کوښښ د ډاکتراشرف غنی احمدزی دماتې لپاره:

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

انجنیرعبدالصبورساپی
د وري په شپاړسمه نېټه د افغانستان خلک د لمړي ځل لپاره داسې یو انتخاباتوکې برخه اخلي چي د یوولسمشرنه به قدرت بل ولسمشرته په سولیزه توګوه وسپال شي، پدې انتخاباتو کې اته نوماندانو برخه اخیستې ده خو خبر پدې ده چې څوک به پدې انتخاباتوکې بریالی شي

تیروکمپاینونو دا ثابته کړه چې د افغانستان خلک په ډېرشوق او ذوق، سره له دې چې له یوشمیر تهدیداتو سره مخ دي برخه اخلي ترسو داسې یو ولس مشر وټاکل شي چې  وطن له دې بدبختي نه وژغورې، کمپاینونو دا ثابته کړه چې د اته کاندیدانو نه درې نوماندان مخکښ دي خو په دوی کې بیا هغه څوک چې ډېر مخکې ده ډاکتر اشرف غنی احمدزی  او ډاکترعبدالله عبدالله دي د زلمی رسول تیم څرنګه چې معلومېږي خپل ملاتړېي له لاسه ورکړي دي او د داکتر اشرف غنی سره یوځای شوي، د کمپاینونو په آخره ورځ په ختیځ زون کې د زلمی رسول د ټاکنیزې دفترخپل ملاتړ له داکتراشرف غنی نه اعلان کړی اولغمان نورستان وکنرهم ترې ملاتړکړی، په ختیځ کې د ډاکټراشرف غني احمدزي د کمپاین عمومي مسئول احسان الله کاموال د زلمي رسول د دغه ټاکنیزدفتر د مسولینو دا کار وستایه او له هرکلي سره یې وویل،،  چې زموږ کمپاین رضاکارانه،ولسي او داوطلب کمپاین دی.«روهی وپ پاڼه»۰

ښاغلی کرزی د زلمی رسول دبریالتوب لپاره خپل ورور دې ته اړباستو چې له زلمی رسول په ګټه له نوماندينه لاس واخلې او له رسول سره یوځای شي ، ګل آغا شیرزي هم په خپل یوه مصاحبه کې د «بی بی سی» سره ویل چې ښاغلی کرزی ورسره دوکه کړې او هغه وعده باندې عمل نده کړې چۍ په ۲۰۰۹ کال په انتخاباتوکې ورسره کړې وه باید ووایم چې په تېرو انتخاباتوکې ښاغلی شیرزی د خپل نوماندي نه دښاغلی کرزی په ګټه لاس واخیست ،نو ځکه اوس شیرزی نه غواړي له زلمی رسول نه ملاتړ وکړي، له بلې خوا داسې آوازې خپرې شوې چې ښاغلی کرزی غواړي چې زلمی رسول او ډاکترعبدالله عبدالله سره یوځای کړي خو بریالی نشو دا ټول تلاشونه فقد د دې لپاره دي چې د ښاغلی اشرف غنی احمدزی د بریالتوب مخې ته خڼډ واچوي خوپه خڼډ اچولو کې د ښاغلی کرزی د کابینې نورغړي او یوشمیروالیان هم لاس لرلی شي ترڅو د ښاغلی ډاکتر اشرف غنی د بریالیتوب مخه ونیسی دا ځکه چې د ډاکتر اشرف غنی احمدزی خط مشی د افغانستان چپاولګرانو مفسدینو ته د منلو وړ نده او د دوۍ لاسونه له فسادنه لڼده وي،  اوله بلی خوا د ښاغلی اشرف غنی احمدزی پوهه او قاطعیت مافیا او دولتی لابیان په ویره کې اچولی دي، نو دلوی تقلب یا ټګئ برګئ اټګل شته ده هغه کسان چې له فساد وچپاولګرونه بې زار دي اودې وطن  آرامي غواړي باید دې ټاکنوته زیاته توجه وساتی ترسو حق په حقدار ورسېږي او  دخلکو امانت ضایع نشي، ټول هغه کسان چې غواړي په وطن کې بشپړ قانون ټینګ شي  باید له رڼو ټاکنونه خپل ملاټړ ونه سپموي ۰
                                         په درناوي