اشرف جاوید
سریزه: د ننني تعريف له مخې انسان يو ټولنېز، بيولوژیکي او اروايې موجود دی ، چې د اوږد ه پیچلي ، طبیعي او تاريخي بهېر د ودي او پرمختیا په درشل کې هست شوی ، شون شوی او سترشويدی. د انسان کېدني بشپړتیایې او پرمختیا يی پړاو لا هم پر مخ درومي. د
نورولاملنو ترڅنګ پورتني درې لا ملونه نه بېلېدونکی یووالې جوړوي، چې په انساني ودي ، بشپړتیا او د شخصیت په جوړښت کې ټاکلی ځای لري. لاندېنۍ لېکنه کې د لومړنیو دوو ځانګړونو(ټولنېزو - بيولوژېکي ) اړخونو څخه ډډه شوې ، چې په بله لېکنه کې به یې وڅېړو. اوسمها ل په دې لاندې لېکنه کې ځېنې ډولونه ښو د ل شوي ، چې زموږ په ورځني ژوند کې ډیر اړېن برېښي. با ید وویل شې چې لېکنه دوه برخې لري:
لومړئ- برخه يې شپاړس اروایي ډولونه جوړوي چې هريو يې په ځانګړې بڼه په لنډ ه توګه څرګند او ښودنه یې شوی ده. همدا رنګه ځني شمېرنې ورسره هم مل شوي ، چې د اروایي ډول پېژ ند نه کې مرسته کوي.
د و ېمه- برخه« سمې ــ لارښو د نې » کې لو ستو نکی د ې ته رابولي، ، چې د ځانګړې اروايې ډول ټولېزي ځانګړتیاو ي وپیژني. ددې سر بېره د یو لنډ او رغند ه چلند سپارښتنه هم شوي ده. د بیلګې په توګه د سوړجن يا سوړمجازه اروايې ډول سره ، چال- چلند د« سمې ـ لارښو د نې» په ( ۱- ۴ -۶) شمېرنو کې ښو د ل شوی ، چې پاملرنه ورته پکارده.
په پاې کې هېله دا د ه چې د انسان اروايې ډولونو په تړا و ، دغه څو لېکل شوی کرښې موږ سره په ورځني ژوند ،خبرو، اترو ا و ټو لنېز کارو بار کې مرسته وکړی. ځکه موږ ټول ددغه ډولونو څخه يو یا بل ډول درلودونکې یواو پو هېد نه یې اړېنه ده.
اروايي ډولونه
۱-سوړجن: ځانپا لنه ، ځانښود نه ، برلاسی اوځانبری یې څرګندوني دي. سپني ، لوڅي ، بربنډې او منطقي خبرې ورسره پیلولي شئ. په خبرو کې ځا ن ورڅخه نیولې وساتئ ، ځکه نوموړی تل لږ وخت لری او تاسې یې پټه مېنه څپړل غواړئ. د ټولو پوهو او هوښیارو ډولونو کمزورتیا د هغوئ به بې سد ه خواخوږئ او زړه سواندي کې پرته ده. ( ۱- ۴ -۶ )
۲-ځانپال: دغه ډول انسان تل په خبرو اتروکې مرکزي ځای غواړی. انسانان او څېزونه د خپلو ګټو او هېلو د خوندي ساتلو له مخې پرتله کوې او تل خپلي ګټې په پام کې نېسې. کېدا ی شې دغه ګټې مادي یا معنوي اړخ ولري. نوموړی ډېري خبري کوی او ستره برخه يې د ځا ن په هکله وي ( ۲ -۴ -۱۵ )
۳- پرنسېپوا ل: نوموړی په خبرو ـ اتروکې ډېر شور،ناندرئ او چنې وهي، خپلو خبرو ډیر ټېنګار کوي، ،څوله دغې لاري خپلي نېمګړتیاوي او کمزورتیاوی پتی کړی . خبروکې ډیرسرزوری اوسرتنبه وي. کله چې ځان ټیټ ومومي، بیا په ټوکو او مسخرو کې ځان پټوی. خطري وخت کې جګړیزخوی لرې ، خو خپله بې لوري ښایې ، پداسې حال کې چې د نو موړې دغه درېځ هم رښتېنې نه وي ( ۳- ۱- ۷ )
