د امریکااو ناټو وحشیان نښه ویستل زده کوي

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

نصرالله احمدزي
پرون کنړ کې زموږ سپیڅلې وینې توې شوې او نن په لوګر صرف توپیر يې دادې چې د وژونکو او قاتلانو شعار،لباس او مؤخې بدلې دي خو د افغان لپاره يې غم او درد برابر دې ، دواړو خونړیو پیښو موږ غمجن کړو،تر شا يې کونډې، یتمان او بې سرپرسته تور سرې پریښودې یو قاتل

وايې هو ما مړه کړل فخر پرۍ کوئ خو د لوګر د خونړۍ پیښې یرغلګر قاتلان وايې سهوه وشوه ،ارګ مشر او کاري ټیم خو يې خوب کې هم هرۍ پیښې ته کمیسون ټاکي له دې پورته هیڅ هم نشي کولئ د افغانستان خلک دې د تل په څیر پرۍ نه غلطیږي دا هسي ټیم پاسي دې تیرو دیارلسو کلونو کې چې ډیموکراتانو خپل حکومت کې کوم شرمونه وکړل تیر وخت کې يي شاهدان نه یوو ،ارګ مشر بیچاره خو څو کم دوه سوه مشاورین لري خامخا به کنفویز ډاډ کم کیږي شاید دده به ورته فکر نه وئ او یا به يې ارشد مشاورین قصدآ ورته نه وايې زه به يې ورپام کړم.
ښاغلي ولسمشر : مشاورینو او دولتي کارمندانو لا د وخته د ځان چاره کړۍ ده ته لکه چې له غرب نه خپریدونکئ افغانی تلویزونونو کتلو ته کومه د قیقه وخت نلرې داسي ریسټورنټونه او مغازې جوړیږئ چې ټیسکو او آزدا يې په کونه کښینول اکثریت يې د همدې خلکو دي ،خو هوښیاري يې دا کړې چې د کورنیو د غړو او یا...... په نوم يې جوړې کړې دي نو راشه یو ابتکار بل وکړه د کمیسونونو دپاسه یو کمیسون وټاکه چې په دې څیړنه او تحقیق وکړئ چې تیرو ګمارل شوو کمیسونونو څه کړئ ؟ ولې يې کار نده بشپړ کړي او د څو کمیسونونو د تحقیق پوره راز بیرتهد تاسو محترم تر لمیز در رسیدلي دې .
نړیوال دلته خپلو استخباراتي ګټو پسي راغلي ترهګري هسي غولونکي شعار دې خو دوې خپلې ګټې لټوئ موږ ته يې هیڅ کریډټ نده راکړئ تاسو محترم هم ډیره په ځنډ سره دا ومنله چې امریکا د خپلۍ جګړې پسې راوتلئ دي نه د افغانانو د هوساینې لپاره، تر اوسه د کابل په ښار کې لاینکي تلیفون فعال نشو ریسانو د دفتر د ښایست لپاره تش سیټونه مخۍ ته په لمیز ایښې وي چې ډول وکړي ، دلته د وسلو د استعمال نړیوال آزمیښت تر سره کوي ،خپلو فوځیانو ته عملي ټریننګ ورکوئ د راتلونکې نړیوالې جګړۍ لپاره د الوتکو او راکټ توغولو تجربې تر سره کوي کله چې  د تیلو او ګازو جګړه په اخر شي نو بیا به د اوبو(بهر لاندې کولو) په سر جګړه پیل کیږي دا چې له نیکمرغه موږ ترڅنګ بهر نلرو کني ټول به يې د شپۍ له مخې له جهازونو ماهیانو ته ورغورزولو خو یو څه باید یاد ولرو چې د بهرنو د نیولو جګړو کې به هم افغانستان کارول کیږي نو اوس ددولت ،مشر ملا او انجنیر حکمتیار خوښه چې د راتلونکي نسل د پایښت او عزت لپاره یو بل ته ورتیریږئ او که نه ؟
تاریخ هیڅ هم له یاده نه باسي که دا غمیزه لسم نسل ته هم خدای مکړه په میراث ورپاتې شي نو بیا به هم افغاني کمونست ددې  جګړۍ د پیل له بد او ناوړه کریډټ خوندي نشي دوې يې د بدې بخت لري ځکه د مجاهدینو نظام کې هم دوي ،د طالب نظام کې هم دوې او دادې نن خو د ډیموکراسې حکومت کې ٪۴۷ فیصده هم دوي برخوال دي ، موږ له هر طرف نیمګړي یوو لیکوالان مو هم ښکنځلمار شول ، له یو سل او څو بریښناپاڼو څخه يې تقریبآ نهه(۹) یو څه د کار ښکاري ، د تلویزون هر چینل بدلوه نو له سندرو او دپلو بل کار نشته ،په لیکوالي کې له نیوکې او پیغور او.... بل څه نشته سم پاخه لیکوالان د لیکوالې له کوره ووتل تکراري خبرې ، د نورو د مقالو او لیکنو څخه داسي څه کاپی کول چې دده له مزاج سره برابر وي او بیا يې ددوهم ځل لپاره له خپل نوم او معمولي مرچ او کرکمن د اضافه کولو سره يې بیا کومې بریښناپاڼۍ ته ولیږي .
