق