سمش شومه دم
وایی یو پاچا و، یو زوی یې درلود، د خپلې پاچاهی او د زوی د راتلوونکي په اړه سودامن و، غوښتل یې چې پاچاهی تخت یې خپلې کورنۍ ته پاتې شي او زوی یې د نړۍ د یادو خلکو په ډله کې حساب شي. له
ځانه سره یې وویل چې اوس لا وختي دی او له همدې شیبې یې باید پیل کړم چې زوی مې د تل له پاره دا چانس له لاسه ورنکړي. رښتیا ده چې مادي شتمني د ټولنیز شعور د لوړتیا ټاکوونکی ده. ویې پتیله چې ددې ستونزې د لار موندلو له پاره خيل وزیران، علما، درباري پوهان او سلا کاران را وغواړي، همداسې یې وکړل له هغوي څخه یې وغوښتل چې داسې یوه ښوونیزه پالیسي او تګلاره جوړه کړي چې شهزاده په اسانۍ سره وکړای شي د هماغه مهال علم او پوهه تر لاسه کړي. پر سبایې شاهانه تدابیر ونیول شول، د مجلس پرېکړی او مشوری یو د بل پسی پلی کیدلې. لومړی د پریکړې سره سم د شهزاده د زده کړو له پاره جید علما او پوهان وټاکل شول څو شهزاده د وخت د علومو په ښوونه سمبال او وروزل شي.
علماوو د پاچا او د هغه د وزیرانو پریکړه لکه پنځه وخته لمونځ په پام کې ونیوله او د شهزاده ښوونې اوروزنې ته یې کلکه ملا وتړله. هر عالم او استاد د پاچا د زړه د لاسته راوړلو له پاره د نړۍ د معتبرو معلوماتو او علومو په پام کې نیولو سره درسي لارښودونه تیار او د شهزاده په واک کی يې ورکړل. پاچا چې د پوهانو او علماوو زیار ولید او د شهزاده د روزنې له پاره یې دهغوي پاملرنه ولیدله، خدای شته چې ډیر خوښ شو او استادانو ته يې د ژوند د ښه شرایطو برابرول لا یقیني کړل.
د یوې نه بلې ورځې ته د استادانو د یو اړخیزې ښوونې لوړیدل، د نړۍ معتبرو پوهنیزو لوستونو څخه د توکو راټولول، درانه لوستونه او پیاوړي علوم او له بلې خوا د شهزاده د د ربار خوښۍ، سرودونه او محفلونه دوه هغه لیوه او پسه وو چې په یو اخور يې ګوزاره نه سره کیده. هر سهار به چې استادانو د زوړ لوست پوښتنه او یادونه کوله، هغه ټول یادښتونه به د شپی په اوږدو کې د دربار د سرودونو کومې ښکلې یا ښکلي د پایکوبونو لاندې شوي وو.
ورځی په میاشتو او میاشتې په کلونو واوښتې د شاګرد او استادانو تر منځ روان جړه همداسې ګونګه مخته روانه وه، روانه ستونزه په داسې یوه معما بدله شوې وه چې نه استادانو پاچا ته رسولی شوه او نه یې د شهزاده له پاره داسې نسخه موندله چې د هغې اند او ژوند ته بدلون ورکي او د پاچا ارمانونو ته د بري ټکي کښیږدي. هسې خو هم شهزادګان نازولی او د ټولنې د نورو خلکو څخه لوړ مخلوق دی. هغوی ته استاد، پوهان او د ټولنې نور هغه ژغوروونکي خلک چې ټولنه په پښو دروي، درانه ورته په نظر نه بريښي، فکر کوي چې دوي الله ج د دوي د خدمت له پاره هست کړي دي. استادان مجبور وو چې د شهزاده کړنې له ځانه سره و ساتې. د زده کړو ټاکلی موده چې په پام کې نیول شوې وه بشپړه شوه، پاچا بیا لویه غونډه را وبلله، دربار ته يې د وزیرانو، علماوو، کارپوهانو او نورو ترڅنګ بهرني دوستان هم را وبلل څو وګوري چې زوی په دې اوږده موده کې څومره زده کړې کړې دي او ترکومې درجې رسیدلی دی.
په بله ورځ پاچا؛ علما او شهزاده دواړه دربار ته را وغوښتل، لومړی یې له علماوو څخه د شهزاده په اړه پوښتنې وکړی، خو هغه د «پړانګ او د پاڼ» ټوکه وه، هیچا جراات ونه کړ چې د شهزاده په اړه سپینې خبرې له پاچا سره شریکی کړي، علما وو د ځآن د خلاصوون له پاره خپل اوږده او تفصیلی معلومات پاچا او د مجلس ګډونوالو سره شریک کړل، ټولې خبرې د کتابونو له مخې ریښتنی وی خو کله چې وار شهزاده ته ورغی نو هماغه د «زوړ امام او زړو ترایحو» خبره وه. شهزاده نه چیرته تللی او نه راغلی و.
