لنډه کیسه مجبوریتونه

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

 د یوسف هېواددوست لیکنه
په منډه  منډه یې ځان خپل کوچني ورور ته ، ورورساوو او لکه چې غواړي کوم څه  له نورو پټ وساتي ، د ټیلفون  غوږی یې بسم الله ته ورکړ او خپله لږ لرې شو او غوښتل یې شا او خوا کسانو ته وښيي چې دی له بسم الله سره نه پېژني .بسم الله د جاوید کوچنی ورور دی .دواړه دا ډېره موده کیږي چې دلته د مهاجرو په

کمپ کې اوسیږي .جاوید غلی دی ، چا سره خبرې نه کوي ، له نورو بېل ګرځي او هر  چېرې چې وي ، د نورو کسانو پام  ځانته را اړوي ، ځکه شا اوخوا ډېر  ګوري  لکه چې له چا او یا کوم څه شي ویریږي .جاوید د څوارلسو کالو دی  او بسم الله  ورور یې د نهو کالو په شا او خوا کې عمر لري .دوي دلته اروپا کې دغه هېواد ته  راکډه شوي  او په دې لسو  میاشتو کې یې لا د کار  پایله نده  څرګنده چې و به منل شي او کنه ؟ بسم الله چې ما به ورته بسم الله جان ویل  او جاوید  چې ما به ورته وراره ویل ، کله چې په ټیلفون کې خبرې کوي ، نو لومړی شا او خوا ښه ګوري چې څوک ورته متوجه دي او کنه ؟ بیا نو چې ښه ډاډمن شي ، خپلې خبرې راپیل کړي .
نن چې جاوید  خپل ورور ته ټیلفون ورکړ نو پام یې نه و چې زه د پرانیستې کړکۍ ها خوا ته په بل دفتر  کې ناست یم ، بس شېبه لا تېره نه وه چې  ماشوم بسم الله جان  په ژړا شو : (( مورجانې ...ما له دې ځایه وباسۍ ...دلته مې لا لا سره هم نشم لیدلای ، ځکه دلته موږ ورونه  نه یو ...د هيڅ چا په خبره نه پوهیږم ، کړې ـ پړې کوي ، خدازده چې په کومه ژبه څه وایي ؟ نن مې بیا لالا  په غلا زموږ کمپ ته راغلی ، موږ یو بل نه ډېر لرې اوسیږو ...مور جانې ولې دې موږ دلته راولېږلو ؟تا خو ویلې چې هلته به ژر قبول شئ او بیا به موږ ته هم پیسې رالېږئ !؟دلته خو موږ غوندې ډېر هلکان او نجونې کلونه کلونه پراته دي  او ځوریږي ...)) . په همدې وخت کې جاوید په داسې حال کې چې وارخطا مالومیده  ورمنډه کړه او د ټیلفون  غوږی یې له بسم الله نه چور کړ اوهلته وړاندې  دیوال ته یې ډډه ولګوله   په وارخطایۍ یې وویل : (( مور جانې دا بسم الله لیونی دی لیونی ، هېڅ خبره نه ده ، دی هم ښه دی ، زه هم ښه یم په فضل د خدای هر څه رارسیږي ...ته فکر مه کوه ، که پلار جان مې په کلي د یرغل په ډزو کې شهید شو ، زه خو یم ...هو خپګان خو شته ، دا پردی ملک دی ، رښتیا که ووایم زه هم خپه شوی یم  دلته چندان د باندې نه وځو ...دوي ما ښوونځي ته لېږي ، خو زه نه ځم ...هر وخت مې سر خوږیږي ، خو پام کوه چې غم و نه کړې  ... شریف لالا مې څنګه دی ؟ ...ښه ښه ، نو زما سلامونه هم  ورته کوه ...څه شی؟... نه پوهیږم چې کله به قبلیږو ؟ مور جانې ښه کار و نه شو چې راغلو ، هماغه سور اور ښه و نه دا چې دلته ګونګیانو غوندي ژوند وکړو ، دا بسم الله ډېر په عذاب کړی یم ...ما ورته ویلي چې موږ مور او پلار نه لرو ...دوي زموږ خبره نه مني ، دا شین سترګي  زموږ په حال څه پوهیږي ...)) . دوي په همدې خبرو کې و ، چې یو ناڅاپه  بسم الله راولوېد ، لاسونه او پښې یې غورځولې ، له خولې یې  قفونه راغلل ، هلک رپېده ...داسې رپېده لکه د  ولې پاڼه ...جاوید ژر تیلفون جیب ته کړ او منډه یې کړه د موټرو د تم ځای خوا ته ،ځکه نه یې غوښتل څوک یې دلته وګوري . ما چې دا ټول حال  ولید،  نو خدای شته  ما او په کمپ کې د سره صلیب  زما بل همکار ملګري منډه کړه او بسم الله جان مو له ځمکې راپورته کړ ...په کمپ کې کلینک هم نه و ، حیران شو څه وکړو ...په ځغاسته مو د کمپ هغه دهلیز ته راوړ چې هلته د مهاجرو لپاره یو درې ټولګیزه  ښوونځي دی او زه هم هلته ښوونکی یم .زما ها بل همکار  په منډه  امبلانس ته تیلفون وکړ او لږه شېبه وروسته امبلانس راورسېد . چې امبلانس لاړ نو زما دا همکار را ته وویل : (( څه ضرور چې دا ستاسو خلک ، دا  ماشومان  یوازې دلته رالیږي ؟...)) ما غوښتل ورته ووایم چې  : خو تاسې هلته ورغلي یاست ، بیا مې وویل نه نو په زړه نازړه لهجه مې ورته وویل :(( د افغانستان د خلکو له مجبوریتونو  یو خدای خبر دی او بس ...)) . پای