عملیاتي سرټکي: (۱۱/ ۲/ ۱۳۹۳)
افغانستان: سره له دې چې ټاکنو ته ډېره پاملرنه کېږي، خو د ملکي وګړو ملاتړ لا هم ډیر مهم دی
د ۲۰۱۴ کال په دریو لومړیو میاشتو کې، د افغانستان په ډېرو برخو کې چیرې چې جګړه، نیونې، وژنې او بریدونه دوام لري امنیتي وضعیت بې
ثباته دی. د اپریل د پنځمې نیټې د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو ټاکنو وضعیت لاپسې خراب کړ او عادي افغانانو لپاره یې خوندیتوب نور هم بې ثباته کړ.
انټوني دیلزیل په سهیلي آسیا کې د آی سي آرسي د عملیاتو مشر چې اوسمهال د افغانستان لیدنه کوي وویل: ”د څو لسیزو جګړې له امله افغانستان اوس د څو لارې په سر دی، د ځوانانو او سپین ږیرو هیلې د یوې نوې لار لپاره یو شان دي. “
د جګړې یا نور تاوتریخوالي پر وړاندې باید د ملکی وګړو ملاتړ وشي او د شونتیا تر بریده له زیانه خوندي شي – بې له دې چې دا په پام کې ونیسو چې هغوی بې وسلې بهرنیان یا افغانان دي، یا دا چې دغه زیان له هوایي بریده منځ ته راځي یا د یوه ځانمرګي برید له امله، د یوه پټ ماین له امله یا پر یوه پوځي موخې د برید له امله . د اپریل د پنځمې نیټې ټاکنې له هغه څه چې ډیرو یې فکر کاوه په سوله ییزه توګه ترسره شوې.
په کابل کې د آی سي آرسي د نماینده ګۍ د مشر ځای ناستې وویل: ” بې له دې چې دا په پام کې ونیسو چې څوک ټاکنې ګټي، او یا دا چې ټاکنې دویم پړاو ته ولاړې شي؛ د ملکي وګړو ملاتړ به هماغسې مهم وي. “نوموړې زیاتوي:” دا په دې معنا ده چې موږ ډاډ ترلاسه کړو چې ملکي وګړي د څښاک پاکو اوبو او بنسټیزو چوپړتیاوو لکه روغتیايي پاملرنې ته بې خنډه لاسرسی لري. د روغتیایي مرکزونو، هغه کارکوونکي او د لیږد رالېږد وسیلې چې د روغتیایي موخو لپاره کارول کیږي او د ټولو هغو بشري هڅو چې زیانمنو کسانو ته د مرستې لپاره سرته رسېږي، باید درناوی وشي. “
د ۲۰۱۴ کال د دریو لومړیو میاشتو په ترڅ کې، آی سي آرسي او د افغاني سرې میاشتې ټولنې په ګډه کار کړی ترڅو د بېځایه شویو کسانو اړتیاوو وځوابوي، د هغو ټولنو ملاتړ وکړي چې د څښاک له پاکو اوبو او روغتیا پاملرنې بې برخې دي، د هغو کورنیو تر منځ اړیکې ټینګې کړي چې د جګړې له امله یو له بله جلا شوي او له هغو خلکو سره مرسته وکړي چې طبیعي ناورینونو ځپلي وي.
په لنډه توګه، د ۲۰۱۴ کال له جنوري تر مارچ پورې، آی سي آرسي:
• له ۱۹ توقیفځایونو څخه یې ۲۵ ځلې لیدنه کړې چې په دغه ځایونوکې ۱۸۰۰۰ تنه بندیان ساتل کیږي.
• له هغو کورنیو سره یې مرسته کړې چې له خپلو خپلوانو سره، چې د افغان او امریکایي چارواکو په زندان په پروان کې دي د ټیلفون له لارې ۱۰۴۰ ځلي وغږیږي؛ او د بندیانو او د هغوی د کورنیو تر منځ یې د ۸۵۰ مخامخ لیدنو اسانتیاوې برابرې کړي دي.
• د آی سي آرسي اوو ارټوپیډیک مرکزونو ۲۱۰۰ تنه نوي ناروغان ثبت کړیدي.
