د میر اکبر خیبر شهادت او رازونه

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

عزیزالله خقپال

د خیبر شهادت د یوی کورتا پیلامه ولی د بلی بریالیتوب
او هغه دوسیه چه هیڅکله هم د فیصلی لپاره محکمی ته احاله نشوه

یو مهم راز چه د دیرو وختو را بدیخوا زموږ په ټولنه کی ګنګ او د معما شکل یی نیولی او پدی اخیرو وختونو کی د دوستانو د فیسبوک د پوستونو او کمینتونو له لاری هم تعقیبیږي خپل معلومات له وطنوالو سره شریک کړم ترڅو چه یو تعداد سوالونو ته ځواب مندلی وی .

د موضوع د روشانه کولو پخاطر لیږ له وړاندی شروع کوم
1353 کال وه زه د حقوقو د پوهنځی د لوړی سمیستر محصل وم او څرنګه چه زه د اطراف څخه پوهنتون ته بریالی شوی وم نو زموږ د پولی تخنیک په لیلیه کی هستوګنه درلوده زما د کوتی انډیوالان زموږ د یو ولایت څخه وه چه په سیاسی لحاظ د جلا جلا نظرونو جشتنان وه زموږ له منخه دری نفره د حزب اسلامی غړی وه همیشه به مو د وطن د ترقی او پرمختګ په لارو بحثونه کول لنډه داچه دوی شی اړخی او زه ورسره کین اړخی وم زما منطق له دوی دریو څخه قوی وه او ما کولای شوای چه ډیری وخت په بحث کی ماتی ورکړم نو به ډیر خوشحاله وم او د کوټی نورو انډیوالانو چه ځانونه بی پری بلل زما طرف نیو دا زما لپار
ه ډیر د ویاړ ځای بللکیده مګر د جمعی په شپه د ماخستن د لمانځه ورسته به یی یو نفر چه بل اطاق کی اوسیده له ځانه سر د چای خوړلو په پلمه راوستل اوبیا به یی د هغه پحضور کی له ماسره بحث شروع کړ دا میلمه شه با استعداد او په اسلامی علومو کی هم د پوره معلوماتو څشتن او د حزب اسلامی غړی وه له ما څخه دیر قوی او د بحث په جریان کی به دهغه منطق له ما نه قوی وه زه به ورته بی دلیله ویلو پاته شوم دا د اطاق انډیوالانو به د یوی اونی د پړی غچ په یوه شپه را نه ویوست ، دا لړی دوام درلود رشتیا چه زه د دغه جمعی دشپی د چایو له میلمه دیر په تکلیف وم چاره می هم نه وه یواځنی ل
ار می د زیاتی مطالعی لاره نیوله د هر څومره تیاری سره سره به یی زه بیا هم پړ کړم تر څو دا دی سرطان میاشته وه د اخوانیانو یو شمیر غړی بندیان شول او یو شمیر وتشتیدل ، دا د چایو میلمه هم لا درکه شو خدای زه تری خلاص کړم او خوش هم شوم ځکه نور نو زما انډیوالان په بحث کی د ټینګیدو را تـه نـه وه .
