ع.شريف زاد
د پاڼ او پړانګ ترمنځ پاتې کيدل په دې شيبو،ورځو، اونيو مياشتو او کلونو کې به نه يوازې د افغانستان لپاره بلکې دسيمې او نړي لپاره يو ستر بحران وګڼل شي هغه په دې مانا چې نوره د افغانستان اصلي ستونزه بايد وپېژندل شي، ملي حا کميت ته په ملي کچه اهميت ورکړ شي،
د ملت او ولس تاريخي هويت ته درناوى وشي، د اوږد او لنډ وخت پر مختګ او انکشاف ددولت په کچه د ټول افغانستان لپاره ښه محاسبه شي. ليرې به نه ځو موږ به دلته يوازې د ګاندې مثال راوړو چه هغه د هندوستان خلکو لپاره څه ډول مبارزه وکړه . څومره ېې له ولس سره خواخوږي کړې، او څومره ېې لنډې او اوږدې ، په دوړو او چکړو ډ
کو کوڅو په کوڅو، کلي په کلي بې له هرډول مرستو، او نورو کومکونو څخه ګز او پل کړي .د هغه خوراک اوبه، ليمو او شات وه . هغه لکه يو مسلمان د هند د خپلواکي لاس ته راوړلوپه وخت کې ېې ٢١ ورځې روژه تر سره کړه او هغه په دې باندې پوهيده چې د خپلواکۍ په وړا ندې په بشپړ توګه او هر اړخيزه ډول ملې مسوليت ته د عمل جامې ور واغوندي اود خلکو په اذهانو کې ېې په مثبت ډول منعکس کړي.دا هغه وخت وه چې نه انترنټ وه او نه فس بوک، نه تويتر وه او نه کومه بله وسيله چې د خلکو لپاره د خبر او معلومات سبب وګرځي.ګا ندي په يوه داسې هېواد کې مبارزه کړې چې له مختلفو مذاهبو، عقايدو، کلتور ا�
�فرهنګ جوړ شوى ملت وه چې په کلونو د يوه لوى شيطان په پنجو کې د طلسم او بد بخيو ډېرې ګډې وډې شپې تيرکړې دي.هغه د هېواد داسې يو ولس رابيدار کړ چې په نړۍ کې د نفوس په لحاظ دوهم هېواد بلل کيږي او په کال ٢٠٢٤کې به له چين مخکې او د نړۍ له نورو هېوادونو د نفوس لمړي درجه تر لاسه کړي.تاسې وګورۍ داسې نور ډير مثالونه شته چې زموږ د هېواد، ولس، ضرورتونو، او نورو پر مختګو نو لپاره د هېواد په سطحه ډير د اهميت وړ خبره ده او هېڅ څوک بايد په عادي توګه له دې حقيقت څخه که سيا ست کوي او که نه سترګې پټې کړي . هر ډول پلمې، چلونه، فساد، فريب که د هر چاپه نوم وي او هر ډول عنوان ول
ري دا به د افغانستان له مستقبل سر د پاڼ او پړانګ له دريځ لا هم د خطر ستره مسله وي.
موږ فکر کوو چې هر ډول سپکې او سپورې ، بې ځايه او بې وخت نيوکې، ګواښ او اخطار که ډير تند وي او که په مالګه برابرې، يوطرفه وي اوکه څو جهته، شخصي او که ګروهي، سمتي او که تنظيمې، سيمه ايزه وي او که نړيوال ټول بايد يو اړخ ولري چې په هغه کې انساني کرامت، عزت او احترام، عدالت او مساوات، ثبات او دريځ په عقيدوي لحاظ مراعات شي او په تيره بيا زمو ږ هغه نسل ته چې اوس د بهرني کلتور په پنجو کې د يوه مرغه په ډول راګير پاتې دى زموږ مسول کسان، مېندې او پلرونه دې ښه متوجه شي.اوس نور د هاها، زنده باد او مرده باد وخت نه دى. چک چکې او بې ځايه هوسونه، هواېې او بې خبره حکومت �
�اري او باداري نشته، د خلکو سترګې خلاصې دې او د ټولنې ټول ابعاد ورته له ورايه ښکاري.
زموږ په فرهنګ کې ازمايل شوى بيا نه ازمايل کيږي او که فرضا ازمايل کيږي هم بايد هغه په دې وتوانيږي چه ولس ته قنا عت ورکړي او له هر ډول چل او فساد څخه لېرې شي. اصلي مطلب ته راشو ګاندى سره له دى چې يو مسلمان هم نه وه خو په دې پوهېده چې دروغجنه مبارزه د انګريزانو په وړاندې نتيجه نه ورکوي هغه د دعوت او بلنې له لارې، د يوه مسالمت اميز انساني حرکت له لارې ، او په تيره بيا د عدم تشدد له لارې په دې بريالئ شو چې هندوستان ته د ملي خپلواکۍ پيغام راوړي او دغه هېواد د انګريزانو له استعمار ځخه وژغوري.
کله چې د امتياز په نوم يو کلئ په ولايت بدليږي او يا يو ډله په سهامي شرکت داددې مانا نه لري چې ولس نه پوهيږي او يا کله چې ټول محصلينو ته په مساوي توګه حق نه ورکول کيږي او له ټولو سکالرشفونو ، بهرني او کورني تعليمي پروګرامونه په عادلانه توګه نه بې برخې کيږي او حتې د ژبې د تعصب په نوم ددولت په نيم او نيم کله کتارو کې په ډاګه نغارې وهل کيږي د عادلانه کار نه دى دا ټول هغه کاږه بارونه دي چې تر مزل نه رسيږي نو راځي چې د پاڼ او پړاڼګ لارې له غوره کيدو څخه ځانونه لېرې وساتو
په درناوي
)