د عبدالمک پرهیز ژباړه
د واده په لومړي سهار ، یوې ښځې او مېړه سره ژمنه وکړه چې هيڅ چا ته به ور نه خلاصوي، لومړی د هلک مور او پلار راغلل. ښځې او مېړه یو بل ته وکتل ، خو څرنګه چې د مخه يې سره ژمنه کړې وه ، نو هيڅ یو هم ور خلاص نه کړ، یو ساعت وروسته د انجیلۍ مور او پلار راغلل. هلک
او انجیلۍ یو بل ته وکتل . د ښځې په سترګو کې اوښکې را ټولې شوې او ځان يې نیولی و نه شو او ويې ويل : نه شم کولی و وینم چې پلار او مور مې د ور شاته ولاړ وي او زه ورته ور خلاص نه کړم. مېړه هيڅ و نه ویل او ښځې ور خلاص کړ، مېړه دا خبره په یاد وساتله.
ډېر کالونه تېر شول خدای دوی ته څلور زامن ورکړل او ورستې یانې پنځمه يې لور وه. د دې اولاد په زېږندو سره پلار زیاته خوښي وکړه ، څو پسونه يې حلال کړل او لویه مېلمستیا يې جوړه کړه. خلکو په حیرانتیا ترې پوښتنه وکړه : د دې زیاتې خوښۍ او مېلمستیا دلیل څه دی؟
سړي په سادګۍ ځواب ور کړ : دا هغه څوک ده چې زما پر مخ ور پرانیزي!