.وختونه تیر شول د 1358 کال د ژمی میاشتی وی د یو عدلی اورګان د نماینده په توګه یومختلط هیت په ترکیب کی وګمارل شوه ترڅو د په صدارت کی ټولی سیاسی دوسیی وګورو چه د تحقیق بهیر یی ندی بشپړ شوی ولی متهمین یی له منځه تللی اویا تر کار لاندی ندی نیولی شوی راپور یی تهیه کړو . د هیدایت سره سم د صدارت د تحقیق مدیریت ته ولاړو په یو اطاق کی موږ پکار شروع وکړه هوا سړه وه بخاریڅنګه ته چه دروازی ته هم نژدی وه د ځان لپاره ځای ونیو یو زیات تعداد دوسیی وی چه حجم یی د څو محدودو ورقو زیات نه وه کار داسی تنظیم شوی وه چه هر نفر عضوه دا دوسیی ځانته کتلی او د متهمینو دموجود
یت او نه موجودیت څخه مو د اداری د مسوولینو له لاری ځان متیقین او یاداشت نیول کیده او په ډیرو مواردو کی دوسیه د ټولو مشترک بحث ته هم تلله
د کار دریمه ورځ د مسوول نقر لخوا نوی دوسیی راوړی شوی پدی دوسیو کی یوه دوسیه د نورو پخلاف ډیره لویه او تقریبأ د 300 ورقو په درلودلو غټه دوسیه وه د داسی غټ حجم درلودونکی بله دوسیه موږ نه وه لیدلی نو په لمړی قدم کی ددی دوسیی حجم زما توجه جلب کړه را وامي اخسته خو کله چه د دوسیی پر پشتی باندی لیکل شوی یاداشت لولم یو اشنا نوم ور باندی لیکل شوي (عبدالطیف محصل پی، سی، بې طب کابل ) ورباندی لیکل شوي
او فورأ د هغه جمعی د ښپی د چایو میلمه می ذهن ته راغی ڼه پوهیږم
څنګه می دا نوم دلیدو سره یو دم په ‌ذهن کی همهاغه د جمعی د شپی د چایو میلمه وګرزیده نو په لیږ عجله سره د متهم د پوره معرفی ورقه وکتل چه نوم ځای تحصلی سابقه او د تولد محل ټول د همهاغه میلمانه وه نو می په دیر دقت په کتلو شروع وکړه . هر جنایی او سیاسی پیشه چه په شه مسلکی ډول تحقیق شوی وی یو جنایی داستان دی په مطالعه یی هم زر نه ستړی کیږی دا دوسیه هم یو داسی دوسیه وه چه د هری برخی ورسته نور جالب مطالب را برسیره کیدل البته دا سوال به د ډیرو سره پیدا کیږی چه دا څه ډول امکان لری تر دیرسو 30 کالو زیات وخت په تیریدو بیا هم زما په یاد کی دیر څه پات�
� دی دوی ته باید ووایم چي له یو طرفه شاملین د دوسیی ما پیژندل او له بله طرفه موضوع دیره مهمه وه او هرکله چه د مرحوم خیبر د شهادت په هکله می د مطبوعاتو له لاری یا په مجلسونو کی اوریدل دا دوسیه به زما په ذهن کی کشته و پورته او تکرار به شوه نو ځکه می دیر څه په یاد کی پاته دی .
قصه داسی شروع شوی د 1357 کال د ثور میاشت 14 څوارلسمه نیټه دشپی یو ګزمه د کابل ښار د وخت د چاردهی (اطراف دارالامان ) په ساحه کی د شپی ګرزیدنی د بندیز د شروع نه لیږ وروسته یو موتر لیدلی چه د قلعه بختیار به منطقه کی یوی قلعه له مخی دریږی ګزمه هم رارسیږی بدنی تلاشی کی ولیدل شول چه دا کسان هر یو تفنګچه لری پوشتنی ګرویزنی او ورسته ورسره قلعه ته داخلیږی تلاشی شروع کوی چه یو مقدار سلاح لکه تفنګچی او لاسی بمونه یو تعداد تبلغاتی ورقی ( البته د داود د جمهوری نظام خلاف ) او زیاته پیمانه مهمات پلاس راوړی څلور نفره هر یو عبدالطیف ، عبالصمد ، زمری او د څلورم نفر
نوم می یه یاده وتلی دستګیر او له ځانه سره وړی په سلسله تر صدارته راوړی او موضوع تر تحقیق لاندی نیوله کیږی .
د دوسیی په لمړنیو پاڼو کی د متهمینو د شهرت څخه وروسته د اظهاراتو او لمړنی بیانونه وه چه په افغانستان کی د داودخان د رژیم د نسکورولو پخاطر د یوی نظامی کودتا د عملی کولو وسیع پلان تشریح شوی وه او بیا تبلغاتی پاڼې او یاداشتونو ورقی وی چه د تلاشی په وخت کی له متهمینو او د هغوی د هستوګنی کوټو څخه لاس ته راغلی وی د یو زیات شمیر افسرانو نوم لړ وه چه د نظامی رتبی او مربوط جزوتام په ذکر کولو سره یی اوسنی وظیفه او هم د کودتا دورخی وظیفه درج شوی وه.
