دملی یوالی حکومت که ایتلاف

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

عزیزالله خقپال

د افغانستان د جمهوری ریاست دوهم پړاو ټاکنی د جوزا په24 نیټه د خلکو په بیساری ګډون کولو سره پای ته
ورسیدې . د افغانستان غریب اولس د هر ډول ستونزو په ګاللو خپل دین ددی ملی پروسی د بریالیتوب لپاره


ادا کړ .او د خپلی روشانه راتلونکی پمنظور یی یوی منل شوی برنامی او یو وړ شخص ته د راتلونکی ولسمشر
په توګه رایه ورکړه .
ټول ټاکنی ترسره شوی او دختمیدو سره سم د همپالني او تحول دتیمونو د مشرانو لخوا ، اورپای تولنی
د څارونکو لخوا ، د یوناما د استازو لخوا د ناتو او امریکا د مشرانو لخوا تر دوهم دور رڼی پاکی او
د خلکو ګدون پراخ وبلل . خو په ډیر تاسُف سره د 24 ساعتونو په تیریدو د یو تیم لخوا ټاکنی نیګړی
او له درغلیو ډکی اعلان کړی. د همپالنی تیم د رنګارنګ وړاندیزونوپه وړاندی کولو سره او په خپلو
وړاندیزونو کی د تغیر راوستلو سره د ټاکنو نتیجی بی اعتباری خواته رهنمایی کړی او بلاخره د ټاکنو
د نتیجو د اعلان سره سم نه تنها د ټاکنو پیلي نه منل اعلان کړل، بلکه د ټاکنو د کمسیون او د شکایتونو
د کمسیونو هر ډول پریکړی یی بی اعتبار وبللی .د حقوقی نهادونو نه منل د ریس جمهور عکس څیری کول
ټول د بحران د ایجاد په خاطر عملونه وه چی د افغانستان هیواد یی د بحران په لور بیولو ته هڅول او خلک
یی د بحران په اجادولو تهدید ول . د ټول ټاکنو نتیجی د یو بن بست سره مخامخ شوی .
په لنډ ډول باید ووایم چی لومړې د یوناما څخه غوشتنه او ورسته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جانکیړی
په دعوت کولو سره د ټاکنو حل د افغانی لاری څخه ووت . د جولای په 11 د امریکا د بهرنیو چارو
وزیر جانکیړی د ملل متحد د سرمنشی استازی یان کبیش د تحول د تیم مشر اشرف غنی او د همپالنې د تیم
د مشرعبدالله عبدالله تر منځ له دوه ورځو بحثونو ورسته په دوو اساسي نقطو پریکړه وشوه . چی اوس ورڅخه
رنګا رنګ تعبیرونه کیږی خلک یی په تشویش کی اچولی او هر کار پوه چی تیلویزیونی بحثونو ته راځی خپل تعبیر
وړاندی کوی . هغه دوه اساسی ټکی چی ور باندی هوکړه شوی :
لومړی : ټولی رایی سل په سلو کی تفتیش او شمیرلی کیږی .
دوهم د رایه شمرنی نتجه دواړه نوماندان منی وړونکی کس جمهور ریس په توګه د ملی وحدت یو حکومت جوړوی
لومړی : ټولی رایی سل په سلو کی تفتیش او شمیرلی کیږی : جان کیری د خبری کنفرانس په شروع کی وایی :
«ارزشتونه او اصول باید مراعات شی »،د خلکو رایه په نظر کی ونیسو ،ټول موجود تورونه (اتهامات) د قانون
په مطابقت کی وڅیړل شی. »کله چی دقانون مطابق او اصولو خبره ویل کیږی شکاره خبره داده چی رایه
د ټاکنود کمسیون لخوا تفتیش او شمیرلی کیږی، او خپله د شکایتونو د څیړنی مرحله لری. نیړی زیاته وی

« دا تفتیش د دواړو نوماندانو او یوناما د څارګرو تر څار لاندی سرته
رسیږی .» کله چی دا جمله د څار وایی ټولو ته د فهم او پوهیدو وړ ده چی څارګر د څار په موقیف کی دی
عملی اجراءت د کمسیون لخوا عملی کیږی هیڅ د ابهام او ګنګ حالت څه شی نه تر سترګو کیږي .
دوهمه خبره د ملی وحدت یو حکومت جوړول دی : جان کیړی په مطبوعاتی کنفرانس کی وایی
«دواړو نوماندانو ملی وحدت باندی ټینګار کړی نو وړونکی کس ریس جمهور دی او د ملی وحدت حکومت به
جوړوی »عبدالله وایی «زه د وطن ملی یوالی اوګټو ته متعهد یم » او اشرف غنی وایی «د هری رایه له
څیړنی وروسته وړونکی ولس مشر بل یی د ورور په حیث منی او ورسته د ملی وحدت حکومت په ګډه جوړوه
. سیاست دوکانداری نده چی د یوی ورځی لپاره وی »او د خپلو خبرو په اخیر کی د ملی وحدت په ضرورت ،
د ملی وحدت د حکومت په جوړولو خاص ټینګار کوی .
دلته لازیم بولم چی د ملی مشارکت ملی یوالی او اعتلافی حکومتونو فرق وشی
اعتلاف اصلأ د مختلیفو حزبونو تر منځ د یو واحد او یا څو مشخصو هدفونو د لاسته راوړلو او یا کار کولو
لپاره تامینیږی . هر کله چی هدف لاسته راشی ، او مشخص تعهد شوی کارونه سرته ورسیږی اعتلاف
هم ختمیږی. معمولأ اعتلافونه د ټاکنو د شروع کیدو څخه مخکی صورت نیسی . خو کله چی هیڅ کوم
حزب لازیم اکثریت لاسته را نه وړی ډ ټاکنو ورسته هم اعتلاف د اکثریت د لاسته راوړلو لپاره کیدونکی دی
ترڅو د اعتلافی حکومت د جوړولو جوګه شی .
په اعتلافی حکومتونو کی د قدرت تقسیم د فیصدی په لحاظ تعین کیږی او هر حزب خپل کاری کادرونه
د خپل سهم په اندازه معرفی کوی .او دا سهمیه په هغه حزب پوری اړه لری چی د اعتلاف عضوه دی .

