د انجیلۍ وفا

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

درې لنډې کېسې

د عبدالملک پرهیز ژباړه
د واده په لومړي سهار ، یوې ښځې او مېړه سره ژمنه وکړه چې هيڅ چا ته به ور نه خلاصوي، لومړی د هلک مور او پلار راغلل. ښځې او مېړه یو بل ته وکتل ، خو څرنګه چې د مخه يې سره

ژمنه کړې وه ، نو هيڅ یو هم ور خلاص نه کړ، یو ساعت وروسته د انجیلۍ مور او پلار راغلل. هلک او انجیلۍ یو بل ته وکتل . د ښځې په سترګو کې اوښکې را ټولې شوې او ځان يې نیولی و نه شو او ويې ويل : نه شم کولی و وینم چې پلار او مور مې د ور شاته ولاړ وي او زه ورته ور خلاص نه کړم. مېړه هيڅ و نه ویل او ښځې ور خلاص کړ، مېړه دا خبره په یاد  وساتله.
ډېر کالونه تېر شول خدای دوی ته څلور زامن ورکړل او ورستې یانې پنځمه يې لور وه. د دې اولاد په زېږندو سره پلار زیاته خوښي وکړه ، څو پسونه يې حلال کړل او لویه مېلمستیا يې جوړه کړه. خلکو په حیرانتیا ترې پوښتنه وکړه : د دې زیاتې خوښۍ او مېلمستیا دلیل څه دی؟
سړي په سادګۍ ځواب ور کړ : دا هغه څوک ده چې زما پر مخ ور پرانیزي!

د یو سپي وفا ( په جاپان کې د وفاداري په اړوند کېسه ده )
کله چې زموږ د کېسې سپی چې (هاچیکو نومېږي) دوه میاشتې دمخه د اور ګاډي په وسیله توکیو ته واستول شو او کله چې د اورګاډي اډې ته ورسېده ، د سپې قفس لاندې ولوید او کومه پته چې پر قفس لیکل شوې وه  چې هاچیکو هلته وړل شوی وای ،ورکه شوې وه.
هاچیکو له فقسه ووت او په اډه کې یوازې دېخوا او ها خوا تلو را تله . په دې وخت کې یو لاروي هاچیکو  پېدا کړ او له ځانه سره يې کور وې وړ . دا سړی داکتر شابرو اوئنو د توکیو د پوهنتون پروفیسر ؤ . د پروفیسر کور د توکیو د ښار په یوه څنډه کې ؤ او نوموړی پوهنتون ته د تللو دپاره هره ورځ د شېبويي د اورګاډی اډې ته تللو  او مازدیګر ۴ بجې بېرته ستنېدو. هاچیکو یوه ورځ د پروفیسر  پسې اډې ته راځي او شابرو هر څومره شابرو له سپي غوښتنه کوي کور ته ستون شي وفاداره سپی نه ځي نو هغه اړ کېږي په خپله هغه کور ته و رسوي. په دې ورځ پروفیسر له اورګاډي پاتې کېږي .
کله چې مازدیګر پروفیسر له پوهنتونه ستنېږي په حېرانتیا سره ویني چې هاچیکو د اډې د ننوتلو ور ته مخامخ په تمه ولاړ دی، او دوی دواړه یو ځای کور ته ستنېږي.
له دې نېټې وروسته پروفیسر هره ورځ د هاچیکو په ملګرتیا ، د اور ګاډي اډې ته تللو او د مازدیګر ۴ بجې به هاچیکو د اډې د ور تر وړاندې هغه ته ولاړ ؤ . ټولو هټېوالو او ان لارویانو هاچیکو پېژانده او په حېرانتیا به يې دې دوستانه اړیکو ته کتل.
په ۱۹۲۵ کال داکتر شابرو په ټولګي کې د زړه د درېدو له امله له نړۍ سترګې پټوي، په دې ورځ هاچیکو چې ۱۸ میاشتنی ؤ تر ماښامه د اډې ور ته مخامخ په تمه درېږي او د پروفیسر کورنۍ پسې راځي او کور ته يې بیايي خو سبا بیا هم هاچیکو لکه د تل په شان اډې ته ځي او د خپل خاوند د راتللو لاره څاري . هر ځل به چې د پروفیسر د کورنۍ غړو د هغې د تګ مخنیوی کاوه هغه به ترې تېښتېده او ځان به يې ۴ بجې اډې ته رسولو.
د هاچیکو دې چلند د زیاتو خبریالانو او نورو خلکو پام ځانته واړوه ، او په زیاتو ورځپاڼو او جریدو کې د هغې په اړوند لیکنې و شوې . هاچیکو د پروفیسر له کورنۍ څخه لاړ او د شپې له خوا به د یو ویجاړ واګون لاندې ويده کېده . هټيوالو او لارویانو به ورته خواړه راول او هغه پوره ۹ کاله هر مازدیګر به د اډې د ور مخې ته د خپل ګران خاوند په تمه ولاړ ؤ. په  هيڅ ډول حالاتو کې له دې انتظاره ستړی نه شو او د مړینې تر وخته چې د ۱۹۳۴ کال په مارچ کې يې ۱۱ کاله او ۴ میاشتې درلودې لا د خپل منلي خاوند په تمه ؤ.
د هاچیکو د وفادارۍ آوازه په جاپان کې خوره شوه او په ۱۹۳۵ کال د شیبویي د اډې تر وړاندې د وفادارۍ او مینې د سمبول په توګه د هغې مجسمه جوړه کړه.
له پروفیسر شابر سره ددغه سپي رښتنې اړیکې او بیا بې کچه وفا سبب شوه چې هغه په جاپان کې د وفادارۍ د نښې په توګه و پېژاندل شي. نن د شیبويي په اډه کې د هاچیکو برنچي مجسمه لا د پروفیسر راتلو ته سترګې په لار ده.


