اشرف غنی دوکه نشي

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

نصرالله احمدزی
زما ددۍ لیکنۍ مخاطب ښاغلی اشرف غنی احمدزی دی ،ولس او نړۍ پوهیږې چې له میلون زیاتې جعلې رایه په انتخاباتو کې ښکته پورته شوې دي چې۸۰٪ د ښاغلی عبدالله د ټیم په ګټه کارول شوي  او بل طرف ته دا هم له واقعیت لري ثابته

شوه چې تقریبآ ۷ میلونه  خلکو دې انتخاباتو کې برخه اخیستي وي ، د دې په ځای چې د ارګ مشر او تخرګونو ته ناست معاونین او سلاکاران  يې د یو ایتلافی رژیم بڼه په ولس وتپي دا به ډیره غوره او مثبت انتخاب وی چې ښاغلی اشرف غنی او ټیم  يې  صادقانه  دوهم  دور ته ورسره  لاړ شي ، زه خپل دا ګټوره بولم چې مونږ لومړی وزیر ولرو ځکه ولسمشر نشي کولئ چې کارونه ته رسیدګې وکړائ شي او بل طرف ته حالت ناسم دی ښاغلی حامد کرزی په دیارلسو کلونو کې پخپل سر باندې کوڅې ته هم نده راوتلائ او د عام ولس او عرض کوونکو لپاره يې دیدن  هم لکه د  انځرګل .
خو دا چې اوس د داسې نظام تاید نکوو چې لومړی وزیر دی ولرې هدف مو دا نده  چې له خپل دریځ مو شاتګ کړي او یا د  ریاستی نظام غوښتونکو په دلایلو قانع شوی یم ځکه مونږ د خپل هیواد تاریخ کې داوړه ډولونه ولیدل خو مالږه پکې نه وه ، اصلآ مسله دا ده چې ولسمشر کرزی د بحران او تراژیدی په زیږولو بوخت ده غواړی چې یو طرف ته یو تنظیم / خاصې ډلۍ ته ریاست او یا د لومړی وزیر چوکۍ وسپاری او بل طرف ته داسی یو څوک چې نه کوم سیاسی ګوند لری او نه رهبر دی ، ددې به دا معنی وی چې خاصه ډله به په میراثی شکل د هیواد سم نیم واک او ټولګټي تاسیسات  به لاس کې لري نور ملت به لاس تر ژنې ناست او د اهل کار شخصیتونه به مو دمبوره وهي .
که چیرې مقابل طرف هم ملی روحیه درلوداي او تیر تاریخ يې سکور غوندې تور نه وايې نو بیا که اشرف غنی پوهنتون کې استاد وايې هم باک يې نه درلود ، ښاغلی غنی باید دوهم دور ټاکنو ته لاړ شي پروا نکوي که  ناکام  شی خو اینده کې  به د یو قوي اپوزیسون په حیث  مطرح شی ، هغه هم د حکومت د ننه ، ولسی جرګه ، مشرانو جرګه، ولایتی شورای ګانې ، قضاي قوه کې او همدا ډول مختلفو  وزارتونو کې  به ستر شمیر کې ملاتړي  ولری ، د عبدالله ټیم د مالی امکاناتو خرجین تشه شوه ، ایران او نور بهرنی خواخوږي به داځل دومره مصرف ورته ونکړی ، چلونه يې رسوا  وشول ، داځل به صندوقونه د مخه ډک نشی کړاي ، ولس بیدار شو ، څارونکو تجربه پیدا کړه ، کمیسون به هم غلطی اصلاح کړی ، او بل  طرف (غنی) سره  د ولس  رایه  ده  نو چې  ولس  هم رایه درکوی ، رضاکارانه کمپاین هم درته کیږی .
هغه کاندیدان چې د عبدالله ټیم په بریالیوب کې  د خپل ځان او ولس ښیګڼه نه وینې او اوس له دوهم پړاؤ هم وتلي هغوي باید د غنی ملاتړ وکړی تر څو ملی حکومت ولرو نه دا چې د تل پشان یوه ډله چې حتی کابل ښار کې سور ټرافیک لایټ ته هم بریک نه نیسي ځکه چې د شورای نظار غړی یم .
په احترام
نصرالله احمدزی