لوګر کې د رڼو ټاکنو هیله نشته

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

رسول خان خروټی
راپورونه وايې چې دولتي واک لرونکي د مشخصو کاندیدانو لپاره په بیساري ډول په کمپاین بوخت دي د نور افغانستان په څیر د لوګر هم همدا حال دی د لوګر والی صاحب د استاد سیاف په ګټه ، جنرال علی شاه احمدزی د اربکي ملیشو مشر د اشرف غنی په ګټه کار کوی چې د لوګر

ولایتی شورا ریس يې ترمنځ ریبارۍ کوئ او ویل کیږی چې دواړه سره د تره زامن دي ، د ازره ولسوال حمیدالله د خپل ورور انجنیر صاحب جان په پل راوان ده چې هم زلمی رسول سره کړت کړت کوئ او هم له اشرف غنی سره ، د ملی امنیت مدیر خان محمد چې ټول کال کابل او ننګرهار کې ژوند کوئ او معاش يې ګرنټي ده له دولتي امکاناتو په ګټې اخیستو سره د خپل ورور پخوانی سناتور سلطان جان خاکسار لپاره په ټول قوت سره کمپاین کوي او په غټه کې د داکتر عبدالله عبدالله ملاتړی ده خو برعکس ورور يې د نادر نعیم لپاره هم کار کاؤ .
د لوګر ولایت د ملي امنیت ریس هم په دوه پایو کې پښې ایښې  غنی او هم عبدالله ، د ولایتي شورا دفتر کې بحث و چې د لوګر په څرخ ،برکی برک،او ازره ولسوالی کې به صرف درې درې حوزې فعالې وي ددې دا معنی چې د ولسوالیو ۷۰٪ واک د دولت مخالفینو سره ده ، د وکیلانو او دولتي چارواکو ترمنځ لوګر کې رقابتونه اوج ته رسیدلې دي چې ورسره کشینۍ او غوږ ورته ونیسې بس همدا خبرې وې پلانی قومندان او ریس به څنګه لرۍ کړو؟ چې ورته ووايې ولې ؟ نو ځواب يې دا وي چې پرون يې له هغه پلانی سره ډیر خندل د هغه نږدې ملګري ده او هغه زما رقیب ده ، هغه کمونست ده، هغه مجاهد ده، هغه پلانۍ تنظیم کې ده او داسی.....
د سور فتح خیل په نوم د اربکیو قومندان ته یوه ګډه ټلواله جوړه شوه چې قومندان چمن ،انجنیر صاحب جان د ولسی جرګې غړی ،ولسوال حمیدالله ،پخوانی او اوسنې کاندید سناتور سلطان جان ( چې د تیرې دورۍ له برکته اوس د مارکیټونو خاوند ده) ،د ملی امنیت مدیر خان محمد ،د ولایتی شورا غړی عبدالخالق خیرخواه ، د ولسوال ورور قاضی تاثیر چې اوس له ستری محکمې کوم بل ارګان ته بدل شوئ ده او د وحیدالله سباوون په ډله کې دی ، د ازره د امنیه قومندانی په مشترکه د یو پیلان له مخۍ هغه یې لري کړ ددې کار ستر علت ده و چې ازره سیزن لری دغه سیزن کې د چرسو او آفیمو د قاچاق لاره پرې سپره ده د یو څه وخت لپاره د ولسوال،امنیه قومندان،مدیر خان محمد او د اربکیو د قومندان ترمنځ د عایداتو په ویش باندې روغه شوۍ وه خو وروسته يې جنجال سره راغئ قومندان سور او مدیر خان محمد سره وران شول نو لدۍ نه وروسته ملی امنیت لوګر ته د اربکیو د قومندان په ضد راپورنه لیږل شروع کړل خو خپله مدیر صیب له ازره ولسوالی له راغلو سوارلیو د حال او اهوال تپوسونه کوئ او بیا  له هغې راپور جوړوئ، بې له شکه د ولسوالی په سطحه د ملی امنیت د تشکیل پرسونل يې هم خپل زامن،وریرونه ، اوښي او زومان دی ، ویل کیږی چې مشر زوۍ يې د کابل له پوهنتون څو کاله د مخه فارغ شوئ دې او اوس هم د پوهنتون لیلیه کې د محصل په حیث ژوند کوي او د ایران سفارت ته هم ډیر تګ راتګ کوي .