۴- ګوښوا ل: ځان ډیر بوخت او په خبرو کې خپل درېځ په ډیر بې خیالئ سره څرګندوي ډيرځېرک او کنجکاو ی وي. خپل د خبرو ملګری په پوره غور سره څاري ،خو خپله کنجکاوي نه څرګندوي .څوک که په معامله کې ترې څه وګټي ،ځان ډا ډ ه ، باوري او ډېر رښتیني ښایې ( ۴- ۵- ۹ )
۵- مېنوا ل: دنوښتونو او نوېوالې سره ډیره مېنه لری اوپه ډېرې بېړې سره یې خپرول غواړې هراړ خېز روزل شوی او هره برخه کې معلومات لري . کله یې چې یو څه خوش شې په تلوا ر اوخپلسرې توګه د ستونزی حل په یوا ځې ځا ن ترسره کول غواړي ( ۵- ۱- ۹ )
۶- چوپوا ل: : په خبروکې چوپتیا خپله پیاوړتیا بولي ددې لارې غواړي خپل انډېوال په نا پا مۍ او ناڅاپئ کې خپلو ګټو او امتیازونو ته وهڅوي نوموړی وېښ خوې لري او فکري توګه یې داسې وی چې مخامخ لوري ته لږ ارزښت ورکوي . پدې ډول غواړې خپل سیال زړه نا زړه کړي او وروسته خپله پرېکړه وکړي ( ۷- ۱ -۶ )
۷- وسوسي:( زړه نا زړه) هېڅکله پرېکړه نشې کولی او هر څه په بخښنو کې پټوي تل ناباوري وی او باوریکېدنه او ډاډګېرنه یې همېشنئ هڅه وی. یواځې ددې لارې پرېکړي ته غاړه ږدي .(۷- ۵ -۱۵ )
۸- سودایې: : په خپلو افکارو او کړو وړو کې درېځ نلري .هره شېبه خپله مفکوره بدلوی ، که څه هم دا کار په ډېري سختۍ تر سره کوي. خپلو هېلو، غوښتنو او غبرګونونو کې ډا ډ ه نه وی او څه چې مني هغه شېبنۍ رښتیاوي وي . (۸- ۲ ۱۲ )
۹- زړه سواندی: : دنورو په وړاندې زغملې ، تېرېدونکې ،بخښوونکې ، هیله من اوزړه سواند ې وی .ژر پېژند ګلوي کوي اوستاینه په ورین تندي مني. په نویو حالاتو او پیښو کې ژر تر اغېز لاندې راځي او د پېښې په اړوند سرسري فکر کوي . (۷- ۶- ۹ )
۱۰- جګړیېز(جګړه مار) : راکړه ورکړه ،کسب وکاراومشغولتیا د د ه لپاره یوه سیالې وي. تل زیار باسې د خپل سیا ل د ناباورۍ ا و شکمنۍ په صورت کې د لاسبرۍ او بري هېله ولري. پدې لاره کې سترو تېر ېد و نو ته چمتو وی او د لوی زړه څښتن وی (۳- ۴ - ۱۰ )
۱۱- کړتن (ډېرګویه) : د هر څه په هکله ډېري خبرې کوي ، خود موضوع په هکله لږي.د خبرو انډېوا ل سره په ډیر ېرادب او درناوي غږېږي .څه چې ورسره په خبرو کې ستونزه پیداکو ي ، هغه دده نه چوپتیا او نه بسیا ده چې دا کار پوره حوصېله غواړي.(۵- ۲ -۱۲ )
۱۲- خوښن( خوشاله) : تل پراخه ټنده لري او ټوکې کوي .انډېو ال ته ځان زړه پوري کوی او غواړي په خبرو کې مخکښه اوسې .کله چې يې دغه درېځ تر ګوتو کړو ، بیا نوځا ن خوښ، ،خوشا ل او ازاد ګڼي او ورسره یوځای خپله بېغمي ، پاکي او ساده توب په ډاګه کوي .هغه ډېر خوښېږې چې سړی، تور ته سپېن او سپېن ته تور ووايې .(۱۱- ۵ -۱۲ )
