لیکوال : یوسف هېواددوست
پلار ، کولنګ او بېل په لاس هغې پس خانې ته په وارخطایۍ ورننوت چې هلته : مور ، بچیان او لمسیان یو بل ته نږدې ، جوق جوق ناست ول .ماشومانو د میندو په غېږه کې سره له دې چې ځان خوندې ګڼه ، خو بیا یې هم ژړل .انا ، سره له دې چې خپله هم وېرېده ، خپل لمسیان ،
اینګیندې او بچیان يې ، تسليٍ کول . د باندې له کوره ، هرې خوا ته د راکټونو ، توپونو او مرمیو د رالوېدو ، هیبتناکو غږونو د پلار په خوله کې هغه خبره وچه کړه چې غوښتل یې خپلو بچیانو او لمسیانو ته يې و وایي .
چا لاسونه د خدای په لور لپه کړي ول ،چا قران په لاس دوعا کوله او چا تشویش درلود چې د دوي کور ته هم بې ناموسي را نه شي .ښار د تاریخ غلو سوځولی و ، شا او خوا ، کابل په مرمیو کې وریت شوی و .ما پاس له بامه کتل چې کوږ پکول پر سر ، چارخانه دستمال پر غاړه لغړیانو ، د کابل له غرونو ، سره اورونه ، په بې ګناه خلکو ورول .ما دا هم اورېدل چې پلار خپلې کورنۍ ته ویل : که مړه شوو ، نو همدلته خپلې حویلۍ کې به یو بل خښووو . کابل ـ سیاه سنګ ۱۹۹۲
( دغه کیسه د پیام افغان تلویزیون لخوا هم خپره شوه )