څنګه چې ممیز بې خلي نده همداسي د افغانستان په لانجمن تاریخ کې نه ملت بیطرفه دي،نه بیطرفه شخص شته،نه د شاهي نظام چلوونکي له مسؤلیت او حساب خلاصدي شي ،نه د دادوخان د نیمه جمهوریت د سر سړي،نه کمونستان ځان پټولئ شي ، نه مجاهد ځان ته برءات ورکولي شي ،نه هغه ډلې چې د روسانو خلاف يې د افغانستان د ازادي لپاره په تومانچۍ د ډز جرءات هم نه درلود چې د اروپا د ژوند خیال پلو به يې ولیدو نو د کوم رهبر او مطرح جهادي قومندان خلاف به يې سر په سر کومه لیکنه ولیکله خو هغه قومندان به د شمشاد او او لکړۍ له غرونو آخوا ترینه خبر هم نه ؤ نو دي جناب به اسلام اباد او پیشور کې د بهرنیو استخباراتی کړیو د دفترونو او سفارتونو دروازو کې ورځ ماښام کوله چې هله سر ته مي خطر ده نو چې غرب ته ورسیدل بیا يې ښکنځل کول روشنفکري وه خو ۲۰۰۱ کال کې مو ولیدل چې محفلونو او مجلسونو کې يې د همغه خلکو په صفت ژبه وچیده چې تر پرون يې ورته خاین،قاتل او... ویل اوس خو بیرته داسي به زوړ راوان دي چې له ځان يې هم هیله شکیدلې ده،
نه د مشر ملا طالبان له حساب او مسؤلیت ځان سپینولي شي او نه له غرب راغلي ډیموکراتان چې ځانونه ورته ډیر پریښتې ښکاریدل خو کومې ناوړه پیښې چې دوي او ددوي راغلو بهرینو میلمنو  ؟ وکړلې خداي شته تیر دور کې ندې شوي، اوس همدغه نابغه ګان خپل بختونه له همغو سره تړلي ګڼې چې تر پرون يې ورته د جنګسالار او جنګي مجرمینو خطاب کولو د مثال په ډول ښاغلی اشرف غني احمدزي او جنرال دوستم چې سره اول او دوهم شول له دې پخوا يې فکرونه،نظریات،ایډیالوژې،پیلان،لورې او طرف ،جبهه او سنګر ،ډله اوټپله سره جدا وه خو دادې نن سره خور او ورور دي ، زلمي رسول او احمدضیاء مسعود همدا ډول هغه دي ښاغلي قیوم کرزی او او به کابل کې میشت حزبیان چې تر ننه د امریکا په مرسته يې ښاغلی حکمتیار ته نیغ نیغ کیدل خو اوس  يې داسي په منځ دوه پړاکه(کنډکه)کړل لکه د آقچې خټکۍ یوه ډله د پخواني پاچا د ګروپ (زلمی رسول) او بله يې د ډبل عبدالله په تخرګ ور دننه شول که یو طرف ته وګورو په عمومي سطحه دغه ډول پخلاینه ، یو او بل منل ګټور دي تر څو موږ خپل ځان (افغان) و نه پیژنو جارجیان دومره کمعقل ندي چې ستا د وحدت لپاره زحمت وباسي ځکه بیا خو يې ګټه نشته.
د کمونست لاس کې سکاډ توغندي دۍ ، د مجاهد لاس کې بي ایم ۱۲ توغندۍ دې ، د اسلامی امارات لاس کې بي ایم ۱۲ توغندي دې، د ډیموکراټانو او په مجموع کې له غرب راغلیو سره لاس کې کروز او بي ۵۲ دي او ټولو همدي خپل هیواد کې وکارول اوس څوک شته چې ووايې زه ملامت نه یم ؟؟؟؟
نو چې داسي دۍ نو بیا د ملایکۍ زامنو خو راځئ چې یو بل ته لاسونه ورکړو نه به مو ماشوم وژل کیږی، نه به مهاجرین کیږو،نه به مو ملی پوځ داسي په سپین سترګې او بیدردې سره وژل کیږي ، د ددفاع وزیر محمدی او جنرال کریمي غیرت  خو به اوس  درته در معلوم شوئ وي له نن څخه وروسته د ملی دفاع وزارت د ملي خاموشې وزارت شو ، موږ د اسلامیت او افغانیت له مخې د لوګر په ولایت کې د امریکایانو او ناټو لخوا هغه وحشیانه هواي برید په کلکه غندو چې زموږ هیوادوال يې پرې شهیدان کړل ، د ابر ید نه سهوآ ؤ او نه د بښلو وړ ده.
د ازاد خپلواک افغانستان په هیله
نصرالله احمدزي
۰۷/۰۳/۲۰۱۴