دا دجمعی شپی د چایو میلمه په خپل اعتراف کی وایی چه 1353 کال د داود خان درژیم پرخلاف مبارزینو په جمله کی چه له وطنه فرار شول زه هم پاکستان ته ولاړم هلته د اسلامی حزب له مشرګلب الدین حکمتیار سره یو ځای شوم په پاکستان کی څو ځایونو کی اسلامی کتابونه له مشهورو عالمانو لوستی او نظامی تعلیم یی د استخباراتو لخوا ترنینګ کړی دی او اضافه کوی زموږ رهبری د یوی نظامی کودتا کولو له لاری د قدرت دنیولو تصمیم ونیو او داسی پیکړه وشوه څرنګه چه د داود خان رژیم لخوا زموږ حزبی ورونه او خواخوږی زیاتره به غیرفعال ډول او هغو ځایو کی په وظیفو ګمارل شوي دي چه سلاح ته
یی لاس نه رسیږی او رژیم تر ډیره حده د پرچم د ګوند په غړیو تکیه لری ،د پرچمیانو لخوا حمایت کیږی نو زموږ لمړی پلان د داود خان د رژیم او پرچمیانو تر منځ د بی اعتمادی د فضأ حاکمول دی چه دا هدف د پرچمیانو د رهبری په ترور ولو سره لاس ته راځی دا عمل دوه ګټی زموږ لپاره لري لمړی د پرچمیانو عکس المل ددی باعث کیږی چه رژیم پرچمییان له مهیمو نظامی پوستونو څخه تبدیل کړی ، موږ به په اطرافونو کی څه ګډوډی راولو دولت مجبور دی چه زموږ ملګری او هواخواحوږی د اردو پداخل کی مسلح کړی دا حالت به زموږ لپاره د یوی نظامی کودتا لپاره مساعد شرایط رامنځ ته ک
ړی په یو منا سیب وخت کی موږ لاس پکار شو او په ډیره اسانه اود لیږو تلفاتو په زغملو سره دولت چپه او قدرت پلاس کی واخلو نو ددی کار د مقدماتی اجراتو او نظامی ارتباطاتو د ټینګولو لپاره موږ څلور نفر تعین شولو چه د 1356 کال په نیمایی کی افغانستان ته راغلو .( البته له دوی سره د اردو د دیرو افسرانو هغه لستونه هم موجود وه چه د کودتا دعملی کیدو په وخت کی څوک او کوم اجرات وکړی .) لمړی مو د خلکو له عمومی انظار ګوشه په قلعه بختیار کی د دولت دمامورینو په نوم د هستوګنی لپاره یوه مستحکمه قلعه کرایه کړه او بیا دخپل پلان سره سم د لوی پلان (کودتا) د عملی کول�
� لپاره کار شروع کړ او پداسی حال کی د وظیفی د اهمت او خطرناکیوالی پخاطر د دیر محدود او اعتباری ورونو پرته د چا سره موږ تماس ندی نیولی ( کیداشی د خپلو ملګرو د افشآ کیدو د مخنوی پخاطر وې ) ګوندې ملګرې هم نه ګورو او نه هم له کومی لاری تماس نیسو ځکه وظیفه مهمه او خطیره وه
موږ لمړی د ببرک کارمل د ترور په پلان کار وکړ څو ځلی مو د هغه کور او اطراف ولیدل کنترول مو کړ او د پلان د عملی کولو لاری و چاری مو سنجولی بلاخره یو ورځ کارمل له کور د باندی لاړ او موږ په همدی منطقه کی د هغه د بیرته راتګ انتظار او څارنه کوله د ماشام تیاره خپره شوی وه چه زموږ په ګمان کارمل راغی او موږ هم ورنژدی شوه او فیرونه مو ورباندی وکړل کارمل په ځمکه غورځی او موږ له منطقی څخه د فلوکس موتر پواسطه د خپل هستوګنی محل ته ولاړو سبا چه د اوضاع د کنترول لپاره مکروریانو ته راغلو معلومه شوه چه موږ خطا شوی وه او یو نفر چه د استاد ګران په نوم یا�
�یده وشتل شوی وه البته زموږ د خطا کیدو عمده علت د استاد ګران او کارمل د قد یو رنګوالی وه شپه تاریکه وه څهره نه معلومیده ولی مکروریانو د هلیز دروازه د کارمل او ګران یوه وه او قد لوړ والی یو رقم .
