چاته راییه ورکړو

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

عزیزا لله (حقپال)

افغانستان د دیرسو کلونو د جنګ او جګړو ورسته د یو تاریخی ازمون سره مخامخ دی دا هیواد د خپل تاریخ په اوژدو کي د لمړی ځل لپاره د سیاسی قدرت صلحیز لیژدول دیو برحال او حاکم جمهور ریس څخه بل داسی جمهور ریس ته چه د خلکو په مستقیمو راییو انتخاب شوی امتحانوي

زموږ د هیواد افتصادي ، احتماعي ، کلتوری او ملي برخی د جنګ به اوږدوالی او دوام کښی زیاتی زیانمني او سخت ځپل شوې د پردیو او بهرني هیوادونو د اګینتوری او استخباراتی کړیو ګرم بازار دی هر هیواد خپلي ګټي لټوي همساییه هیوادونه د کیني او دوشمني ډکي مداخلې کولو هوډ لري ، زموږ د هیوادوالو اقتصاد ضعیف دی تر نیمایی زیات وطنوال د فقر په درجه کی ژوند کوي معافیایی سیستم حاکم دې د ځوانانو لپاره د بیکارۍ کچه ډیره لوړه ده ، دولت دفساد او مخدره موادو په قاچاق کولو کښی د نړي د لمړنیو هیوادونو څخه شمیرل کیږی ،د حاکم دولت دریګوني قواوی (اجراییه ، م
قنینه او قضاییه ) په خپل منځ کښی همغږی نلری او په فساد ککړی دې دولتی دستګاه د خدمتکولو اراده نلري اکثریت یی و خپل خانته د سرمایی په راټولو کښی سره یو لاس دي .

اوس نو د خلکو او اولسونو صلاحیت او مسوولیت دی چه د جمهوری ریاست د هغو اتو نوماندانو څخه هغه چا ته راییه ورکړي چه پورته ذکر شویو ناخوالو ته معقوله ، قانوني د خلکو په ګټه د حل لاره لټولای شي ترڅو داسی حکومت ، قضأ او فضا منځ ته راولی چه د قانونیت د ټینګښت له لاري د یو ازاد ، اباد او سر لوړی افغانستان د بیا جوړولو لیاری او چاري وسنجولای شي فعلې او جاری معافیایی سیستم او د مخدره موادو کښت ، پالنی او قاچاق ته د پای ټکی کیږدي ، د خلکو لپاره یو صادق او خدمتکار حکومت منځ ته راوړي چه د ملت په دی ډیرو زخمونو د تداوی ملهم ولګوي ، دوامدار د�
�منۍ ختمي کړي ، د ملیتونو او قومونو به منځ کښی د ورورولۍ صمیمیت او اعتماد فضأ منځ ته راوستلای شي.

، ګرانو هیوادوالو د بورتنیو ذکر شویو چارو د اجرأ او تحقق لپاره داسی یو منظم او قویحکومتی تیم او رهبر ته ضرورت دې چه د خپل علم ، پوهی ،تخربیی او نفوذ له لاری وکولای شي خپل اجتماعي ، کلتوری ، اقتصادی او ملۍ عالي هدفونه لاسته راوړي . دداسی تیم او داسی علم تجربه کاره دشی سابقی درلودونکی جمهور ریس د تاسو با درکه هیوادوالو د سالیمی او په تعقل سره راییه اچونی پواسطه منځ ته راتلای شی.

جمهوری ریاست ته د نوماندانو تلویزیونې مناظری او په ولایتو نو کی د کمپاین په وخت د هغوی بیانیی او مرکې موږ او تاسو ولیدلي موږ کولای شو چه د سالم عقل پکار اچولو سره خپل هغه د خوښی نوماند چه هم منظم پروګرام لری او هم د پروګرام دعملي کولو لپاره شه پلان لري ، هم طرحه لری هم یی د اجرأ توان لري سالم فکر کولاشی او د پرمختګ او ابادی لپاره خپله تکلاره جوړولای شي او یو په یو یی موږ ته بیانوی .

موږ ولیدل چه یو شمیر نوماندانو په عامو غولونکو اصطلاګانو پداسی توګه اتکا کوله جه د عملی کولو لپاره هیڅ نوعه سنجولشوی عملی امکانات نشوای بیانولای مثلأ امنیت راولم ، جنګ ختموم ، له چا سره او څنګه ؟ ، فساد له منځه ړوم مګر څنګه؟ ،اقتصاد ته په وده او پراختیا ورکوم مګر د کوم عملې پلان له مخي؟ دوی د پورته ذکر شوی هدفونو د لاسته راوړلو لپاره کوم عملی لاری چاري په ګوته نکړلي ، عملی پروګرام یی ورته نه درلود یواځنې نوماند چه په هر ه برخه کی د خپلو هدفونو د لاسته راوړلړ لپاره منظم ، علمي او عملی پروګرام او پلان درلودل هغه اشرف غني احمدزی وو. د
ا پدی معنی چه احمدزي علاوه پر دی چه د هیواد داخلی او بهرنی تنظیمشوی سیاست بیان او شکاره کړل ،په هیواد کی د قانون حاکمیت د ټینګښت ، د فساد د ختمولو لاره ، د هیواد ناخوالو ختمولو او خوانانو ته د کاری ماحول جوړولو نتنها پلان درلود بلکه د پلان د تحقق او عملی کولو لاری یی هم بیانولی .

