با احساسه محصلين کندهار کې خبريالانو سره بد چلند په کلکه غندي

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د افغانستان با احساسه محصلين

وروسته له هغه چې تېره ورځ دکندهار ښار د اتمې حوزې اړونده دډبرو له پله سره, د اتمې حوزې آمر جاجو د یو بريد په ترڅ کې ووژل شو، لږ وروسته سيمې ته ځينې خبريالان د رسنيزې دندې ترسره کولو په موخه ورسېدل، ترڅو د پېښې پوره

جزیات ترلاسه او ترخلکو يې ورسوي، خو سمدستي د پوليسو او د ميرويس روغتون نوکريوالانو لخوا له بد چلند او سپکو سپورو سره مخ شول، تر دې چې پوليسو د خپلو وسلو شپېلۍ د خبريالانو پرلورې ورواړولې او په مرګ يې وګواښل!
دا لومړی ځل نه دی چې د چارواکو لخوا له خبريالانو سره داسې ناوړه چلن کېږي، له دې مخکې هم څو ځله د هېواد په بېلا بېلو برخو کې,  ځينې خبريالان د بهرنيانو او امنيتي کړيو له بد اخلاقۍ، سپکو سپورو او وهلو سره مخ شوي دي، دا ډول پېښې د دې څرګندونه کوي چې بهرنیان او افغان حکومت په هيڅ ډول نه شي زغملی چې خلک له حقایقو خبر شي، تردې چې خبریالانو ته اجازه نه ورکول کېږي چې  خبر له سانسور څخه مخکې خپور کړي، له همدې امله ځينې رسنۍ خپله رسنيزه دنده په بې طرفه توګه نه ترسره کوي، بلکې  په بشپړ ډول د زورواكو د خوښې خبرونه خپروي.
خو بیا هم ځينې داسې با احساسه افغانان شته، چې  د خبر سانسورولو او حقایقو پټولو په وړاندې  تر خپله وسه مبارزه کوي، چې په دې تر څ کې نه یوازې له سپکو سپورو او بد چلند سره مخ کېږي, بلکې وژل کېږي او د بند د تورو تیارو میلمانه کېږي.
مونږ په داسې حال کې چې  ياده پېښه غندو، له رسینزو اداردو غواړو چې د خپلو خبریالانو د ژوند، عزت او آبرو ساتلو لپاره باید په جدي ډول کوټلي ګامونه پورته کړي, او د بهرنیو او اشغالګرو ځواکونو په ګټه خپله رسنيزه دنده زیانمنه نه کړي. همدا ډول دخبريالانو له ټولنې او نورو خپلواکو رسنيزو بنسټونو څخه هم غوښتنه کوو چې  دخبريالانو په وړاندي د بد چلند په وړاندي چوپه خوله پاتي نشي او په کلکه مبارزه ورسره وکړي.
په پای کې  د دا ډول پېښو د غندلو تر څنګ له مسؤولو چارواکو په کلکه غوښتنه کوو, چې خبريالان د خپلې رسنيزې دندې ترسره کولو ته پرېږدي، که مرسته نه ور سره کوي، کم ترکمه له وهلو او رټلو خو یې دې لاس په سر شي!  او هغوی چې دا ډول غیر اخلاقي کړنې تر سره کوي، د خپل عمل په سزا  ورسوي.
د افغانستان با احساسه محصلين
۱۴۳۵/۷/۲۷هـ ق
۱۳۹۳/۳/۵هـ ش
۲۰۱۴/۵/۲۶م