السلام علیکم، په د ې تمه چې د یو اسلامي احساس له مخې به د پورته پرېکړه
لیک دغه لاندې شکل خپور کړﺉ، په پورته پرېکړه لیک کې وروستۍ ماده یو څه
جنجالي وه، دابه مو له موږ سره ډېره همکاري وي.
د ژورنالستانو نړیوال فدراسیون ته د افغانستان د اسلامپالوځوانانو د
ټولنې د دوه ورځنۍ مظاهرې پرېکړه لیک:
څرګنده ده چې افغانان الحمد لله مسلمانان دي او دخپل مذهب ،عقيدې ،
مقدساتو او دهغوی د ساتونکو او خپرونکو علماؤ، طالبانو او مدرسو په اړه
ښکاره او څرګند دریځ لري. ځکه نو دنوموړو د سپکاوي او توهین په اړه هر
ډول راپور چې بنیاد یې یوازې او یوازې له افغانانو او مسلمانانو سره د
حقد او کینې پر بنیاد وي، موږ ټولو افغانانو ته د زغملو وړ ندی. خو له
بده مرغه د (بي بي سي پښتواو دري څانګې) یو ژورنالست د ژورنالستیکي آرونو
او اصولو خلاف یو ځل بیا هڅه کړې چې د افغانانو په کلتور، دین او عنعناتو
له حقیقت څخه لرې یو راپور خپور کړي. د افغانستان په کندوز ولایت کې د
انجونو د دیني مدرسې (اشرف المدارس) په اړه د بي بي سي راپور همداسې بې
بنیاده، د اسلامي او افغاني کلتور خلاف، له کینې او حقد څخه ډک یو راپور
دی چې په هغه کې په څرګند ډول زموږ علماؤ او د دین زده کوونکو ته سپکاوی
او توهین شوی دی او زموږ حجاب ته چې زموږ د دین له شعایرو څخه ګڼل کېږي،
په بدو الفاظو یاد شوی دی. موږ ټول افغانان ددغه بې بنیاده او له حقیقت
څخه د بعید راپور په اړه خپل پریکړه لیک په لاندې مادو کې بیانوو او
ستاسو له ادارې څخه یې د ژر تر ژره عملي کېدو غوښتنه کوو؛
1. بي بي سي پښتو او دري څانګه باید ددغه توهین آمیزه راپور اړوند له
ټولو افغانانو خصوصا د اشرف المدارس له معلمینو او زده کوونکو څخه بخښنه
وغواړي او ددغه راپور په اړه خپل پریکون اعلان کړي
2. هغه غیرمسلکي ژورنالست چې دغه بې بنیاده راپور یې جوړ او خپور کړی دی
باید له دندې ګوښه شي او په آینده کې یې په ټولو ژورنالستیکي فعالیتونو
بندیز ولګیږي
3. د راتلونکې لپاره باید بې بې سې خپله ټوله اداره له داسې بې اساسه او
توهین امیزه کړنو لرې وساتي
4. بې بې سې بايد هغه څه (بې حجابي) چې د افغانانو د دود خلاف دی، د
افغانانو دود ونه بولي
5. د دې لپاره چې بې بې سې د یوې رسنۍ په ډول خپل اصلیت ثابت کړی وي، په
افغانستان کې دې هغه افغانان خپل همکاران ونیسي، چې حد اقل اسلامي او
افغاني ارزښتونه ورته معلوم وي
6. که چېرته بیا داسې یا دې ته ورته کړنه تکرار شي، نو موږ به له هر ډول
قضایي او قانوني لارې د خپلو حقوقو غوښتنه کوو.
په درنښت
د افغانستان د اسلامپالو ځوانانو ټولنه
برېښنا لیک: