د عبدالملک پرهیز ژباړه
زما او زما د راتلونکې له پاره زما د مور دروغونه ( مورې پر ما ګرانه يې)
دا کیسه زما له زېږېدو سره پيل شوه. د کورنۍ یواز نی اولاد وم، ډېر غریب او بې ولي وو. هیڅکله هم پوره خواړه مو نه لرل. یوه ورځ د خوړو دپاره مو دومره وریجې تر لاسه کړې څو له ولږې ځان وژغورو. مور مې خپله ونډه هم ماته راکړه ، له خپل بشقاب څخه يې زما
بشقاب ته وریجې واچولې او ویې ویل: زو یکه وریجې وخوره، زه وږې نه یمه مړه یم . او دا د هغې لومړني دروغ ول چې ماته يې وویل.
وخت تېر شو او زه لږ لوی شوم. مور مې لومړی د کور کارونه ترسره کول او بیا د کبانو د نیولو دپاره هغې کوچنۍ ویالې ته چې زموږ کورته نږدې وه، تلله. مور مې غوښتل زه کب و خورم څو ښه وده وکړم. یو ځل يې و کړی شو دوه کبان ونیسي. په بيړه کور ته راغله او خواړه يې جوړ کړل او دواړه کبان يې زما مخې ته کېښودل. ما د کبانو په خوړلو پیل و کړ او لومړی کب مې نږدې ټول وخوړ.
زما مور هغه غوښې چې په لشکو او هډوکو پورې نښتي وې ، را اخیستې او خوړل. زه خوښ وم چې هغه هم لګیا ده خوري . و خوره بچیه، ته نه پوهېږې چې زما کب خوښ نه دي؟ دا زما د مور دویم دروغ دي چې ماته یې وویل.
لږ نور هم چې لوی شوم نو باید ښوونځي ته تلی وای، خو موږ هیڅ هم نه لرل چې د ښوونځي وسایل ، قلم او کاغذ پرې را ونیسو. مور مې بازار ته لاړه او د جامو له هټېوال څخه يې یو څه جامې په پور واخیستې او بېرته ستنه شوه . د هر کور دروازه يې و ټکوله څو جامې و پلوري. د ژمي یوه شپه چې باران هم اورېده ، مور مې ناوخته کړه زه چې په کور کې په تمه وم له کوره و وتلم او په نږدې کوڅو کې مې د مور لټون پيل کړ او ومې لیدل چې جنسونه يې په لاس کې دي او د کورونو دروازې ټکوي. غږ مې کړ ، مورې راځّه چې کور ته لاړ شو ، نا وخته ده او هوا هم سړه . پاتې کارونه سبا ته پرې ږده. موسکۍ شوه او ويې ويل: ستړې نه یمه . او دا زما د مور دریم دروغ ول.
د کال وروستۍ ورځ ورسېده او ښوونځی پای ته رسېده. ما ټينګار وکړ څو مور له ما سره ښوونځي ته لاړه شي. زه ښوونځي ته ننوتلم او هغه بهر د سره لمر لاندې زما په تمه ولاړه وه. کله چې آزموینه پای ته ورسېده ، له ښوونځي و وتلم. زه يې په غېږه کې و نیولم او د خدای نه يې زما د بري هیله وکړه. په لاس کې يې شربت ؤ چې ماته يې پېرودلی ؤ چې زه يې له ښوونځي څخه تر وتلو وروسته و څکم . خو څرنګه چې ډېر تږی وم نو یو څه مې ترې و څکل او تنده مې ماته شوه مور په غېږه کې و نیولم ویل يې وڅکه ځار دې شمه ، ما و لیدل چې مور ډېره خوله کړې نو ژر مې د شربت بوتل ورته ته ونیو او ومې ویل مورې و څکه ، ویل يې : ته وڅکه، زه تږې نه یم ، او دا څلورم دروغ چې مور ماته وویل.