۱۳- تند ( حسا س) : تل یې ټنده تروه او په غو سه وي. دغه ډول په ښځو کې چې ډېرې خونګرمي او احسا ساتي وي ښه لېد لې شو. دوئ ژر ژوبلېږي او خپه کېږي. بهرنۍ څېرې او ا د ب ته ډېرارزښت ورکوي. د حکم ډېره برخه یې په احسا ساتو او لږه یې په رښتېنوا لی ولاړه و ي .( ۱۵- ۹ - ۱۳ )
۱۴- ګوته نېوونکی ( انتقادي) : په هرڅېز نېوکه کوي ، که څه هم نېوکه یې د موضوع سره سمون نلري. په خبرو کې سرزوري کوي اومنطقي چال- چلند ورسره کومه ګټه نلري . ۵- ۸ - ۱۴ )
۱۵- پا مـــوا ل ( محتاط ) : تل پر یوه ستونزه او موضوع خبري کوي. پر تجربه ډېر زور اچوي . په خبرو کې ډېر مثالو نه را وړي او غواړي ددې لارې خپل انډېوال ډاډه کړي. په خپل ډاډه توب او باورتیا کې ډېر زیاتی کوي له دې لارې غواړې خپل مخامخ لوری وهڅوي ، څو دغه اړتیا یې پوره کړي (۵- ۹ - ۱۵ )
۱۶- ژوراندی ( ژورفکری ) : هر اړخېز روزل شوي او پوه وي. د ستونزي ښه سپړنه ، شننه او څېړنه کوي او ښه او بد اړخونه یې په پام کې نېسي. په ارامۍ کې یې کار خوښېږي او د ستونزي معنوي حل یې تند ه ماتوي د یو اند (اېدی) د پلېکېد و ځواک نلري ، هڅه کوي چې نور یې عملي کړي او دی یې په هکله پرېکړه وکړي . نوموړې په وېره او ډا ر کې خپله ژغورنه لټوي (۱- ۱۵ -۱۶ )
سمې لار ښودنې
۱- دعمومي خبرو ځان وژغورئ ، ستاسو مخا مخ لوری روڼاندی دی،. با ید له ځا ن سره پوره د زبات توکې او د لایل ولرئ. خبري اړخ په ډیرځېراو پاملرنې سره لنډ او څرګند ډ و ل مخې ته کړۍ.( لنډ ه او سمه څرګندونه).
٢- انډېوال پرېږدئ چې خبری وکړي . دا یې ډیرخوښېږي چې د ځان په هکله وغږېږي .د خبرو پداسې شېبه کې ورګډ شئ، چې ستاسې خبری د نوموړي څرګندونو سره سمون ولری . څه ته چې ګوته نېسئ باید نوموړي لپاره ګټور وی . (ګټي ټېنګار).
٣- د بېځایه او ناسمو څرګندونو څخه ځان وژغورئ . که چېري ستاسو انډېوال ناسمو څرګندونو ، ګوته نېونو او کره کتنوته پام شو او غوڅې یې کړئ ، سمدلاسه یې ورته ښکاره اوپه ډاګه کړئ ، که په غوڅه شو، بخښوونکي او تېرېدونکي اوسئ . د تېرېدني او بخښني په مهال به ستاسو هر ډول غوښتني ته چمتو وی (رښتېنواله او څرګندواله).
٤- د خوښیو او سرګرمیو سره یې خواخوږي ښکاره کړۍ ، انډېوال څخه څرګندي او رغندي پوښتني وکړئ ، هغه پدې ښه پوهېږي چې ددې سره سره بیا هم خپله پاملرنه بل لوري ته نه اړوی او ځان ګټندوئ شمېری (سرګرمئ لټــون).
٥- که د خبرو مشري په غاړه لرئ ، زیار و باسئ په خپلو خبرواو څرګندونو کې ټېنګ درېځ ولرئ. هڅه وکړئ مقا بل لوری ستاسو خبرې او څرګندوني خپلی وګڼي او ځان په خبرو کې درګډ کړی. ددې کار لپاره په خبرو کې نوښت او نوېوالي ته اړتیا لېد ل کېږي. (نوېوالې جوتونه).