پاچا ډیر بې چورته او خواشینی شو، د شهزاده د زرین وخت بیهوده تیریدل، د جیدو علماوو له پوهې ګټه نه اخیستل، د انفرادي زده کړې له پاره دومره درانه لګښتونه، ټولې هغه پوښتنې وې چې پاچا يې نه یوازې د خپلې کابینې، مخورو، علماوو، پوهانو په وړاندې ناهیلی کاو، بلکه د ټولو هیوادوالو پر وړاندې یې د پاچا کمزوری او کاواکي ښودله.
دا ځل پاچا یو وار بیا د خپل زوی د زده کړو له پاره له بهره علما او پوهان راوغښتل، خپل زوی هغوي ته کښیناو، څو د وخت په علومو او پوهې منور کړي. تقدیري خبرې دي هه «چې خدای په لارې نه کړي په لار نه شي»، په شهزاده دا ښوونیزه دوره هم لکه د پخوا په شان تیره شوه او استادانو هماغه چاره چې په پخوانۍ دوره کې د تیرو استادانو له خوا تر سره شوې وه، سرته ورسوله. دا وار پاچا ډیر اندیښمن شو، ټول خیالونه او هیلې په ناشونو ارمانونو بدلې شوی. هوښیاره کابینه او هوښیار سلا کاران د یوې ټولنې راتلوونکې ته چوکاټونه جوړوي، نه پریږدي چې مشران او د زمانې چارواکي یې د تلپاتې ستونزو او بې ځوابه پوښتنو سره مخ شي.
دا ځل خپلو وزیرانو او سلاکارانو بیا پاچا ته یوه وړاندوینه وکړه او ورته ویې ویل چې پاچا صیب قربان دې شم ، شهزاده چې ستاسو ځای ناستی دی د زده کړې یو بل چانس هم ورکوو، دا ځل د ټولو نه يو تن ښه عالم، پوه او د وخت د علومو سره اشنا استاد ورته پیدا کوو، انشاءالله چې شهزاده به ژر تر ژره ستاسو د عمرونو ارمانونو ته ځواب ووايي.
هماغه و چې پاچا کورنیو او بهرنیو علماوو او پوهانو ته غږ کوي، «دا ځل غواړم چې داسې عالم او پوه استاد پیدا کړم چې زما زوی په ډیر کم وخت کې په منطق، فلسفه، قانون، قضا او نورو مدني علومو وپوهوی، ژر تر ژره یې د پوهې لوړو پوړیو ته ورسوي او په دې ډول زما هغه خیالونه چې تر اوسه لکه سیوری پر ما پسې دی په رښتیا او حقیقت بدل کړي».
موده پس یو عالم حاضریږي چې شهزاده د شاګرد په توګه ومني، پاچا خپل شرطونه وړاندې کوي او په وروستیو کې ژمنه اخلي که چیرې دده دا هیله پوره نه کړای شي نو عالم به په ډیره ستره جزا چې مرګ دی محکومیږي. دا ځل نو شرط هم دروند دی او بارهم، خو عالم هم علم ترڅنګ ټولنیزه زیرکي او هوښیاري لري دې درانه شرط ته په اسانه سره اوږده نه ورلاندې کوي. پاچا ته خپل شرطونه په لاندې ډول وړاندې کوي؛
• د وخت غوښتل.
• زیاته اندازه پانګه چې د شهزاده په روزنه کې یې وکاروي.
• د شهزاده د روزنې بشپړ واک.
• له دې ښار څخه و بل ښار ته د شهزاده لیږد.
پاچا د خپلو شراطو سره یوځای د عالم شرطونه مني، هغه څه چې سفر ته اړین دی دوی ته یې تیاروی. شهزاده او عالم دواړه له دې ښار څخه یو بل ښآر ته روانیږي. دوي هغه ښار ته رسیږي چې عالم په پام کې نیولی دی، د رسیدو سره سم عالم د پانګې یوه برخه د شهزاده په واک کې ورکوي، پریږدی یې، هره چاره چې تر نظر یې غوره راځي سرته ورسوي. پاتې پانګه عالم په یوه سوداګریزه چاره بنده وی او په سوداګرۍ پیل کوي. استاد او شهزاده دواړه په یو ښار کې د دوه بیلو موخو سره اوسیږي. شپې ورځې اوړي، د پاچا وعده رانږدی کیږي. د عالم د خپلې سوداګرۍ زړه او د شهزاده د خپلې بې سره خپلواکۍ زړه نه کیږي چې خپل ښار ته وګرځي.
