اې افغانه!

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

لیوال افغان
زما په شمول د ټول افغان ملت پیغام واضح دی، ځکه ملت له هغې تورې تیارې اوس را بیرون شوی دی چې نه پوهیدل.... اوس زمونږ افغانان شکر دی په هر څه ډیر ښه پوهیږي، په سیاست کی که ووایم تر ټولو ښه پوهه لري او پرې پوهیږي دا هم ډیره له مبالغې ډکه نه ده.

زمونږ په ټولنه کې خبره د قاون ده، نور هیڅ هم نشته، که قانون عملي شي، زه فکر کوم چې هر ډول ستونزې به ډیرې ښې حل او فصل شي.

که قانون حاکم نشي، فکر نه کوم چې افغانان دی نور په خپل کور کی پر چا باور وکولای شي، مونږ هر څه منو او باید ويې منو. که مو بایللی هم وای، دا زمونږ ملت دی...! دا مو خاوره، کلی ، کور او ښار دی، پر مونږ دیني، ایماني او انساني حق لري چې خدمت ته یی هر افغان خپلې مټې را بډ وهي. هر څوک که په ټاکنو کې بریالی او یا ناکام اعلانیدای، باید په دواړو صورتونو کې مو دغه هیره شوې خاوره يوځل یاده کړې وای او خدمت مو یی دیني او بشري وجیبه بللې وای، خو بد بختانه به ووایو چې له ځينو خود غرضو اشخاصو سره دا مفکوره نشته او د دې ځوریدلي اولس پاکو رایو ته په سپک او کم نظر ګوري

آیا دا سرښندنې او د جګړې په لومړی کرښه کې به ووایم د رایو محلونو ته تلل د هیرولو دي؟ ددې پر ځای چې د ملت اوښکې توی کړو او یا وینې وبهوو باید اوښکې یی ور وچې کړو، په غرونو کې امن حس کړو او د ونو تر سیوري لاندې د خپل وطن ښایست منظر وکړو، نه دا چې ټوپک په لاس د وچې ونې لاندې کښینو او بیا د جهالت د دورې په شان مو د وینو ډک لښتي بهول ارزو شي.

اولس د افغانستان په ټول تاریخ کې په لومړي ځل څه ډول شرایطو کې د خپل ځان او سر په قیمت رایه ورکړه؟

له سر سره لوبې وي، خلک د خپلو رایو په ورکولو سره ځانونه په مرګ حسابوي،د خلکو ګوتې پرې شوې، ښځې په لومړي ځل له کورون ووتې، د يو افغاني او دیني احساس له مخې خلکو خپل مړي په کورونو کې تر هغې پريښول چې يې رایه ورکړه، ټوله شپه یی د خپلو سیمو امنیت ېي پخپل يو ټوپک او مټ تر سهار او بیګاه وساته...! نو څرنګه باید ددې اولس مشران زړه ښه کړي چې د دوی رایه تقلبي او یا ونه منلی شي؟ عجب دوستور مو په رایجولو را وستی دی...!

که ډاکتر اشرف غني احمدزی خپل سیاسي رقیب ډاکتر عبدالله ته له خپلو هغو رایو ور تیر هم شي چی د ډاکتر عبدالله د ټيم په نظر تقلبي او یا ورته د منلو وړ نه دي، نو آیا د اشرف غني پلویان به یی در سره ومني؟؟؟؟؟ زه وایم هیڅکله به دې ډول بې قانونه پریکړو ته حاضر نشي، که دا ډول د بې قانونئ فضا په هیواد کې را مینځ ته شي، فکر نه کوم چې بیا دې څوک پر هر ښه سړي هم باور وکولای شي، همدا وخت د بربادۍ دی او همدغه د بدبختۍ ورځې دي چې پيلیږي، خدای دی داسې هیڅ نه کوي......! ځکه مونږ ته معلومه شوه او تجربه شوه چې د بې اعتمادۍ د فضا په رامینځته کولو کې دغه ملت څومره ناخوالې و زغملې، نور بس دی ...
پریږدئ دا مظلوم ملت چې د خپلو رایو د ورکولو تمه او ارمان یی پر ځای پوره شي نه بې ځایه
افغانان د یو روڼ سبا په تمه دي... نور خپل تیر بد تاریخ مه تکراروئ...

لیوال افغان