د لغمان والی هم د لوګر په ټاکنو کې مستقیمآ دخیل ده نوموړی د اسلامي جمعیت مربوط او په لوګر کې له بانفوسه کسانو شمیرل کیږي ، د اسلامي اتحاد بل چارواکی انجنیر بشیر هم د خپل جیب تڼې خلاصې کړې دي د استاد سیاف د بریالیتوب لپاره په ټول زور او قوت سره کار کوي .
قومندان چمن ګل چې اوس په قاری چمن هم شهرت لری څو کاله د ګوانتانامو زندان کې بندی و او د لوګر په سطحه د حزب اسلامي له مشهورو قومندانانو څخه شمیرل کیږی کومه دولتي وظیفه نلري خو څو کاله د مخه ولایتي شورا ته کاندید و خو بریالی نشو او اوس ویل کیږي چې د ولسی جرګې راتلونکو ټاکنو ته ځان تیاروي نو ځکه له دولتي چارواکو سره نږدی نږدی کیږی او بل طرف ته په ګردیز کې نوموړی او د لوګر د ولایتی شورا ریس په ګډه له یوۍ دښتې د برمته دیوال راتاؤ کړئ خو دا معولمه نده چې دا ځمکه بیت المال ده او که د چا شخصی ؟ خو په اوسنیو انتخاباتی منډو ترړو کې دواړه د مخکښ کاندید ښاغلی اشرف غنی لپاره کار کوي .
یو بل کاندید اسدالله احمدزی د سناتور هدایت الله ورور ده چې فعلآ چین کې ژوند کوی او د معدن به برخه کې په زده کړو بوخت ده خو نه پوهیږم چې دا به کوم ډول کاندیداتوری وي ؟ له نوموړی سره بیا د خپل تره زامن (خان محمد او سناتور خاکسار) ډیر وران دی همدا ډول انجنیر صاحب جان او د ازره  ولسوال  هم ورسره ډیر وران دي .
زما په نظر تر ټولو غوره کاندید ښاغلی اشرف غنی ده هغه کولي شي نړی سره په خبره پوه شي هغه ځکه چې نړیوال غواړی چې ځان ورسره پوه کړی پدۍ حساب زلمی رسول دوهم نمبر ده او داکتر عبدالله دریم خو بیا د داکتر عبدالله مشرتابه دپښتنو لپاره جهنم ده او ملي ګټې چې څه حکم کوي عبدالله نشي کولائ چې تضمین يې کړی ځکه څوک چې ملي یوالي ته ژمن نه وي هغه ملي ګټو ته هم ژمن ندی .
موږ لوګریان باید په غټه کې د اشرف غنی ملاتړ وکړو او ولایتي شورا کې د نویو څیرو لپاره رایه ورکړو زاړه د خپلۍ رایه په استعمال سره و رټو او له نویو عهد واخلو چې له زړو وکیلانو سره به حساب کوئ ، دادې زموژ یو بل زړه سواند ملګری ښاغلی فیضان صاحب هم له امریکا راورسیدو په نه ستړیکدونکو هلو ځلو سره کمپابن کوي لوګریان یو بل ته لاسونه ورکړئ د ریښتنې بدلون لپاره دلته باید مورثي سیستم ختم کړو نن موژ د لوګر دیرش فیصده خاوره کې ګرځو چارواکي مو درواغ وايې ۷۰٪ لوګر د قانونیت له منګولو وتلي ده .
په احترام
رسول خان خروټی