نوی کال او ړوند
د عبدالملک پرهیز ژباړهد نوي کال په لومړۍ ورځ یو په زړه روښانه ړوند د یوې ودانۍ پر زینو ناست ؤ او یوه خولۍ او یوه تابلو يې، پښو ته نژدې خپلې مخې ته ایښی ول ، پر تابلو لیکل شوي ول : زه ړوند یم د مهربانۍ له مخې مرسته را سره وکړئ . یو نوښتګر ورځپاڼه لیکونکی يې له څنګه تېر شو ، نوموړي
ته يې و کتل او ويې لیدل چې په خولۍ کې یوازې څو پيسې پرتې دي. .. هغه هم په خولۍ کې یو څو پيسې واچولې او بې له دې چې له ړانده اجازه و غواړي د هغه تابلو يې اوچته کړه او یو څه يې پرې و لیکل او بېرته يې پر خپل ځای کېښوده او لاړه. مازدیګر کله چې ورځپاڼه لیکونکی له کاره د کور په لور تللو، د ړانده خولۍ ته و کتل ، ګوري چې بېخي له پیسو ډکه ده. ډېر خوښ شو . ړانده د پښو له غږه هغه و پېژانده او پوښتنه يې وکړه : آيا سهار تا زما پر تابلو کوم څه لیکلي ول؟ ورځپاڼه لیکونکي وویل: هيڅ کوم مهم څه نه ول ، ما یوازې ستا لیکنه بل ډول و ليکله او مسکی شو او په خپله مخه ولاړه. ړوند سړی هيڅکله هم پوه نه شو چې هغه څه لیکلي ول خو د هغه پر تابلو داسې لوستل کېده:
نن پسرلی دی، خو زه يې لیدلی نه شم!!!!!
ډېر ښه څه به ممکن شي ، باور و لرئ هر بدلون د ژوند دپاره ډېر ښه څيز دی . ان د خپلو کوچنیو کړنو دپاره له خپل زړه ، اروا، فکر او پوهې څخه پانګو نه وکړئ دا د بري راز دی.... مسکي شئ.
د سقراط درې پوښتنې:
کله چې مو کومه آوازه واورېده او یا غوښتل مو کومه آوازه تکرار کړئ نو دغه فلسفه په یاد لرۍ:
سقراط د خپلې زیاتې پوهې او درایت له کبله په لرغوني یونان کې زیات ستایل کېده. یوه ورځ یو ستر فیلسوف چې د سقراط له دوستانو څخه ؤ ، په زیاتو ولولو د سقراط لیدو ته ورغی او ويې ویل: سقراط ! پوهېږې چې ستا د یو زده کوونکي په اړه مې څه آورېدلي دي؟
سقراط وویل: یوه شیبه صبر و که مخکې له دې چې ماته کوم څه و وايې یوه کوچنۍ آزموینه ترسره کوم او هغه دا چې ته به زما درې پوښتنو ته ځواب راکړې.
سړي وویل : درې پوښتنې؟
سقراط ویل هو: هو سمه ده . مخکې له دې چې زما د زده کوونکي په اړه له ما سره خبرې وکړې، غواړم یوه شیبه هغه څه و آزمایو چې ته يې د ویلو نیت لرې.
لومړۍ پوښتنه د رښتینوالي ده. آیا پوره ډاډه يې هغه څه چې غواړې ماته يې و وايې رښتیا دي ؟
سړي ځواب ورکړ: نه ، یوازې مې په دې هکله آوريدلي دي.
سقراط وویل: ډېر ښه ، نو په رښتیا نه پوهېږې دا څه چې غواړې و يې وايې رښتیا دي یا نه دي؟
سقراط دوام ورکړ: اوس به دویمه پوښتنه کړم، دا د ښه والي پوښتنه ده، هغه څه چې د زده کوونکي په هکله غواړې ماته ووایې ښې خبرې دي؟
سړي ځواب ور کړ: نه ، ددې خلاف...
سقراط دوام ور کړ: نو غواړې ماته زما د زده کوونکي په اړوند بدې خبرې وکړې چې ته په خپله هم پرې یقین نه لرې ؟
سړی لږ وارخطا شو او ولې يې پورته واچولې.