• له ۱۵۰۰ تنو څخه ډیرو کسانوته یې د کار په بدل کې د نغدو پیسو په پروژوکې کار برابر کړیدی؛
• ۱۴۰۰۰ هغه کورنیو ته چې د جګړې او طبیعي ناورینونو له امله بیځایه شوې وې د خوړو یو میاشتنۍ کڅوړې ویشليدي؛
• زرګونو وسله والو، سیاسي چارواکو، د ټولنې مشرانو، مذهبي مشرانو، د مدني ټولنو غړو او د آی سي آرسي مرسته اخیستونکو ته یې د آی سي آرسي د کار او هوډ په هکله معلوماتي غونډې په لار اچولي دي؛
• له میرویس او شبرغان روغتونونو سره اوس هم مرسته کوي چې دغو روغتونونو د ۱۵۰۰۰ بستر دننه ناروغان کتلي دي. ۸۴۷۰۰ تنه سر تر پښو ناروغان کلینیکونوته درملنې لپاره تللي دي. له ۴۰۰۰ ډیر عملیاتونه په دغو روغتونونوکې تر سره شویدي؛
• د اوبو داسې سیستمونه یې نصب او بیا رغولي دي چې له هغوی څخه ۱۷۰۰۰ خلک په ښاري سیموکې ګټه اخلي، او لاسي بمبې یې په کلیوالي سیموکې نصب او خلک یې روزلي چې له هغوی څخه ساتنه او څارنه وکړي چې پدې توګه ۱۱۵۰۰۰ خلک له پاکو اوبو څخه برخمن شویدي.
له توقیفځایونو څخه لیدنه او د کورنیو تر منځ د اړیکو ټینګول
آی سي آرسي په افغانستان او د نړۍ په نورو هیوادونوکې له زندانیانو څخه لیدنه کوي، چې د زندانونو وضعیت او هغوی سره د چال چلند ارزونه وکړي. د آی سي آرسي استازو په منظم ډول هغه زندانونه لیدلي، چې د افغان چارواکو، په ناټو کې شامل د غړیو هېوادونو د نړیوال امنیت او همکارۍ ځواکونو (ایساف) او د امریکايي ځواکونو لخوا اداره کېږي. آی سي آرسي همدارنګه د کورنیو له غړو سره چې د جګړې له امله جلا شوي مرسته کوي چې له یو بل سره اړیکه ټینګه کړي او د ورکو شویو خلکو په موندلو کې هم مرسته کوي.
د ۲۰۱۴ کال له جنوري تر مارچ پورې، آی سي آرسي:
• له ۱۹ زندانونو څخه یې ۲۵ لیدنې ترسره کړي چې په دغو توقیفځایونوکې ۱۸۳۱۴ تنه بندیان ساتل کیدل؛ ۶۳۴ تنه زندانيان یې په انفرادي توګه لیدلي چې له جګړې سره په تړاو نیول شوي وو چې له دغې ډلې څخه یې ۱۹۶ د لومړي ځل لپاره کتلي دي؛
• ۳ خوشې شویو زندانيانو ته یې د لارې کرايه ورکړې، چې خپلو کورونو ته ستانه شي. په دغه ډله کې ۱ بهرنی هم وو؛
• د افغانې سرې مياشتې ټولنې په همکارۍ یې د سره صليب۵۸۵ پېغامونه راټول او ۱۱۷۰ ویشلي دي، چې ډیری یې د بندیانو او د هغوی د کورنیو ترمنځ وو.
• له هغو کورنیو سره یې مرسته کړې چې له خپلو خپلوانو سره، چې د افغان او امریکایي چارواکو په زندان په پروان کې دي د ټیلفون له لارې ۱۰۴۰ ځلي وغږیږي؛ او د بندیانو او د هغوی د کورنیو تر منځ یې د ۸۵۰ مخامخ لیدنو اسانتیاوې برابرې کړي دي او آی سي آر سي دغو کورنیو ته د تګ راتګ اسانتیاوې هم برابروي.
• آی سي آرسي ۵۰ د نیول کیدو دوسیې لیدلي او د موندلو ۱۸ غوښتنې له آی سي آرسي شوي چې له دغې ډلې څخه ۴۸ موندلو دوسیې په بریالیتوب سره حل شویدي.
• خپلو خپلوانو ته یې له ۱۰۰ ډیرو هغو مړیو د لیږد چارې برابرې کړي چې د جګړې په ډګر کې پاتې وو. اته ناپیژاندي مړي هم د آی سي آرسي په مرسته له اسلامي اصلونو سره سم خاوروته سپارل شویدي.