کله چې پلار مې په حق ورسېده ، زما مور باید د کور ټول لګښت پوره کړی وای، بې وزلې کونډې ټول مسؤولیتونه په غاړه واخیستل. باید ټولې اړتیاوې پوره کړي. ژوند ډېر سخت او ستونزمن شو او موږ زیات وختونه وږي پاتې کېدو. زما تره یو ښه سړی ؤ او کور يې موږ ته نږدې ؤ. دومره خواړه به يې را ولېږل چې په اېلو به زموږ چاره او ګوزاره پرې کېده. زموږ ژوند ورځ تر بلې سخت او خرابېده ، کله چې تره مې لیدل زموږ ژوند مخ په خرابېدو دی زما مور ته يې نصیحت وکړ چې د کوم چا سره واده وکړي څو زموږ مسؤولیت په غاړه واخلي، مور مې لا هم ځوانه وه ، خو مور مې واده و نه منلو او ويې ویل: زه د چا مینې ته اړتیا نه لرم ... او دا د هغې پنځم دروغ ول.
لوست او ښوونځی مې پای ته ورسولو . زه دې پایلې ته ورېدم چې مور مې استراحت وکړي. او د کور مسؤولیت او د لګښت برابرول ماته پرې ږدي . روغتیا يې هم له خطر سره مخامخ وه او نور يې نه شو کولی هر کور ته ځان ورسوي. نو سبا يي د وخته به يې سابه او تر کاري اخیستل او د لارې پرسر به يې یو څادر خپور او سابه او تر کاري به يې خرڅول. کله چې هغې ته مې وویل دا کار خوشی کړه او پرې ږدي نور زه د کور لکښت پيدا کړم . ويې نه منله او ويې ویل: زویه خپله ګټه خپل ځانته و ساته ، زما ګټه ښه ده . او دا دهغې شپږم دروغ ول چې ماته يې وویل.
لوست مې پای ته و رسولو او وکیل را څخه جوړ شو. رتبه مې لوړه شوه. یو الماني شرکت کې په کار بوخت شوم . حالت مې ښه شو او د شرکت د رئيس مرستیال شوم . احساس مې کړه چې نیکمرغۍ ماته مخه کړې ده. په خپلو خیالونو کې مې نوی پیل ليده یو داسې ژوند چې سر تر پایه له نیکمرغۍ ډک ؤ . سفرونه به مې کول . له مور سره مې اړیکې ونیولې او ترې غوښتنه مې وکړه چې راشي له موږ سره ژوند وکړي. خو هغې چې نه غوښتل ما ته ستونزې پیدا کړي وویل زویه ، زه د ساعتېری او آرامه ژوند سره عادت نه لرم . او دا دهغې اووم دروغ ول چې ماته يې وویل.
مور مې زړه شوه نوره بوډۍ وه. د سرطان په لعنتي ناروغۍ اخته شوې وه او په کار ول څوک ترې ساتنه او پالنه وکړي او څنګ ته يې نږدې ناست وي. خو ما څنګه کولی شو د هغې خوا ته لاړ شم او تر خوا يې پاتې شم چې زما او دهغې تر منځ د یو ښار واټن ؤ . هر څه مې خوشی کړل او دهغې ليدو ته لاړم . ليدل مې چې رنځوره پر ځای پرته ده. کله چې زما پرېشانه حالت يې ولیده ، موسکۍ شوه . زما په زړه او ځیګر اور بل ؤ او ټول بدن يې راته سېځلو . ډېره خواره او ډنګره شوې وه. دا هغه مور نه وه چې ما پېژندله . له سترګو مې اوښکې جاري شوې . خو مور مې غوښتل ما ته زړه راکړي او ويې ویل : مه ژړا زویه، زه کوم درد نه احساسوم. او دا د هغې اتم دروغ ول چې ماته يې وویل.
کله چې دا خبره يې وکړه ، سترګې يې د تل دپاره پټې کړې . بدن يې د دې نړۍ له درد او غمه بې غمه شو. ..
دا خبره ټولو هغه کسانو ته چې په ژوند کې د مور له نعمته برخه مند دي کوم. مخکې له دې چې د هغې له نشتوالې و کړېږئ د دغه نعمت قدر وکړئ او دا خبره هغه کسانو ته هم کوم چې د مور د شتون له نعمته بې برخې دي . تل په یاد و لرئ چې ستاسې دپاره يې څومره رنځ او ستونزې ګاللي دي نو له خدای پاکه هغې ته د رحمت او بښنې غوښتنه وکړئ.