سقرط دوام ورکړ : دریمه پوښتنه د ګټورتوب ده. زما د زده کوونکي په اړوند کومه خبره چې ماته يې کول غواړې، ګټوره ده؟
سړي ځواب ورکړ: نه ، رښتیا هم نه...
سقراط داسې پایلې ته ورسید: هغه څه چې ته غواړې ماته و وايې نه رښتیا دي او نه ښه او نه کومه ګټه لري نو ولې غواړې ماته يې ووایې؟
خپلو زامنو ته د یو پوخ او هوښیار سړي پندونه
یو پوه او هوښیار سړي څلور زامن لرل. ددې دپاره چې خپلو زامنو ته يې د ژوندانه لوست ورکړی وي، هغوی يې په ترتیب سره د یوې ونې لیدو ته واستول چې د دوی کور ته نژدې ولاړه وه.
لومړی زوی يې په ژمي ، دویم يې په پسرلي ، دریم يې په اوړي او څلورم يې په مني کې د ونې ليدو واستوه. بیا وروسته پلار څلور واړه زامن ځانته را وبلل او ترې غوښتنه يې وکړه چې د خپلو لیدنو پر بنسټ د ونې په اړوند خپل نظر څرګند کړي. لومړي زوی و ویل : ډېره بدرنګه ونه وه ، ډېره کږه وږه او ګډوډه ښکارېده. دویم زوی وویل: نه ... ونه له غوټیو ډکه وه او د غوړېدو هيلې ترې له ورایه ښکارېدې.
دریم زوی وویل: هو ... ونه له ښایسته غوټيو ډکه وه او هره خوا عطرونه يې خواره ول... ډېر زړه راښکونګی حالت ؤ چې ما تر اوسه په ژوند کې لیدلی نه ؤ. څلورم زوی وویل: نه!!! یوه بارداره ونه وه چې څانګې يې له میوې ډکې وې... له ژوند او پیدایښته ډکه وه.
هوښیار سړی موسکی شو او ويې ویل: تاسې ټولو رښتیا وویل، خو تاسې هر یو د ونې یوازې یو فصل لیدلی دی!
تاسۍ نه شۍ کولی د یوې ونې او یا یو انسان په اړوند د یو فصل پر بنسټ قضاوت وکړۍ. خوند، شوق او مینه چې د هغوی له ژونده را څرګندېږي یوازې په وروستیو کې ښکاري کله چې ټول فصلونه راغلي او تیر شوي وي!
نو له دې کبله که ژمي ته تسلیم شۍ ، د پسرلي د غوړېدو هیلې، د اوړي ښکلا او د مني میوه مو له لاسه ور کړې ده! داسې نه شي چې د یو فصل رنځ او کړاو له تاسې څخه د نورو ټولو فصلونو ښکلا او خوښي واخلي!
نو ته زما ډيره ګرانه دوسته ، ژوند ته یوازې د هغې د سختو فصلونو له مخې مه ګوره، په سختو لارو کې ټينګار وکړه، ښې شیبې به را ورسيږي.
هوښیاران داسې کار نه کوي چې پرې پښيمان شي
یو بوډا چې ماشوم يې په غږ کې ؤ په بیړه روغتون ته لاړ ، او نرس ته يې وویل: هیله کوم ددې ماشوم مرسته وکړئ. دا ماشوم موټر و وهه او وتښتېده . نرس بې له ځنډ وویل : دا ماشوم باید عملیات شي ، پيسې باید ور کړئ . بوډا وویل: خو زه پيسې نه لرم او ددې ماشوم مور او پلار هم نه پېژنم. هیله کوم عملیات يې کړئ زه هر څنګه چې وي تر ماښامه تاسې ته پیسې راوړم. نرس وویل له هغه داکتر سره خبرې وکړۍ چې ماشوم باید عملیات کړي.
داکتر ته لاړ، خو داکتر بې له دې چې ماشوم ته وګوري وویل: د روغتون قانون داسې دی چې لومړی باید پیسې ورکړئ بیا عملیات ترسره کېږي.
سبا ورځ ... هماغه داکتر د خپلې کوچنۍ لور پر قبر ویرجن ولاړ ؤ او د خپل پرون په فکر کې ډوب ؤ.