د شمال سفر او د پښتنو ستونزه ۲۴برخه

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

نصرالله احمدزی
په دوهمه ورځ د مخابیرۍ له لارې د حزب اسلامي د امیر ښاغلی  حکمتیار صیب پیغام راورسیدو او د ښاغلی زرداد ته يې د روغتیا  هیله او دعا  کړي  وه  او  د هیت د سفر د بریالیتوب  په اړوند خوښ ؤ،  په  همدۍ ورځۍ  د ملي  جنبش  مشر او 

ورسره  يې  معاونین او د مختلفو نظامي او ملکي ادارو  د  قطعاتو قومندانان او  مامورین روغتون ته ورغلل او د مریض د روغتیا آهوال يې واخیست او په روغتیايئ چارو کې د جنرال دوستم مشاور جنرال موسی وردک  ورته د مریض د روغتیايې حالت په هکله  بشپړ معلومات ورکړل ، د جنش مشر عبدالرشید دوستم او ورسره ورغلې پلاوې  يې  په روغتون کې له چاي څښلو وروسته ترینه رخصت شوي  ؤ ، په سباه ورځ موږ هم له میلمستون څخه روغتون ته ورغلو  پدې ورځ د شمال جهادي قومندانان چې د مختلفو ګوندونو ول روغتون ته تشریف راؤړ له ښاغلي زرداد سره تر لیدو وروسته له مسؤلینو هم مننه ادا کړه او د ورځۍ په اخرنۍ برخه کې رخصت شول او په همدۍ ماښام ښاغلي زرداد هم له روغتون د میلمستون په طرف رخصت شولو ، د ښاغلی زرداد لخوا داکتر موسی وردک ته دري  زره (۳۰۰۰) ډالر نقدي مرسته  ورکړل شوه او د روغتون په نورو داکترانو او نرسانو هم له ۲۵۰ ـ ۵۰۰  ډالره  نقدي مرسته  وویشل شوه او هیت له ټولو په ګډه  مننه ادا کړه او د هیت ټول غړي او ښاغلی زرداد  د موټرو په واسطحه د میلمستون  په طرف ترینه رخصت شوو .
د ماښام له مخې مو فیصله وکړه چې د لوګر په طرف لاړ شوو  خپله پیلان مو له چارواکو سره شریک کړ هغوي د سباه ماښام لپاره د دوه ماشینه نظامي الوتکۍ تیاري ونیوه ، د ورځۍ له مخي د جنبش ملي مسؤلین  د مخه ښه لپاره راغلل او له پیلان سره سم د ماښام له مخې د شبرغان هوايي  ډګر ته لاړو پیلوټ خواجه د پرواز لپاره الوتکه آماده کړې وه او د لوګر په طرف وخوزیدو  د ماسخوتن ناوخته لوګر او بیا د چهار اسیاب په طرف لاړو ، له یوې ورځۍ ارام او دمې وروسته د حزب امیر سره د لیدو په خاطر د هغه دفتر ته ورغلو ګزارش مو ورته ورکړ او هغه امانت پیسې چې په بدل کې يې افغاني غوښتې وې هغه مو افغاني نکړۍ بلکه بیرته مو ډالر ورته راوړل او څلویښت زره ډالر ما په خپل لاس ښاغلي حکمتیار صیب ته تسلیم کړل او نوموړي راته وویل چې صبور صیب ته يې ورکړه او بیا مي صبور صیب ته ورکړل چې اوس وفات شوي دی .
شورای هماهنګي
د افغانستان وروستې دري لسیزې داسي دي چې د سیاست معیار او مخلوري سم نشي پیژندل کیدائي ، په هیڅ  ډول وړاندیوینه باندي  باور نشي  کیدايې هرڅه په ډراماتیک ډول اوړئ او را اوړئ  د روسانو د یرغل د شتون  چلنیج هم له منځه لاړو ورپسي ځاي ناستې کمونست رژیم د یو چلینج په حیث پاتې شو ، بل طرف ته  د مجاهدینو د ګوندونو ترمنځ بي اتفاقي یو بل ستر چلینج ؤ چې غرب کوښښ کاؤ په سم او ناسم يې وویشي او جهادي ګوندونه خپل منځ کې هم د یو او بل په وزن او حیثت قانع نه ول حتی  هغه تنظیمونه چې د نفوس او قوت له مخې د ځیني ګوندونو  د یوې جبهۍ په انداره هم نه ول هغوي  هم  له  قوي او بانفوسه  ګوندونو سره  برابرښت د ځان لپاره غوښتلو ، دوي  هغه څه غوښتل چې  د  مجاهدینو  ترمنځ  همسایګانو او غربی نړې  يې  په  هڅه کې  وه  تر څو  مجاهدین د  یو  واحد قوت او سیستم په حیث سیاسي  صحني او  ملي  جوړښت  کې را څرګند  نشي.