د ( ناصرالدوله ) فرمان چلوونکي سلطان عبدالحمید میرزا یوه کیسه:
سلطان مرزا کله چې د کرمان واکمن ؤ بلوچستان ته يې څو سفرونه وکړل او په خپل یو سفر کې يې د بلوڅو څو تنه مشران چې سردار حسین خان هم په کې ؤ ، بندیان کړل او په ولچک او زاولنو کې يې کرمان ته ولېږل. د سردار حسین خان زوی هم له پلار سره یو ځای بندي او زاولنه شو. څو ورځې وروسته د سردار حسین خان زوی ناروغه شو . د بلوڅو دغه سردار واکمن ته عذر او زاري وکړ څو ناروغه زوی يې خوشې کړي کېدی شي له زندانه بهر روغتیا ښه شي. خو دده هڅو هيڅ ګټه و نه کړه.
سردار د واکمن یو نژدې ملګري افضل الملک نه هیله وکړه څو د دوی په منځ کې منځګړیتوب وکړي، خو بیا هم بې ګټه و نه کړه. سردار دې ته اړ کېږي څو د کرمان له سوداګرو څخه ۵۰۰ د هغه وخت پيسې پور کړي او واکمن ته يې ورکړي . افضل الملک دغه وړانديز هم واکمن ته رسوي ، خو بیا هم واکمن يې نه مني.
افضل الملک واکمن ته وايې اخر دا د خدای او رسول لاره نه ده چې زوی د پلار د سترګو تر وړاندې په زندان کې مړ شي، که پلار يې ګناه کړې ده ، خو زوی يې کومه ګناه نه لري. واکمن وايي: ددې سړي په اړوند هيڅ مه وایه :د کرمان واکمن د سردار حسین خان د ۵۰۰ رپیو بډې په بدل کې د هیواد نظم نه پلوري.
په همدې ورځ د سردار حسین خان کوچنی زوی په داسې حال کې مړ شو چې د پلار له سترګو يې د اوښکو سیلاب جاري ؤ. له دې پېښې څو ورځې وروسته د واکمن زوی هم په هماغه ناروغۍ اخته کېږي . هر څومره چې طبیبان د هغه د ژغورلو هڅه کوي ، ګټه نه کوي. د واکمن په امر ۵۰۰ پسونه هلال او بې وزلو ته خیرات ورکوي خو بیا هم ګټه نه کوي او د واکمن زوی هم مړ کېږي .
د ویر په موده کې واکمن زیات غمجن وي. په همدې ورځو کې یوه ورځ افضل الملک د واکمن خونې ته ورځي .واکمن چې حال يې ګډوډ ؤ ژاړل یې او په لوړ غږ يې وویل: افضل الملک ! باور وکړه چې نه خدای شته او نه پېغمبر! که زه د رحم وړ نه وم او دعا مې د منلو نه وه خو لږ تر لږه د دې خوارانو او غریبانو دعا ګانو او هغه ۵۰۰ پسونه ، نذرونه او خیراتونه خو باید زما د زوی د ژغورنې د پاره ګټه کړی وای. افضل الملک په داسې حال کې چې واکمن ته ډاډینه ورکوي وايې: ولې هم خدای شته او هم رسول، خو پوهېږې د نړۍ خدای هم د خپلې نړۍ نظم او سمون د ناصر الدوله د حکمران د ۵۰۰ پسونو بډې په بدل کې نه پلوري!
کوچنۍ انجلۍ او هټيوال (دکاندار)
یوه کوچنۍ انجیلۍ یوې هټۍ (دوکان) ته ځي او هیټلوال ته یو کاغذ ور کوی او وايي: مور مې ویلي هغه څه چې په دې لست کې لیکل شوی دی ماته یې راکړه. دا هم پيسې.
هټيوال کاغذ اخلي او د لست شیان برابروي او انجیلۍ ته يې ورکوي، او په خندا وایي: ته ډېره ښه انجیلۍ يې چې د مور خبرو ته غوږ نیسې ، کولی شې یو موټی شکلات د جایزې په توګه واخلې.
خو کوچنۍ انجیلۍ له ځایه ټکان نه خوري، هټیوال داسې ګومان کوي چې انجیلۍ د شکلاتو له اخیستلو شرمېږي نو وايي : لور جانې مه شرمېږه ، راځه او په خپله شکلات واخله ، انجلۍ ځواب ورکوي: کاکا جانه؛ نه غواړم په خپله يې واخلم، نه شې کولی په خپله يې راکړې؟
هټيوال په حیرانتیا پوښتنه کوي: ولې لورۍ ؟ څه توپیر لري؟ او انجیلۍ په ماشو مانه خندا وايي : آخه ستا موتی زما تر موټي ډېر لوی دی!