ددموکراسۍ جنازه

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمد آصف خواتي
د۲۰۰۱ کال په اکتوبرکې امریکایي- انګریزي لښکرو پدې موخه زموږ په  خاوره خونړۍ یرغل وکړچې په افغانستان کې دموکراسي پلې کړي۰ دادیارلس کاله افغاني میډیا اودسترګووړلیکوالو،

سیاستوالواو دسلوڅخه زیاتو راجستر شوو په اصطلاح سیاسي ګوندونودا خونړي یرغل اود هیواد اشغال  ددموکراسۍ دټینګښت، بیارغونې، ګلوبالیزم ، نړیوالې مرستې اونوروپه زړه پورونومونو تائیدکړی دۍ۰ پدې تبلیغاتي کمپاین کې دټاکنوموضوع مرکزي ځای درلود څرنګه چې دروان کال د ولسمشرۍ ټاکنوته یونیم کال پراخ تبلیغات ترسره شول۰ ددې یونیم کال تبلیغاتوپایله داشوه چې داتومیلیونوشاه اوخواه خلک په ټاکنوکې برخه واخلي اودخپلې خوښې نوماندواک ته ورسوي۰ خوداتیروتی ولس پدې نه پوهیده چې ددوی ارادې ته لدې امله درناوی نه کیږي چې اشغالګر  د دموکراسۍ اوټاکنو څخه دیوې وسیلې په توګه داشغال ددوام لپاره ګټه پورته کوي اوپر بله خواد اشغالګرو پرمټ ناست افغان واکمن په هیڅ صورت لیوال اوچمتوندي چې واک له لاسه ورکړي۰ هماغه دي چې په ټاکنوکې پراخه درغلیوته مخه کوي او نوماندان بیا چارواکي اوسیالان  په درغلیوتورنوي چې دروان کال ددویم پړاودټاکنووروسته ناندرې یې څرګنده بیلګه ده۰ داچې ددوو سیالونوماندانوکوم اړخ زیاتې درغلی کړې دي په هغوځکه بحث نه کوم  چې زما له انده داشغال ترسیورې لاندې  اودجګړې اوبې امنیوپه واکمنوحالاتوکې چې وسلوالو مخالفینو  ټاکنې تحریم کړې دي ټاکنې اودهغې په پایله کې بریالی واکمني هیوادته سوله اوټیکاونشي راوړی ۰څرنګه چې څه موده وړاندې مې په یوه لیکنه کې دې مسئلې ته ګوته نیولې وه چې دټاکنووروسته به په هیوادکې کوم مثبت بدلون رانشي او همدا خرک اوهمدا درک به وي همداسې هم وشول اودامریکې دبهرنیوچارووزیرجان کیري چې کله د ټاکنوپرسرددوونوماندوترمنځ ناندرې پیل شوې اوحتی دموازي حکومت اعلان وشو کابل ته راغی اودواړه سیال نوماندان یې دې ته اړ ایستل چې په ګډه حکومت جوړکړي ۰ البته پدې اړه لاندې پوښتنې پیدا کیږي چې هغو ته  دامریکایي صادرې شوې دموکراسۍ پلوي افغان لیکوال  ځواب ورکړي۰ که چیرې په اصطلاح دملي وحدت دحکومت جوړول یوه اړتیا وه نوبیا دادټاکنو ډرامه دڅه لپاره وه؟ که چیرې دادملي وحدت حکومت جوړونه دافغانستان دملي ګټو اود ټیکاولپاره اړینه نسخه شمیرل کیده نوبیا دخلکودګوتودپرې کولواویوازې دټاکنوپه ورځ دڅه کم دریو سوو تنو وطنوالودوژنوغمیزې ته لاره هوارول دڅه لپاره وو؟  دواړو نوماندانوکوموچې دجولای تردوولسمې پورې هریوه ائتلافي حکومت چې جان کیري هغه ته دملي وحدت دحکومت نوم ورکړنه مانه ، هغه یې مردودګاڼه دجان کیري سره دکتلووروسته هغوی ولې ومانه؟ دساري په ډول ښاغلي اشرف غني پدې  ټینګاردرلود  چې  ائتلافي حکومت قطعآ نه مني او دخلکوپه رایوبه هیڅکله هم معامله ونکړي او ښاغلي عبدالله بیا داویل چې ده ته دخلکوله لوري د ورکړل شویورایودفاع په موخه  به ځان ټوټې ټوټې کړي خوهیڅ فشارته به تسلیم نشي ۰ داڅه پیښ شول چې ناببره ددوی په اندونو او هوډونو کې جان کیري انقلاب راووست ؟ آیا جان کیري جادوګریا کوډګردۍ چې په دووډاکټروکې چې یوه ته یې دنړی ددویم متفکرتبلیغات هم کیږي په یوه یا دووکتنوکې داډول بنسټیزانقلاب راووست۰ یویې دې ته اړکړچې دخلکوپه رایه معامله وکړي اوبل دخپل هغه هوډڅخه واوړي چې دخلکودرایوپه موخه ځان ټوټې ټوټې کړي۰ دې ته ورته نورې پوښتنې لږنه دي چې هغو ته ځواب ورکړل شي ۰ خوزه غواړم یوازې یوې مسئلې ته ګوته ونیسم اوهغه  دجان کیري دکوډواویا جادوخبره ده  ۰ جان کیري نه  کوډګردۍ نه جادوګر اونه داسې یواستثنایي پوه دۍ چې پخپل قوي منطق سره نورهغه لوري ته سوق کړي چې دی یې لیوال دۍ بلکې هغه دداسې یوه هیوادیو چارواکی دۍ چې اوس مهال دافغانستان برخلیک ټاکي اونني افغان واکمنان اوپه هغوکې یې  غني اوعبدالله  نني دریځ ته رسولي دي اوهمدا جان کیري کولی شي هغوی له نني دریځ څخه بې برخې اومحروم  کړي۰ لدې امله  هغه څه چې جان کیري اودمتحده ایالتونوکوم بل چارواکی ورته وایي دوی اړدي هغه په ورین تندي ومني، هغه  بیله قیداوشرطه عملي کړي ۰ دابیا ښيي چې دټاکنوروانه ډرامه یوه سیاسي ننداره وه اودافغانستان د زعامت دټاکلوواک دافغان ولس سره نه بلکې  دواشنګتن په سپینه ماڼې کې ناست امریکایي واکمن سره دۍ۰ دجان کیري دجولای د دوولسمې نیټې پریکړه په واقعیت کې په افغانستان کې دامریکایي دیارلس کلنې صادراتي دموکراسۍ دجنازې د اخیستلومانا لرله ۰ له بله پلوه یې په افغانستان کې د ښاغلو اشرف غني احمدزي  اوعبدالله عبدالله ترمشری لاندې دتداوم اوهمپالنې دسهامي شرکت بنسټ کیښودچې ډیرژربه هغه دملي وحدت دحکومت په نامه کارپیل کړي۰ دا شرکت به دښاغلي  حامد کرزي ترمشرۍ لاندې سهامي شرکت په شان خپلې معاملې  چې مسئولین به یې دبن دکنفرانس وروسته روان دیارلس کلن بهیرلوبغاړي وي پیل کړي۰ افغان ولس پدې ټینګ باورلري که داشرکت وران شوي افغانستان ته نورڅه ونشي کړی  دخپلې تګلارې پربنسټ لا نورې پریمانه اقتصادي ګټې اوپه هغو کې په ګران افغانستان کې  د جګپوړیزوماڼیو اوشهرکونود جوړولواوپه بهرنیوبانکونوکې دزیاتې پانګې اچونې بریاوې ولري۰ دیادولووړده چې وران شوی افغانستان اوخاصتآ  پلازمیینه کابل جګپوړیزوماڼیو اوشهرکونو ته لدې کبله اړتیا لري چې هغه دهمدې شرکت دسترګووړمشترکینو د مستقیمې او غیرمستقیمې  ونډې اخیستلوله امله وران شوی دۍ ۰ افغان ولس دتداوم اوهمپالنې دسهامي شرکت دمشرتابه اوکاري ډلې څخه داهیله لري چې دشرکت دسوداګریزومعاملواوفعالیت له امله لاسته راغلې پانګې اوګټه دهیوادپه ننه کې که څه هم دښکلوشخصي ماڼیو اویا شهرکونوجوړول وي په کارواچوي اوهغه بهرته ونه لیږدوي۰
پای