د امریکې د متحده ایالاتو د لومړني ولسمشر ابرهام لینکلن یو را پاتې لوست
ابرهام لینکلن د موچي یا بوټ اوبدونکي زوی ؤ ، د لینکل پلار د مهمو سیاسي کسانو بوټونه جوړ او پاکول. ابراهام له کلونو هڅې او ماتې وروسته، په ۱۸۶۱ کال د ولسمشر په توګه غوره شو.
د سنا په جرګه کې د هغه وینا په دې ډول تېره شوه: د جرګې استازي له دې کبله چې لینکلن ولسمشر شوی ؤ خوښ نه ول. ځکه هغه له بې وزلې کورنۍ څخه ؤ چې لوړ ټولنیز دریځ يې نه درلود.
کله چې لینکلن د وینا له پاره د تر بیون شا ته راغی مخکې له دې چې خوله خلاصه کړي او څه و وايي یو مخالف استازی په عصاب خرابۍ او بې ادبۍ سره له خپل ځایه چیغه کړه:
ابراهام ! اوس چې د چانس له مخې ولسمشر شوی يې باید هیر نه کړې چې ته د موچي له زویه پرته بل څوک نه يې!!!
څرګنده ده که بل هر څوک  د لینکلن په دريځ کې وای د دغه سپين سترګي استازي سره چې هغه يې داسې نومولی ؤ ټینګ چلند کاوه.! خو ابرهام لینکلن داسې و نه کړل. هغه مسکی شو او خپله وینا يې داسې پیل کړه: زه د ښاغلي استازي نه ډېره زیات مننه کوم چې په داسې یوه ورځ يې ماته خپل پلار را په یاد کړ.
څومره ښه ورځ او څومره ښه یادونه! زه د خپل ژوند او دریځ په برخه کې د خپل پلار  د زیارونو او هاند پوره وړی یم .

ښاغلیو استازیو زه دلته اعلانوم چې زه د خپل پلار په شان ماهره نه یم . په هر حال د هغه له هنرمنده لاسونو مې څه ناڅه زده کړي دي. که له تاسې څخه کوم څوک د شلېدلو بوټانو کنډوو ته اړتیا لري په ډېره مینه به يې جوړ کړم...!
خو د هغه له کارونو:
  د لینکلن له ډېرو مهمو کارونو څخه  یو هم د امریکا په  متحده ایالتونو د غلامۍ  له منځه وړل ول.
او مشهوره خبره يې: زموږ د ارزونې ريښتونی معیار داد دی چې که خپلې پیسې له لاسه ورکړو ، نو زموږ ارزښت به څومره وی؟