نصرالله احمدزی
۲برخه
د غه ګروپ څو کارونه وکړل : اول دا چې د طالب، حزب او ترهګر تر نوم لاندې يې تر خپل اخرنئ وس او توان پوري پښتانه هم پخپله او هم يې د امریکا او ناټو عسکرو په مټ قتل عام ،شکنجه و له هیواد شړلو ته اړ
کړل او د هر هغه پښتون پخلاف يې د ترهګر جنګی مجرم دوسیه جوړه کړه چې له دې منحوسې ډلګئ سره يې په یوه نه یو نوم مخالفت او ستونزه درلوده نو پدې اساس يې خپل سیاسی مخالفین وداړل څوک شهیدان ، څوک زندانیان ، ځینې د دوهم ځل لپاره مهاجرت ته اړ شول او ځینې تر اوسه تر تعذیب او شکنجو لاندې دي .
داکتر عبدالله ، یونس قانونی او بسم الله محمدی بهرنیانو ته د افغانانو د وژلو وثیقه لاسلیک کړه خو چې د دوي واک خوندی وي او د غلا په وړاندې يې کوم خنډ ایجاد نشي ، ددې ټیم په لسګونو میلونه ډالر په اول او دوهم دور کې مصرف درلود اصلآ همدا بربنډ جرم ده ځکه په دومره اندازه ډالر له کومه شول؟ له دولتی معاش خو ذخیره نشی جوړیدايئ ، حتمآ یا د افغانستان بهرنیو غلیمانو ورکړي او یا د بیت المال د چور او غارت دی ، له قدرت يې دومره ناوړه ګټه وکړه چې د خپلو زامنو،لورګانو، میرمنو ، خپلوانو او نږدی دوستانو په نوم يې تجارتی او قراردادي شرکتونه جوړل کړل او بیا يې هر روا او ناروا قرا دادونه يې همدې شرکتونو ته وسپارل .
که څیړنه وکړو نو ثابته به شي چې په لسو کې شپږ ښارګوټي د غصب په زمکو کې د همدې ډلې مربوط دی او په هر شهرک کې ۷۰٪ کورونه د همدې نژاد پرست ټیم مربوط کسانو ته ورکړل شوي دی ، د دغه ګروپ د د ښمنې روحیه یوازې د پښتنو ضد نه بلکه تاریخ ښودلې چې دوي خپلې خوا کې نه ازبک په درنښت او فعال لیدل غواړي او نه هزاره ، نه پښتون او ترکمن ، د تاج قوم له ادرسه يې په ټولو شتمنیو خیټه آچولئ ده او ځانونه ورته ددغه دروند قوم وارثان ښکاری اومید لرو چې د تاجک قوم له خوب راویښ شي او د ملی وحدت لپاره ، د خپلو حقوقو لپاره نور د دغه ټیم په اوباشانو دوکه نشی ، دغه متعصب ګروپ خپله د تاجک قوم حقوق د زهر زقوم په څیر خپله ګیډه کې اچولئ دي ، دوي د تاجکو عزتمند قوم په وجود کې د ژوندي میکروب حیثت لری ، زه په ډاډ سره ویلې شم چې دغه کرغیړن ګروپ د خپل اقتدار په دوران کې د کوم وزارت یوه کوټه نده رنګ ګړې خو د کابل په شمول ټول ولس يې ویجاړ او و دردولو .
داکتر صاحب عبدالرحمن په رڼا ورځ د کابل هواي ډګر کې وژنی خو د تحقیق او پوشتنې جراءت هم څوک نلری ، لوي څارنوال جبار ثابت ډبول کیږي خو څوک ترینه د پوښتنې جراءت نلری ، حاجی عبدالقدیر په مظلومانه ډول د خپل دفتر مخکې وژل کیږی څوک حق نلری چې ترینه پوشتنه وکړی ، کابل کې مولوی ارسلاح رحمانی وژل کیږي څوک ترینه د بوښتنې حق نلری ، استاد فرید صبور په رڼا ورځ کابل کې وژنی څوک ترینه د پوښتنې حق نلری ، هره ورځ اختتافونه ، مرموزې وژنې تر سره کیږي دوي ته براءت حاصل ده باید مجرمین ورته و نه وایوو ، له قانون چې ]څومره سرغړونې تر سره کیږي له همدې ګروپ بل څوک ندي ، د غریبانو دوسیې په کلونو کلونو بندې پرتې وې خو ددوی مجرمین له ثبوت سره قاضیان کورونو ته ورځي چې صاحب څه ډول فیصله ولیکم ، د پلچرخې جیل کې واکمن تش په نوم د بندې فلم خو مو ولیدو چې د امریکا حکومت هلته کښینولی و او د شمال ټلوالې ورته تقریبآ ددوه لکهو ډالرو په آرزښت چوکې او د اطاق سینګار ورته برابر کړی و خو په افغان يې ترحم نه راځي .
په کارته نو کې ددوي یو اوباش له بوټونو سره مسجد شریف ته ننوزی یو لمونځ کوونکې ورته وايې مسجد ده بوټ دې وباسه د ده ځواب داسی وې : خوله دې بنده کړه القاعده ، رزیل بیشرف او .... والله ما خپله لیدلې چې د عیدګاه مسجد په میدان کې يې موټر زده کول .
