!جهادي ټېکداري نور بس دی

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

لېکنه : اشرف جاوید

د څو لسېزو رادیخوا زموږ ګران هېواد افغانستان کې د دین او مذهب په نوم د یو شمېر دیني او مذهبي  بنسټپالوکړیو، ډلو، فرقواوسازمانونو لخوا ښه په زور او زوږ سره د جهاد په نوم نغاره وهل کېږې اوډنګول کېږې . پوښتنه پېدا کېږې چې د دومره وخت په تېرېدوسره ددغه نغاره چیانو د ډ

نګونو، سازونو، اتڼونو، مستیو، پهلوانیو سره سره افغانانو ته د وژنو، ورانیو او سلها وو بدبختیو پرته نور څه په مېراث پرېښې؟ کومې لاس ته راوړنې، پایلې او زیري یې له ځان راوړې اوکله به دغه جهادي نغا ره دغاړې کښته اوډنګول به یې بس شې ؟
دلته باید وویل شې چې د جهاد او اسلام سپیڅلي دین او دا ډول کلېمو ته د پوره درناوي سره زما موخه د خلکو دیني، اسلامي عقیدوې مقدساتو ته ګوته نېونه نه ده . موخه مې هغه مذهبي سوداګرې ډلې دي چې تر اوسه لګیا دي او خپلې نغاری ډنګوی او په دې نومونو یې وطن، خلک، ولس او په ټوله کې افغاني ټولنه یرغمل نېولې او د هر ډول خوځښت، نوښت، بدلون، پرمختیا او ودې مخه یې ډب ساتلې اولا یې د ساتلوپه هڅه کې دي
 د بېلګې په توګه د نظار شورا :  دغه ډ له دخپل شتون له ورځې را د ېخوا په توطیواو چلوټواخته ده. سیکټاریستي ، ګروپي ، سېمه اېز، ژبنېزاو په ټوله کې ملي – افغاني ضد افکار خپروي او دا یې دتګلورې بنسټ جوړروی. دوۍ په خپل ترکیب او جوړښت کې داسې عناصررا ټول کړې چې د وا حد، یوموټی، خپلواک، سرلوړی، سوکاله پرمختللی ځواکمن افغانستان او سراسري مرکزي دولتي واکمنۍ ضد ګډ درېځونه لرې  دوۍ افغانان نه پرېږدي چې په یوه چرګۍ سره راټول شې او د سولې، پخلاینې، پوها وی اویو بل ته د ورورۍ لاسونه ورکړې او د ځان او هېواد په وړاندې پرتو ستونزو او ننګونو ته دحل لارې چارې پېدا کړې. کله چې داسې یو ملی خوځښت او غورځنګ سر پورته کړی ، دوۍ یې په وړاندې خنډ  شې او مخه یې ډب کړې . ښه بېلګه یې په روان اوسنی سیاسی بهېرکې د دغه ډلې منفي ونډه او درېځ  دی
 دغې ډلې تېر ناولی ملي ضد تاریخ ته په کتو سره په ډیره ځېرکتیا ، هوښیارۍ او چالاکۍ سره د کرزي په دیارلس کلنه دوره کې د دولت په ټولو اورګانونو او په ځانګړې ډول ددولت په درې ګونو اورګانونو کې ښې ډیرې غوښنې څوکۍ په خپل واک کې راوستلې او اوس یې هم لرې. د ټولنې په اقتصادي زېرمو اوامتیا زونو یې خېټه واچوله او ښه ګټه یې ترې پورته کړه او اوس یې هم پورته کوی. فرهنګي اوډله اېزو رسنیو کې یې ښه برلاسی تر لاسه کړاو دادې اوس هم ښه څرګند دی. په نړېوالو کچه، نړېوا لواړېکو، سفارتونو او قونسلګریو کې یې ښه پوره او پرېمانه ونډه تر ګوتو کړه. د ټولټاکنو په لومړی، دویم او پړاو کې د ټولو نورو ډلو او ټپلو، سازمانونو اوتنظېمونو په پرتله دوۍ ډیرې شتمنۍ ، څوکۍ او امتیا زونه په لاس کې لری اوداد ی په درېم پړاو کې د لا ډیرو څوکیواوامتیازونو د ډیرولو لپاره لا نورې چنې وهې او لګیا دي توطیې او چلوټې کوي . په دې برخه کې خو ښه د نورو مجاهدینو څو ګامه وړاندې دي اوهېڅ خپل حساب کې یې
هم نه شمېرې او نه ورباندې حساب کوي
 داچې په کورنیو او خپلمنځې جګړو، دکابل ښاراودهېواد په نورو برخو، د دارالامان تاریخي ودانۍ په
 ورانولو، ملی موزیوم، ملي ارشیف او بانکونو په غلا، چور او د زرګونو افغانانو په وژلو، بې ځایه کولواو په ټوله کې د هېواد په ورانۍ اوغلا کې لاس درلود اولرې یې دایې د کارنامو نوری لاسته راوړنې او مېراثونه دي چې د افغا نا نو له ذهنه تر نن ورځې پورې نه دی وتلې
پورته پېښو، کړنو اوکارنامو ته په کتو سره ګورو چې تارېخ بیا تکرارېږې. دادی اوس بیا دغه ډله په ډیره سپین سترګۍ لګیا ده اود افغانانو سترګو ته خاورې شېندې. په ټولټاکنو کې د پراخو درغلیو چغې وهې. دولس په ووټونو ملندي وهې او د ګډو اوپسونو سره یی پرتله کوي. په هېڅ بڼه چمتو نه دي چې د واک ګدۍ پرېږدې او خپل څوکلن، کرغېړن واک په قانوني او سوله اېزه توګه ولسي اومنتخبې مشرۍ ته چې د ټولټاکنو په پایله کې بری ته رسېږې، پرېږدې. نړېواله ټولنه، افغا ن ولس، ټولټاکنو کمیسون او نورې مدني ټولنی اوسازمانونه یوې خوا او دغه بد مسته، بد ما شه، زورواکه او ټوپکواله ډله بل خوا ته ده

 هېله ده افغانان خپل تېرتارېخ ته په کتو سره د تارېخ دغه نازکه اوحساسه شېبه، چې د زوروا کۍ، سېمه واکۍ ، ځانځانۍ، ګډودۍ نه، ولسواکۍ، مرکزی وا کمنۍ، سولې او ټولنېز نظم ته د لېږد شېبه ده پام وکړې اودبد لون او دوام لاره خپله کړۍ او د غنی په مشرۍ سره، دغه جهادي ټېکه دارۍ ته د پاې ټکې کېږدې او پرینږدې چې نوردا ډول فرعونان، زورواکان، ټوپکوال، قانون ما تونکې اود ټولنېز نظم سرغړونکی یې په ژوند او شتون لوبې وکړې. جها د ي ټېکه داري نوربس دی. افغانان نورددې ټېکدارۍ ستړې شوې او نه غواړې چې ددغه ډول ټېکه دارۍ ښکارشې او دوۍ یې د خپلو جیبونو د ډکولو، شتمنیو زیاتولو، لا نورځان پړسولو او د واک د غځولو لپاره ټېکه او برمته کړې
پای