د تحول او تداوم اصطلاح د یوه علمی مقالی په توګه د انتخاباتو د کمپاین دشروع څخه ځلور میاشتی مخکی د لمړی ځل لپاره د اشرف غنی لخوا وړاندي شوه چه وروسته یی انتخاباتی شعار هم وګرزول چه بیا وروسته نورو نوماندانو هم همدا تحول د یو پسوند په زیاتوالی سره (تداوم واعتدال ، تداوم و اصلاحات او تداوم وبرابری ) خپل ټاکنیز شعار وګرزول دا پدی معنی چه نور نوماندان د اشرف غنی پشان خپله حتی ځانته شعار نشوای تعینولای او د اشرف غنی څخه یی کاپی کړل

د جمهوری ریاست نوماندانو په ولایاتو کښی هغه د تلویزیونی مناظری لپار تیار شوی او عام مطلبونه بیانول، نوی ابتکار ددوی په ویناو کی و نه لیدل شو . ولی اشرف غنی په هر ولایت کښی د هغه ولایت نیګړتیاوی او ضرورتونه مشخص بیانول او د حل لاری یی د ولایت مشته افغانانو ته بیانولی .دا پدی معنی چه اشرف غنی د ولایتونو څخه شه پیژندګلوی او د هر ولایت ضرورتونه درک کولای شی او ستونځو د حل لاری پیداکولای شي او اولسی خصوصیات لری .

یو تعداد نوماندانو د جهاد د وارثانو په توګه جهاد او جهادی شعارونه ورسره په شاه کړی چه موږ د مجاهدینو حکومت باید جوړ کړو او ما ته راییه راکړی ، خو موږ د جهادیانو د حکومت کولو نتجه هم لیدلی او لمس کړی او ثابته شوه چه د وطن ابادی د جهاد په کولو سره نده بلکی علمی پلان او د ټول مجاهد ملت او اولسونو په ګډون او ګډه همکاری سره عملی کیداشی .
او چا بیا د ځانه سره د اسلام مقدس دین په شاه کړی که اسلام غواړی ما ته راییه راکړی پداسی حال کی چه افغان ملت مسلمان ملت دی تول نوماندان مسلمانان او اسلام غواړی اسلام او جهاد د ټولو مشترک دی خو ننی پرمختللی تخنالوژی پرمختللی پلان ، ساینسپوه او مسلکی کسان غواړی .
چا د ډالرو بوجی په شاه کړی د پیسو په زور ځانته راییه غواړی دا نو د ملت دراییو تجاران دی چه سرمایه ګذاری کوی او بیا یی وروسته له غریب اولس څخه د ګټی سره غواړی .
اشرف غنی احمدزی بیا نو له ځانه سره علمی پلانونه او د هغه د اجرأ کولو لارو چارو بوجی په شاه کړی چه په هر ولایت کی د هغو د ضرورتونو په نظر کښی نیولو سره د هغو د حل د لارو پلان له بوجی راباشی او د دولت مکلفیتونه د پلان په عملی کولو کشی روشانه بیانوی او د هغه په عملی کولو کی د ټولو قومونو ملاتړ او همکاری غواړی
اوس نو ستاسو هیواد والو دنده او ایمانی وجدانی اخلاقی او دینی مکلفیت دی چه کوم نوماند خوشوی خو که غواړی چه د قانون حکومت وی ، منظم نظام ولري، که غواړي چه د خپل هیواد راتلونکې روښانه وګوری که غواړی چه هیواد دی د شه پلانونو په شه عملی کولو سره دنړی د لمړنیو هیوادو په لیکه کښی راشی، که غواړی چه مدنی حقوق او بشری حقوق مو خوندی وی د بیان ازادی ولری که غواړی چه د معا فیایی سیستم ځای ولسواکی ونیسی زراعت ،تجارت او صنعت مو د تولو هیوادوالو په ګټه وده وکړی نو همدا داکتر احمد شاه احمدزی ته چه د جهان دوم متفکیر دی شه عالم دی دپاک لاس پاک وجدان او پاکو
مغزو څښتن دی د هیوادونو په بیا جوړونه او قومونو د یوالی پلارو کی شی پراخی تجربیی لری ورته راییه ورکړی ستاسو یوه راییه سرنوشت جوړونکی ده
زما غوشتنه له ټولو با درکه او د سیاسی تعقل له صاحبانو هیواد والو څخه ده چه نتها خپله راییه د احمدزی په ګټه وکاروی بلکه د وطن دابادی پخاطر د احمدزی رضأ کار کمپاینران شی خپل کورنی غړی دوستان او همصنفیان د کار ماحول هم مسلکان ټول را و بولی او ویی هڅوی چه داکتر اشرف غنی ته رایه ورکړی

د یو اباد افغانستان په هیله
د رڼو تاکنو په امید
پای
عزیزالله (حقپال)