روغتیا
میرویس ۴۴۴ بستریز سیمه ییز روغتون په کندهار ولایت کې چې آی سي آرسي په مرسته د افغانستان په سهیل کې د څلورو ولایتونو د ناروغانو او ټپیانو درملنه کوي. آی سي آرسي دغه روغتون ته درمل، طبي سامانونه او نور مصرفي توکي چمتو کوي او همدارنګه تشخیصي او بیړني خدمتونه لکه نسایی او د ماشومانو د درملنې په برخه کې د عامې روغتیا وزارت د روغتوني خدمتونو د اساسي کڅوړې سره یوځای مرسته کوي. د شبرغان ۱۵۰ بستریز روغتون چې له آی سي آرسي څخه په دوامداره توګه مرسته لاس ته راوړي طبي توکي (درمل او مصرفي توکي)، ناروغتیایي توکي (قرطاسیه، د پاککارۍ توکي، د روغتون فورمې، د سون توکي، آکسیجن او نور توکي) لاس ته راوړي. برسیره پردې، آی سي آرسي د طبي توکو د ساتنې او جوړونې په برخه کې مرسته کوي او په هرو دریو میاشتو د لابراتوار د توکو ارزونه هم سرته رسوي. د افغانستان په ختیځ کې د روغتیا څارنې یوه مرکز ته هره میاشت د طبي او نورو توکو مرسته هم چمتو کوي.
د ۲۰۱۴ کال، له جنوري تر مارچ پورې، آی سي آرسي:
• میرویس او شبرغان روغتونونو له ۱۴۹۳۰ څخه ډیر ناروغان په جراحۍ، داخلې، نسایي او ولادي څانګو منلي دي. ۸۴۷۰۰ سر تر پښو ناروغانو ته سلا مشورې ورکول شویدي. په دغو دوه روغتونونوکې له ۴۰۰۰ ډیر عملیاتونه سر ته رسیدلي دي.
• د افغاني سرې میاشتې ټولنې له ۴۴ کلینیکونو او په ټولنه کې میشت د لومړنیو مرستو خپلخوښو څخه تخنیکي او مالي ملاتړ کړی چې په جګړه ځپلو سیموکې خلکو ته روغتیایي مرستې چمتو کړي. په ټولیزه توګه، دغو کلینیکونو ۲۰۷۲۸۰ ناروغانوته سلامشورې ورکړیدي او ۱۲۰۹۰۰ ماشومانوته یې د ماشومانو او د پولیو واکسین کړیدی. همدارنګه د لومړنیو مرستو روزنه یې ۶۴۰ جنګیالیو، روغتیایي کارکوونکو او د موټرونو چلوونکو ته ورکړیده.
ارټوپیډي او د فزیکي بیارغاونې خدمتونه
آی سي آرسي په افغانستان کې د اوو ارټوپیډي مرکزونو چارې پر مخ وړي چې دغه مرکزونه غړو پرې شویو او نورو معلولیت لرونکو کسانو ته د بیارغاونې خدمتونه وړاندې کوي. دغه مرکزونه معلولیت لرونکو کسانو سره د حرفوي زده کړو، کوچني پورونو او ماشومانو ته په کور کې دننه روزنې له لارې مرسته کوي تر څو خپل ځای په ټولنه کې بیا لاس ته راوړي. په کور کې دننه د ملا د مهرې ناروغانو ته او د هغوی کورنیو ته روغتیایي، اقتصادي او ټولنیزې مرستې چمتو کوي.
د ۲۰۱۴ کال له جنوري تر مارچ پورې، آی سي آر سي:
• ۲۰۸۷ نوي ناروغان یې راجستر کړي، چې ۲۸۱ يې هغه کسان وو چې د بدن غړي یې له لاسه ورکړي وو، او له ۲۳۳۸۰ ناروغانو سره یې مرسته کړې ده.
• ۴۰۴۵ مصنوعي غړي او د خوځښت وسیلې یې جوړ کړیدي.
• ۶۲۹۶۰ فزیوتراپیکي درملنې کړيدي.
• ۱۵۰ ناروغانو ته یې کوچني پورونه ورکړي، ترڅو کار پیل کړي.
• د ۱۵۷ ناروغانو مسلکي روزنه روانه ده، چې په دغه موده کې ۴۱ تنه فارغ شویدي.
• د ملا د مهرې ناروغان یې ۱۷۷۵ ځلي لیدلي او د هغوی کورنۍ یې روزلي دي تر څو له هغوی سره مرسته وکړي.
د خوړو او نورو مرستو ویش
آی سي آرسي له افغاني سرې میاشتې ټولنې سره یوځای له هغو کورنیو سره د خوړو او ناخوراکي توکو بیړنۍ مرستې کړي چې د جګړې او طبیعي آفتونو له امله بیځایه شوې وې. د اقتصادي تامیناتو پروګرام له ټولنو سره مرسته کړې، چې د هغوی د اوبو کانالونه، استنادي دیوالونه او د اوبو دروازې جوړې کړي. د دغو بنسټیزو جوړښتونو په ښه کیدو سره، دغه کورنۍ کولای شي چې خپلې ځمکې ښې وساتي او ویې کري چې پدې توګه د هغوی د خوړو تولید او عاید ښه کیږي. له دغو کورنیو سره مرسته شوې تر څو د هغوی د عایداتو فعالیتونه لا ښه کړي.
د ۲۰۱۴ کال له جنوري تر مارچ پورې:
• له ۲۳۳۰ څخه ډیرو کورنیو (۱۶۳۲۰ کسان)، چې د جګړې یا طبیعي ناورینونو له امله بیځایه شوې وې د خوړو او ناخوراکي توکو مرسته لاس راوړي دي، چې د ژوندانه اړتیاوې پوره شي.
• آی سي آرسي او د افغاني سرې میاشتې ټولنې د نغدو پیسو په بدل کې د کار ۲۴ پروژې سر ته رسولي دي. نږدې ۱۵۴۰ تنو د اغیزمنونکو کورنیو غړو په دغو پروژو کې د کارکوونکو په توګه کار کاوه چې نغدې پیسې یې لاس ته راوړې او د ژوندانه اړینې اړتیاوې پوره شوې.
• د افغانستان په مرکزي او سهیلي سیموکې، آی سي آرسي ۶۷ مرستیال وترنرانو ته روزنه ورکړې او هغوی ته یې د وترنرۍ کڅوړې ورکړي چې په هره کڅوړې کې د څارویو درملو او د چینجیو ضد درملو شتون درلود. همدارنګه ۳۲۸ کورنیو د هیواد په لویدیځ کې دوه وزې لاس ته راوړي او د هغوی د ساتنې په برخه کې روزنه لیدلې ده. ۲۴۰ نورو کورنیو د بادام بوزغلی او نور توکي لاس ته راوړي دي تر څو خپل باغونه جوړ کړي.
د اوبو او روغتیا ساتنی خدمتونه
آی سي آر سي د افغانستان د اوبو له چارواکو سره په نږدې همکارۍ په ښاري او کلیوالي پروژو کار کوي او همدارنګه د روغتیا څارنې پوهاوی په زندانونو او دارالتادیبونو کې لوړوي او د پخلنځیو د رغولو، روغتیا ساتنې (د شاورونو، تشنابونو، فاضلو اوبو په ګډون) او په زندانونوکې د کورنیو د انتظار ځایونو د ښه کولو په موخه پروژې په لار اچوي.
د ۲۰۱۴ کال له جنوري تر مارچ پورې، آی سي آرسي:
• د هغو هاند اوهڅو د یوې برخې په توګه چې پاکې اوبه چمتو کړي، ۱۷۰۰۰ خلکو لپاره یې په سه درک (کندز ولایت) او خوست ښار کې د څښلو پاکې اوبه چمتو کړيدي.
• لاسي پمپونه یې لګولي دي او د هغې د ساتنې او څارنې په موخه یې خلکو ته روزنه ورکړې ده چې پدې توګه ۱۱۵۰۰۰ تنه په پروان، بامیان، غزني، کاپیسا، خوست، پنجشیر، ننګرهار، هرات، بادغیس، فراه، کندز، بلخ او فاریاب کې پاکو اوبو ته لاسرسی ولري.
• په ټول هیواد کې د روغتیا ساتنې د کچې د لوړولو په موخه یې په زندانونوکې ۹۰۰۰ بندیانو او د هغوی ساتونکو ته ناستې په لار اچولي دي او هغوی ته یې د روغتیا ساتنې توکي ویشلي دي.
• په ۷ محبسونو کې د ۴۸۰۰ بندیانو لپاره د روغتیايي وضعیت او اوبو رسولو له پراختیا سره مرسته کړې ده.
• په میرویس کې یو درملتون جوړ کړی او د عملیات خونه یې نوره غځولې ده او د دغه (۴۴۴ بستریز) روغتون د بیارغاونې کار دوام لري.
د نړیوال بشرپالونکي قانون د منلو پراختیا
ښکیلو لورو ته د ملکي وګړو د ملاتړ لپاره د هغوی د مکلفیتونو یادونه د آی سي آرسي د هڅو یوه بنسټیزه برخه ده، چې د نړیوال بشرپالونکي قانون منلو ته لا پراختیا ورکړي. همدارنګه، آی سي آرسي په مدني ټولنو، دولتي ادارو او اکادمیکي کړیوکې د آی اچ ال په هکله پوهې ته پراختیا ورکوي.