عالم یو حسابی سړی و، البته دا به یې ارزولې وه چې د شهزاده څه نه جوړیږي نو راشه دومره پانګه ورکړه چې تر ټاکلی مهاله مو ورسوي. همداسې وشول ټاکلي پلان له مخې یوه ورځ شهزاده چې پانګه یې خلاصه کړې وه د استاد پوښتنې ته راغی، ګوري چې د استاد ژوند يې ډیر ښه بدلون موندلی او خپل مهارت یې په يوه په زړه پورې چاره کې کارولی دی. شهزاده ناهیلی ښکاری خپل استاد ته وايي چې وخت پوره دی، زما او ستا ژمنه نیمګړې ده. د استاد په شونډو نرۍ موسکا خپریږي او شهزاده ته وايي ته سودا مه کوه تاته د ټولې نړۍ علوم په یوه شپه کې در زده کوم.
شهزاده ته اوس هره شیبه لکه دکال په شان اوږده ښکاری، هغه شپې ته سترګي په لاره دی چې استاد یې وعده ورکړی ده. له بله پلوه شهزاده له دې کبله هم متاثره بریښي، ځکه پلار د وروستي ځل له پاره یو چانس ورکړی او باید ویې ګټي. خو شهزاده له دې ناخبره دی چې د داسې استاد سره یې مخه ده چې خپله ژمنه سرته رسوي.
هغه شپه راورسیده، استاد او شاګرد په همدې شپه د هماغه ښآره په یوه ګوښه کې سره یوځآی شول، نن شپه استاد شهزاده ته هغه لوست ورزده کوي چې دواړو ورپسې د عمر یوه اوږده موده تیره کړې وه. اوس نو عالم ډیر سرلوړی بریښي، ځکه سوداګري يې په دې ښآر کې ډیره غوړه وه، نور نو هغه سره داسې ویره نه وه چې که خپله وعده سرته ونه رسوي نو ګواکی د کوم زیان سره به مخ شي، هغه په خپلو پلانونو کې بریال ښکارید. خو شهزاده ډیر وار خطا دی ځکه د یوې لورې یوه شپه او د پلار سره یوه وعده لري او له بله پلوه دټولې نړۍ دعلم زده کړه چې دواړه یوه ناشوني راتلونکی بریښي، ګرانې خبرې دي.
شهزاده له زړه نا زړه له استاده وغوښتل چې په لوست پیل وکړي، خو استاد په ډیره ماهرانه لهجه ورته وویل چې اوس ویده شه سهار وختی دې را پاڅوم او سبق درته شروع کوم، له دې خبرې سره استاد ویده شو او شهزاده ټوله شپه تر سهاره خوب ونه که.
استاد چې سبا را پاڅید له لمانځه وروسته یې شاګرد کښیناوه او ورته ویې ویل، تاته یو ټکی ښیم چې د ټولو علومو مورده، دا ټکی صحیح زده کړه د نړۍ هیڅ جید عالم، ستر سیاستوال، قانپوه، قاضی او کارپوه تا نه شي ماتولی، ته لومړی دهغوی ټولې ویناوی واوره، په ځیر سره به ورته غوږشی، کله چې هغوي خپلې ویناوی واورولې او ستا نظر یې غوښت ته به ورته ووایې چې نه یې منم،د هیچا غوښتنو ته به ځواب نه وایی، په دې کار سره به ته د پلار د پاچاهۍ او وراثت یوازینی مالک شي.
هماغه و چې دوي خپل ملک ته را وګرځیدل، په را رسیدو سره یې سبا بیا پاچا لوی عالمان، قانپوهان او کارپوهان، دې لوی او شاهانه کنفرانس ته راوبلل او دده سیالۍ ته یې کښینول، له دې ټولویې وغوښتل چې پراخه علمي مسایل د شهزاده مخې ته کیښیږدي. همداسې وشول، هر څوک چې د یو منظم منطق له مخې د شهزاده په وړاندې په یوه موضوع رڼا اچوي، تحلیل کوي، د خلکو ارزښتونو ته په پام کې نیولو ته د مسلی هره خوا را سپړي او څیړي يې نو د ګډون کوونکو د پام وړ ګرځي او خلک د داسې پوهانو په نظریو کې د ویاړ تر څنګ خپله راتلوونکی لټوي. د موضوع په پای کې، هره وینا او هره علمی سکالو چې په پوهنیزو بنسټونو ولاړه وي، شهزاده یې پرته له ارزونې او تحلیل رد کړي او په لوړ اواز ووايي چې نه منم.
د ټولو جیدو علماوو، کارپوهان، قاضیانو او قانونپوهانو نظریات رد او د نه یې منم په درې توریزه ټکو پای ته ورسیدل او په همدې ډول د پاچاهۍ میراث د شهزاده په نصیب شو.
په درنښټ
سمش شومه دم