٦- څرګندوني باید په ډیره خوښۍ ترسره شې. مقابل لوری ستاسو نظر څېړي او شخصیت مو څاري. څرګندوني بايد ډیری لنډی او دښو بېلګو سره وړاندې شې. هڅه وشې په دمه دمه د خبرو اغېز لوړ شې ، څو د انډېوا ل فکري زېرمه راوڅپړلي شي. (و یپوښتئ؟).
٧ـ د انډېوال د کار او ژوند سره خواخوږی اوسئ. خواخوږي باید زړه پوری او منلي وی. په خبرو او وینو کې د ډیرو ټوکو او کېسو کار وا خلئ ، څو پاملرنه یې خپله کړ، سربېره پر دې د ځاني اړېکو ساتل ډېر ټاکونکې دي . (ځاني اړېکو لټــون).
٨- دوستا نه اړېکو ټېنګو ل او په خوښه یې چا ل - چلند غوره کول ښه وسېله شمېرل کېږي. په اړېکو کې نرم چلند او موخېزه تګلاره او پرېکړه ستاسې انډېوال په دوېمه لېدنه ـ کتنه کې بل ډول فکر ته رابولي . ( موخېزه چلـــند) .
٩- د انډېوال د ژوند، چارو سره ځاني میل وښایاست ، په هڅونه او ستاینه کې د سراښتییا ( حرص ) او اوږی سترګئ څخه کار مه اخلئ.، په خوښئ او پوره احساس سره یې بدرګه کړئ . (مــیل لــــټون) .
١٠- ځان ناباوره مه ښایې اود پاروني او لمسوني په وخت کې زغم ولرئ . که چېري انډېوا ل ستا سو نظر ته اړتیا پېد ا کړه ، کېدای شې ستاسو نظر ومني. هغه تل دخبرو توکې راټولوي او څېړی يې. یواځې د تېرېدنې ، پرېښودنې او زغم له لاری ګټه تر لاسه کولې شئ (تېرېدنه او زغم).
١١ - انډېوال سره خبرو لپاره وخت ته اړتیا لرئ . که چېري ډیرو لېدنو ـ کتنوته اړ شوئ ، باید لنډ وخت کې تر سره کړۍ . د خبرو په وخت کې یې خبري په ډیري هوښیارئ سره غوڅي کړئ ، څو په یوه سکاله ( موضوع ) کې پاتې شې او ښه فکر وکړی .(وخت اړتیا).
١٢- خپل انډېوا ل ته څرګند ه کړئ چې تاسې یې ملګری او دوست یاست ا و پخپلو اړېکو کې ورڅخه بریاوي غواړئ ، څو په خپل کسب او مسلک کې بری تر لاسه کړی. (سکاله ټېنګار).
١٣- ستاسو انډیوا ل بهرنئ څېرې ته ډیر ارزښت ورکوي. په چلند کې ادبي ټېنګار او په ځانګړي ډول د ښځو په وړاندې یو څه غوړژبي او خوږژبي اوسئ. په پیسو ، ما د ي توکو او د څېزونو په بیو ډېر ټېنګارمه کوئ . (ادب ټېنګار).
١٤- ډیر ستوزمن او کړکېچن ډول دی. نوموړی د خپل منفي درېځ سره سره بیا هم ډیرې ډا ډ ګېرنی اوباورتیا ته اړتیا لري ، څو ددې لارې خپل ډا ډ ه توب ا و باورتیا کچه په ښه بڼه لوړه کړی. فکري ډاډه ګېرنه او دا یمي ازمایښت یې ښې وسېلې ګڼلي شو . (ډاډګېرني لټون).
١٥- په ارامئ سره د نوموړی ګټې او غوښتنې لوړی وګڼئ اومخالفتونو ا و ګوته نېونو ته یې ډا ډ ګېرنه ورکړئ . په خبرو کې ټاکونکې دا د ه ، چې پر تاسو باور پید ا کړی.(باوري کېدنه) .
١٦- په ډېر غور ورسره چلند وکړئ او د ربړونې او ځورونې څخه یې ځا ن وژغورئ. ورته وښایاست ، چې تاسو یې د خوشامند ئ او چاپلوسئ له لارې نه ، بلکې په څرګند ا و رښتېني ډول ستاینه کوئ. د نوموړی ځانګړنې او بېساریتوب پرلپسې ډول وستایې .(انډېوالي لټون).
دا لړۍ دوام لری .....