ولی د ملی یوالې حکومت په دو حالتونو کی مطرح کیدای شی :
ــــ هغو هیوادونو کی چی د ملیتی جنګونو څخه نوی راوتلي وي د سهمیه له مخی
جوړیږی .د جنګی خواو څخه د یو تفاهم له مخی معین تعداد کسان د حکومت غړی کیدای شی تر څو یی هیواد کی
د امنیت په راوستلو سره د ملی دولت د جوړیدل ممکن شی مثلأ د بن د مذاکراتو او توافقاتو په نتجه کی
د افغانستان لپاره موقته دولت جوړونه د ملی یوالی او ملی مشارکت د فرمول له مخی منځ ته راغلې وه ‎
پدا سی دولتونو کی اصل لیاقت او شایشته ګی مطرح نه دی بلکه هغه څه ډیر ارزښت لری چی د صلحی
ټینګښت تضمینولي شي .

ــــ هغه دولت چی د ټولټاکنو په پایلو کی د رایو په اکثریت سره منخ ته راخی ، صلاحیت لری او اختیار لری چی ـ
دقدرت د انحصار څخه د هیواد د ملی ګټو د تامین پمنظور منصرف شی ، د هیواد د مختلیفو قشرونو او مختلیفو
میلیتونو څخه وړ ، مستعد، ، متعهد او
متخصیص کادرونه خپل حکومت کی جذب کړی . د ملی یوالی حکومت د خپلو برنامو د موثر تطبیق لپاره جوړوی
دا ډول د ملی یوالی حکومت د هیواد د مختلیفو میلیتونو او قومونو په مشارکت او ګډون سره جوړیږی .
د میلیتونو د شراکت معینه فیصدی حتمی شرط ندی او پدا
ډول دولتونو کی د مشارکت لپاره کادرونه د بل کس په فرمایش سره نه انتخابږی بلکه د تخصص او
تعهد صداقت او علمیت او کاری وړتیا له مخی ټاکل کیږی خو حتمی ده چه د ملی یوالی دحکومت په ترکیب کی
د هیواد ټول میلیتونه خپل ځان وګوری او د دولت پرمختیایی پروګرامونه د ټولومیلیتونو د پرمختګ
لپاره يو شان مخته یوړل شي .
.څرنګه چی موږ یو ځل د انتقال او موقت حکومت دوره پوره یوه لسیزه مخکی تیره کړی او اوس هغې مرحلی
ته رسیدلی یو چی
د دموکراسی د اصولو په مراعات کولو سره نوی ولسمشر د اساسی قانون او نورو نافده قوانینو په رڼا کی وټاکو.
ولسمشر داساسی قانون له مخی د رایو په مستقیمه پایلو کی ټاکل کیږی . .او د افغانستان د دوهم دور د مخکښو نوماندانو تر
منځ همدا وروستې ډول د ملی یوالی حکومت جوړونه مطرح دی، کوم چی اشرف غنی ورباندی بار بار تاکید
کړی .عبدالله عبدالله او جانکیړی هم په مطبوعاتی کنفرانس کی یادونه کړی ده .او دا ډول د ملی وحدت تمثیلونکی
حکومت په هیڅ ټوګه اعتلافی حکومت ندی .بلکه د منتخب ولسمشر په خوشه د ملی وړ کسانو په ترکیب داسی دولت او حکومت جوړیږی چی زموږ د هیواد ټول میشت میلیتونه خپل ځان هلته وګوری.البته د وړ کسانو په انتخاب کی د هیواد د مطرح ملی شخصیتونو سره سلا او مشوره کوی چی دا سلا او مشوره کوم اجباری او الزامی صبغه نلری بلکه د مشوری په حد کی پاته کیږی.
او بلاخره په لنډه توګه نتجه اخستلای شو چي:

هر کوم یو نوماند چه د خلکو په راییه بریالې راوځی د خلکو د د یوالی او یو واحد ملت جوړونی په منظور پخوانی زخمونو باند مالګی نه پاشی بلکه ملهم کاروی.
خلکو دملت جوړونی او خپلو زخمو ته د ملهمو د ایشودلو پخاطر راییه ورکړی نه د زخم منځ راوړلو او ملت پاشولو په منظور . د تاکنو بریالی کس د حذف او انحصار سیاست په ردولو سره دهغه ناکام نوماند د تیم وړ کسان او پیروان و خپلی همکاری ته راوبولی تر څو په ګډه د وطن په ابادی او شیرازی کی سره برخه واخلی دا تجربو ثابته کړی چه دا ویجاړ شوی وطن د یو تیم او یو حزب او یا دیو قوم په کار او پیکار نه ابادیږی او له بلیخوا دا هیواد نور د بیځایه اییتلاقو او باج اخستنی قربانی هم نشی بلکه د شه استعدادلرونکو او پاکو افغانانو په ګډه همکاری، لاس او اوږه ورکولو سره د ت
رقی او پشرفت اوږده لاره وهلی پای عریرالله حقپال