حاجی سالم جان کوچي
نه پوهیږو چې د ټاکنو کمیسون ولي تر اوسه خپل کار نده بشپړ کړي پداسي حال کې چې رسمآ کمپاین هم شروع دې او دوی اوس هم د اسنادو ارزونه کوي نو څنګه ویلي شو چې کمیسون اهل کار دي ؟
د حاجی نورعلی په نوم ولایتي شورای ته یو کاندیدچې انتخاباتي نښه يې نښتر ده او شماره يې ۲۱-۶-۱۷ ویل کیږی چې ډبل تابعیت لري یو د افغانستان او بل د پاکستان نوموړي د اسلام اباد په هغه مظاهره کې هم موجود وو چې د کوچیانو یو مشر حاجی منجي د پاکستان د استخباراتي ادارو په لمسون برابره کړۍ وه او د افغانستان په ضد يې شعارونه ورکول،
ددې ترڅنګ حاجی نور علی په هغه فساد او ملي خیانت کې هم شریک ده چې د حاجی منجي په مشرې د پاکستان ددولتي مقاماتو په واسطحه د پاکستاني شناختي کارډونو د ویش په خاطر د آتک په ببندر کې د امیر عبدالرحمن خان په کلا کې د پاکستاني پوځ ترڅارنې لندې جوړه شوۍ وه او زموږ په زرګونو مظلوم افغانان يې ولوټل.
ملي امنیت او د ټاکنو کمیسون دي پدې اړوند څیړنه وکړئ .
ولایتي اداره کې جاسوسان نه منو
کوچیان جاسوسان ندي ، مونږ ریښتونئ استازي غواړو
حاجی سالم جان کوچي