کمونست پلوه دواړه ډلې (خلق او پرچم) هم خپل منځ کې چاړه او غوښه ول  د یو او بل د مشرانو په ترور او وژلو يې هیڅ زړه درد ونکړ د جهادي ګوندونو په نسبت ددوي دواړو فرکسینونو ترمنځ د وژلو او ترور لړۍ ډیر ژر راڅرګنده شوه ، د چوکیو او مقام په آشغال کې يي بیسارې مسابقه درلوده څه په خپل قوت او څه د روسانو په قوت ، نور محد تره کي خپله د خلقیانو لخوا ووژل شو ، امین د روسانو په مرسته د تاج بیک ماڼۍ کې د پرچمیانو لخوا ووژل شو او ځاي يې ببرک کارمل ته تخلیه کړ ، داکتر نجیب الله د روسانو لخوا د کارمل ځایناستي شو او ببرک کارمل یې چکر وهلو ته وزګار کړ خو ملګري يي تر اخره له داکتر نجیب الله سره په واک کې شریک ول هغوي په لوړو نرمو پوسټونو وګمارل شول خو د خلقیانو وظیفه بیا جنګ او جګړې پرمخ بیول ول د نجیب د اقتدار کلونه داسي ول چې نظامي قوت د پښتنو سیمو کې د پښتنو افسرانو په ذریعه ګمارل او مصروف شوۍ ؤ ، د داکتر نجیب غټه غلطي همدا وه چې په پوځ کې يې پوځونه جوړ کړل تکیه يې به خپلو پرچمیانو وه او هغه هم داسي پرچمیان چې قومي تعصب تر جنون رسولي ول د دولت جنګي ماشین ورو په ورو کمزوري کیدو عسکرو يې تیښتې ته پام شوئ ؤ دولت کې د ننه یوه ستره تشه او بیباوري  راوټوکیده همدې وخت کې داکتر نجیب ته مشوره ورکړل شوه چې قومي ملیشې او غونډونه تشکیل کړي نوموړي دا کار فکر کوم ډیر ګټور او د اقتدار د ټینګښت لامل وګڼلو له هرڅه د مخه يې خپل ورور د هغه ځواک مشر وټاکلو چې استخباراتي دستګاه وه او د ریس جمهور ،وزیرانو ، بهرنیو سفارتونو او نورو مهمو ادارو د امنیت واک او مسؤلیت يې درلود په دې سره نجیب الله یو کاذب سکون او ډاډ تر لاسه کړ ، ورپسي  جوزجان کې د ازبک ملیشو یو ځواک جوړ شو چې  عبدالرشید دوستم يې مشري کوله دا د ملیشو تر ټولو ځواکمن قومندان و ، بله ډله ملیشه يې مشرقي کې د مهمند خان په مشرې جوړه کړه چې د فریدون  مهمند پلار ؤ او دریم ملیشې ځواک د جبارقهرمان ؤ چې هلمند کې ؤ او د نجیب د سقوط په وخت کې  د کابل د بګرامیو پنځم نمبر فرقه ورسره وه .
ددفاع وزیر شهنواز تڼی او عمومآ خلقیان دې حالت ډیر زورول چې په مدار مدار له واک  ګوښه  کیدل  نو د یو بدیل طمع يې درلوده خو څرک یې نه لیدو دا چې د حکمتیار اسلامی حزب  د مجاهدینو په منخ کې اساسی قوت ؤ او ددولت د ننه يې هم نفوس کړي ؤ غوښتل يې په رژیم کې د ننه یوه کودتا تر سره کړی پدې اړوند د حزب اسلامی امیر خپل یو کتاب کې لیکلي چې موږ د جنرال اصف شور سره دوامداره تماس درلود ترڅو د رژیم د ننه کار وکړئ او موږ(حزب) هم په تیاري کولو بوخت ؤ چې حتی ددي کودتا د ملاتړ لپاره مو یو نوۍ رادیو سټیشن هم خربداری کړي ؤ چې تبلیغاتي جګړه هم ورسره ملګرې کړو .
په پوځ کې نوئ پوځونو سر په سر څو بریالي جنګونه وکړل چې یو يې لوګر ولایت کې د واغجان او کنجک سیمې وې چې له مجاهدینو يې ونیولې ،همدا ډول وریښمین تنګي کې جنګونه او د ګردیز او لوګر ترمنځ لویه لار ساتل او کندهار کې درنې جګړې ددې لامل شوې چې نجیب ۸۰٪ توجو او ډاډ په همدې ملیشو وکړئ نور نو ددفاع وزارت یو سمبولیک وزارت ؤ جنرال تڼی او ملګري يې هم  پدې هاند ؤ چې له بشپړ نابودې د مخه باید یو څه وکړئ مګر د نجیب الله د څارنې تر رادار لاندي ول همغه ؤ چې ددوی لخوا د څه کولو د مخه  داکتر نجیب الله پرۍ ګذار لومړي کړ او د  کوم  یو خلقی  پیلوټ  نه علاؤه  نور کوم  قوي نظامي  قطعه  يې  تر شا ونه  دریده  د جنرال شور په شمول ټول شکمن او مخالف جنرال او منصبداران  ووژل  شول ، داکتر نجیب او  په عمومي  سطحه  پرچم  ډله د رژیم به د ستګاه  مسلطه  شوه  او  په  ډاده  زړه  يې  تصفیه  پیل  کړه او ددفاع وزیر شاهنواز تڼي  د یو حو محدودو کسانو سره پاکستان ته پناه یوړه چې تر ۲۰۰۱ پوري د پاکستان میلمه  او اسلام اباد يې کوربه ؤ ،بل طرف ته حزب اسلامی خپلو مجاهدینو ته اعلان وکړ چې د هغو ځواکونو مرسته وکړئ چې د رژیم خلاف راپورته شوي دي ، دغه اعلان هغو دولتي کسانو ته سکون ورکړ چې د کابل حکومت تر چتر لاندي يې ژوند خطر کې لیدو د هیواد په مختلفو سیمو کې د حزب اسلامی جبهاتو ته تسلیم شول .
نور بیا
نصرالله احمدزی