د غبدالملک پرهیز ژباړه
په ۱۹۸۹ کال د ریکتر په انډول د ۲، ۸ درجې په قوت زلزلې د امریکې زیاتې سیمې له خاورو سره خاورې کړې او له څو دقیقو نه په لږه موده کې يې تر ۳۰ زره زیات کسان ووژل.
په دې منځ کې یو پلار لکه د لېونو د ښوونځي په لور په ځغاسته ولاړ د ښوونځي د ویجاړې ودانۍ په لیدو يې سخت ټکان و خوړه . د دې حالت په ليدو سره يې هغه ژمنه را یاده شوه چې خپل زوی ته يې ور کړې وه. زویه که له تا سره هر څه پېښ شي زه به تل له تا سره یم.
د ورانې ودانۍ تر نړېدلو دېوالونو لاندې مرسته نا ممکنه ښکارېده خو هغه ته هره شیبه له زوی سره کړې ژمنه را یادېده .
هغه په ځيرکتیا سره هغه لاره مخه ته ونیوله چې هره ورځ به يې خپل زوی په هغه لاره ښوونځي ته وړلو او د ټولګي په را یادولو سره يې ژر ځان هلته و رسولو او په څپړلو يې پيل وکړ.
نورو میندو او پلارونو دچیغو او ژړا په حال کې هغه ملامتولو چې بې ځایه هڅې او خواري مه کوه. د اور وژلو کارکوونکو او پولیسو هم هڅه وکړه هغه له دې کاره و ګرځوي خو هغه په ځواب کې یوازې یوه خبره کوله : آیا ما سره مرسته کوئ یا یوازې هڅه وکړم؟؟؟
اته ساعته يې د څپړلو کار ته دوام ورکړ. دوولس ساعته...شل ساعته...شپږ دېرش ساعته په پای کې په اته دېرشم ساعت کې يې یوه لویه ډبره لرې کړه چې د زوی غږ يې واورېده چیغه يې کړه : زویه! زوی ځواب ور کړ پلاره زه دلته یم . پلاره ما هلکانو ته وویل مه پرېشانه کېږې پلار مې هرومرو موږ ژغوري. پلاره! پلاره تا خپله ژمنه پوره کړه.
پلاره پوښتنه وکړه ستاسې څه حال دي؟
موږ ۱۴ کسه یو موږ وږي تږي او ټپيان یو . کله چې ودانۍ و نړېده یو مثلث ډوله جوړښت را منځ ته شو چې موږ يې له مړینې وژغورلو.
زویه راځه بهر وځه پلاره اجازه راکړه چې لومړی نور کسان و وځي زه باور لرم چې ته ما را باسې او که هر څه پېښ شي ته ما نه پرې ږدې ...