کله چې ډبل عبدالله خارجه وزیر و سر په سر يې ایران ته څو سفرونه وکړل تر څو داسی یو پیلان باندی کار وکړی چې د ایران حکومت حکمتیار موټر کې کښینوي او د افغانستان سرحد سره يې کوز کړی او ورته ووايې چې هغه دی هیواد نور ورځه او د افغانستان په سرحد کې د دوی کرايې جنګیالی له امریکایانو سره ولاړ او حکمتیار ورته لاس تړلې تسلیم کړی دا هرڅه د دې لپاره چې هم سیاسی رقیب له منځه یوسی او هم یو پښتنو مشر نه ځان بیغمه کړی ، مګر ښاغلی حکمتیار هم له وضیعت په پوهیدو سره سم ډیر هوښیارانه پریکړه کوی او له ایران پداسي حال کې وځئ چې ویل کیږی یو کس بل ورسره و ، دا هم ویل کیږي چې ایرانیانو په دوامداره توګه ښاغلی حکمتیار ته ویل چې افغان ولسمشر حامد کرزی د ایران په سفر کې تاسو سره هم لیدل غواړی دوي فکر کولو چې یوه طمع ورکړو نو مصروف به يې وساتو تر څو مونږ عملی اقدام کوو ، دا معلومه نده چې ولسمشر کرزی هم د شورای نظار او امریکایانو د غه پیلان کې شریک و او که نه خو هغه وخت کې يې تهران ته سفر درلود .
داکتر عبدالله چې خارجه وزیر و په رسمی مکتوب سره يې د انګلستان سفارت او خارجه وزارت ته لیکلی و چې : تاسو قومندان زرداد ونیسی افغانستان ته يې مه راپریږدئ ، محاکمه يې کړئ د ده په ضد د شواهدو او شاهدانو برابرولو کې د افغانستان دولت مرسته کوی ،زرداد یو تروریست ده نوموړی د حزب اسلامی د ترهګرۍ ډلۍ غړی ده چې اوس په نړیواله سطحه تور لیست کې شامله ده زه ددغه مکتوب نمبر او کاپی په لاس کې لرم او هم د ښاغلی زرداد له وکیلانو سره ټول اسناد خوندی دي ، د امریکا او ملګرو ملتونو لخوا حزب اسلامی هم تور لیست کې د شمال ټلوالې او ځینې نورو کرغیړنو څیرو ته د سیاسی رشوت د ورکړې په خاطر دغه لیست کې شامل کړل شو ، دوي له دولتې امکاناتو دومره پراخه ناوړه استفاده تر سره کړۍ چې یوازې ځان، بانکونه او مقام يې تر لاسه کړئ او بس.
ټاکنې : لومړنیو ټاکنو کې دغه نفاق او نژاد پاله ډلګئ اکثریت اعلان شوه خو اعتراض يې نکولو او کمیسون او ټول جریان سم او غړې يې صادق او اهل کار و خو په دویم پړاؤ کې د دوی له نظره کمیسون درغل ، نظام درغل ، پشتانه حیوانات ، اشرف غنی صیب یهود ، ملاعمر او حکمتیار ترهګر ، دوستم قاتل ، کرزی فاسد ، ښاغلی امرخیل تقلبی او ....
که د ښاغلی امرخیل صاحب په څیر سل شخصیتونو ته واک وسپارل شی زه مطمین یم چې مونږ به ډیره غوره او پیاوړی اداره ولرو ، ښاغلی امرخیل ولس ته په نجات ورکولو کې که له نورو زیاته ونډه نه درلوده نو کمه هم نه وه ، د ډبل عبدالله ګروپ د پخوانی درغل او نژادپاله ریس( معنوی ) د وخت ګټه او خوندونه اوس هم غوښتل ، خدای دې زهر کړل اوس به ددماغو سرطان باندی مبتلا کیږی له خیره .
په جمعه خان همدرد ترهګریز برید :دا دې څه وخت د مخه د همپالنې (نژادپالنې ) ټیم خپل تشکیل کې یوه ترهګریزه بله ډله هم وراضافه کړه چې د پکتیا په والی محترم جمعه خان همدرد باندې يې ترهګریز برید وکړ ، دغه پیښه تصادف نه بلکه د همدغه ټیم د مشرانو لخوا یو جوړ شوئ پیلان و ، د قومندان عطا محمد په شخصی سلطنت کې هلته ډیر پښتانه مشران د همدغو ترهګرو له لاسه به شهادت رسول شوې دي چې جرم يې پښتونلی ، حزبیتوب ، دده د تصرفاتو په وړاندې خنډ ، بل طرف ته د ازبک قوم د سر سړې يې هم ترور کړل چې روستی پیښه يې سمنګانو کې د انجنیر احمد ترور و . که جمعه خان همدرد او جنرال دوستم دغه د روغې جوړې هوښیارانه او عقلمند قدم پخوا تر سره کړئ وايې نو شاید نن به قومندان عطا دومره بې قانونه والی نه و چې د ولسمشر کرزی زور هم پرې نه رسیږي . محترم اشرف غنی ډیر غنی او مثمر کار وکړ چې د شمال د ولسونو د وحدت دغه دوه آړین شخصیتونه يې سره پخلا کړل که د اصلاح په نوم ګروپ دغه کار ته مخه کړې وايې نو خدای ج به ډیر اجر ورکړی وايې ځکه افغانستان ډیرې ستونزې لرې او اوس پخلاینه درمل ده ، خو دوي په مسلمانانو کې د اسلامی مرکز جوړول غواړی لکه افغان ولس چې اوس له اسلام سره آشنا شوي وې ، دغه دول اسلامی مراکز باید غیر اسلامی ټولنو کې جوړ شی که خفه کیږي نه دغه نوم باندې دې بیا فکر وکړئ ، کولائ شي د اصلاح مرکز نوم ورکړی .
په احترام
نصرالله احمدزی
۲۰۱۴/۰۷/۰۹