د ۲۰۱۴ کال له جنوري تر مارچ پورې، آی سي آرسي:
• د آی سي آرسي د کار او هوډ په هکله یې ۴۷۴۰ تنو ته معلوماتي غونډې په لار اچولي، چې د مدني ټولنو غړو، مشرانو، مذهبي مشرانو، د ولایتي شوراګانو غړو، سیاسي چارواکو، د نا دولتي موسسو کارکوونکو، د افغان ملي اردو او پولیسو غړو، ځایي پولیسو غړو، د ملي امنیت د ریاست غړو او وسله والو مخالفینو پکې ګډون درلود.
• د ملي اردو ۴۵ استادانو ته یې د روزونکو د روزنې کورس د وسله والې نښتې د قانون په اړه د ځمکنیو ځواکونو په قوماندانۍ کې په لار اچولي دي.
• د وسله والې نښتې د قانون په اړه یې ۷۸ یوه او دوه ورځنۍ خپرنیزې غونډې د ملي اردو، ملي پولیس او د ملي امنیت ریاست کارکوونکو چې بیلابیلې رتبې یې درلودې او همدارنګه نور وسله والو کسانوته چې شمیر ۳۳۰۰ تنه وو په لار اچولي دي.
له افغاني سرې مياشتې ټولنې سره ګډ کار
آی سي آر سي له افغاني سرې مياشتې ټولنې سره تخنيکي او مالي مرسته کوي، چې یو لړ بشري خدمتونه او پروګرامونه په ټولنه کې پلې کړي.
د ۲۰۱۴ کال، له جنوري تر مارچ پورې، آی سي آرسي:
• په هلمند، ارزګان او زابل ولایتونوکې د افغاني سرې میاشتې ټولنې او آی سي آرسي د مرکزي نماینده ګیو په ملاتړ د سرې میاشتې د ۱۱۰ د خپلخوښو د مشرانو نوم لیکنه پای ته رسولې ده.
• له افغاني سرې میاشتې ټولنې سره یې مرسته کړې چې په دوبۍ کې د خپلخوښو د تنظیم په اړه یوه غونډه جوړه کړي چې د سرو میاشتو او سره صلیبونو او د غورځنګ نورو اجزاوو پکې برخه اخیستې وه.
• په لغمان، کونړ او ننګرهار ولایتونوکې د افغاني سرې میاشتې ټولنې ۹۰ تنو خپلخوښو ته یې سوغاتونه ویشلي او په دغو دریو ولایتونوکې تر ټولو ښه خپلخوښي پیژندلي دي.
• د افغانستان په شمال، ختیځ او لویدیځو برخوکې د افغاني سرې میاشتې ټولنې د سیمه ییزو دفترونو د کارکوونکو د وړتیا لوړولو په موخه یې د ستراتیژیکې مشرۍ او د مشرۍ د مهارتونو د لوړولو پنځه ورځنی ورکشاپ جوړ کړیدی.
د لا ډیرو معلوماتو لپاره له لاندې شمیرو سره اړیکه ټینګه کړﺉ:
جسیکا باري، آی سی آرسی کابل، ټیلفون: ۰۰۹۳۷۰۷۷۴۰۵۲۶
رفیع الله ستانکزی، آی سي آرسي کابل، ټیلفون: ۰۰۹۳۷۸۸۳۰۸۹۰۸
انستیزیا اسیوک، آی سی آرسی ژنیو، ټیلفون: ۰۰۴۱۲۲۷۳۰۳۰۲۳ یا ۰۰۴۱۷۹۲۵۱۹۳۰۲
یا زموږ ویب پاڼه ووینئ: www.icrc.org
که د آی سي آرسي وروستۍ ویدیوګانې ليدل غواړﺉ یا یې ډانلوډ کړۍ دغه لینک وګورﺉ:www.icrcvideonewsroom.org
که غواړﺉ پوه شئ چې آی سي آرسي په روغتیایي کارکوونکو او ناروغانو باندې د بریدونو د ختمولو لپاره څه کوي دغه لینک وګورﺉ: www.healthcareindanger.org
له آی سي آرسي سره په لاندينيو ادرسونو یوځای شئ:
facebook.com/icrcfans یا twitter.com/icrc_english
Afghanistan: Protecting civilians remains paramount as elections take centre stage