زموږ له نظره امکان لری د امنیتی او کشفی اورګانو کنترول هلته ډیر شوی یی نور نو د کارمل د تعقیبول پلان څخه د یو وخت لپاره منصرف شوه
ځکه موږ د پرچم د حزبی رهبری دوهم لوړ رتبه میر اکبر خیبر په پلان کی ونیو تر څو یوه ورځ هغه د وزیر محمد اکبرخان روغتون ته ولاړ موږ انتظار ویوست او هغه د روغتونه د باندی را ووت د صحت عامی د څلور لاری څخه وروسته تنها شو چه دا زموږ د پلان د عملی کیدو لپاره شه موقع وه ،
زه عبدالطیف او عبدالصمد د فلوکس په عقبی سیت کی او زمرې ( د ډیر وخت د تیریدو له کبله می هیر شوی خو په غالب ګمان زمرې او په ضعیف ګمان زمرک ) د موتر په مخکنې سیت کی د دریور څنګ ته ناست وه موتر له خیبره 10 تر 15 قدمه مخکی د سړک شی طرف ته توقف وکړ زمری پداسی حال کی چه یوه پوشه په ځمکه او بله پوشه یی د موتر په دروازه کی ایشی وه او پدی وخت کی خیبر هم ډیر رانژدی شوی وه مخامخ د تفنګچی په ډزو وویشتل خیبر په ځمکه را وغوزیده زمری دیر ارام بیرته موتر کی کشینوست او زموږ موتر د مکروریانو د پل څځه زړو مکروریان او همداسی جاده میوند له لاری خپل د اوسیدو ځای ته ولاړو
سبا د ورځی لسو یولسو بجو تر منځ مکروریانو ته د خیبر د کور مخی ته راغلو او د جنازی په مراسیمو کی مو هم اشتراک وکړ تر څو د خلق د ګوند او دولت عکس الملونه ځانته معلوم کړو.
شه می یاد دی چه عبدالطیف دخپل تحقیق په جریان کی دا هم ویلی وه :موږ نه غوښتل چه له داود خانه وروسته قدرت بی له موږه بل کوم څوک واخلی مګر د خیبر د جنازی او فاتحهی په اخستلو د داود خان لخوا مخکی لدی څخه چه خپل اردو له چپو کړیو خلاص کړی یو عجولانه اقدام ددی سبب شو چه تر موږ لمړی خلقیانو دا اقدام وکړی .
لدی بیان څخه په څرګنده معلومیږی چه : د داودخان رژیم د یو کودتا سره مخامخ وه که خلقیانو اقدام نوای کړی حزب اسلامی په ډیر لنډ وخت کی د کودتا اقدام کول او رژیم له حتمی سقوط سره مخامخ شوی وه .
خیبر د ګوند د غړیو لخوا ندی شهید شوی خیبر د کارمل او امین په دستور ندی وژل شوی مرحوم خیبر د افغانستان د چپو او دموکراتانو لخوا ندی وژل شوی او نه هم د داود خان د دولت لاس د هغه به شهادت کی داخیل وه استاد خیبر د داودخان په ضد افغانستانه خارج کی د یوی تنظیم شوی کودتا د مقدماتی او لمړنیو اقداماتو د عملی کولو په لړ کی شهید شوی. د میر اکبر خیبر وینه د یوی اخوانی کودتا د پیلامی پخاطر تویه شوه مګر هغه سره شوه او د ٍثور انقلاب یی نتجه شو. او هغه کودتا چه اسلامی خزب شروع کړی وه د خلکو دموکراتیک ګوند سرته ورسوله .او یو دموکراتیک جمهوری دولت اساس یی کیشو�
� .
دوهمه داچه:
ګوند په رهبری کی داسی کسان وه چه د میر اکبر خیبر د مرګ راز ورته معلوم وه مګر ولی یی نه غوشتل دا معما حل کړی او ټولو ګوندی غړو ته د خیبر د مرک عاملین او قاتلین افشاء کړی ، کوم راز د دی راز په ساتلو کی پټ دی او یا د کومو سیاسی مخو دلاسته راوړلو پخاطر یی دا راز د یو معما پشکل راز ساتلی د علت لټول یی یوه بله معما ده یو راز شکاره شو خو د راز دساتلو راز یی بیا هم راز پاته دی .
پای
عزیزالله حقپال