ناسمه پریکړه بیا هم سمه ده

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

نصرالله احمدزي
په انتخاباتو کې د حزب اسلامي افغانستان د ګډون پریکړه د تاید او استقبال وړ دي باید افغان ولس ئې هرکلي وکړئ ، که څه هم دا پریکړه ناسمه(بیوخته) وشوه خو بیا هم د

اصلاح،امن،پخلایني ، د نیواک ددوام،جاسوسانو او مفسدینو ته د میدان ورخوشې کولو په ضد یوه حکیمانه پریکړه دي ، دا مهمه نده چې د حزب اسلامی د تاید او ددوي د شرایطو سره سم کاندید دۍ حتمآ بریالي شي مګر مهمه دا دي چې دا پریکړه د بین الافغاني تفاهم  لپاره  یوه  ښه موقع او د لارۍ جوړونې د یو نوئ بهیر پیل دي انشالله افغان ولس به ئې په شه نیت هرکلي وکړئ.
باور لرم که یوه اداره کې صالحان ور دننه شي نو هلته په طبیعی ډول بدلون راتلاي شي اومید دی چې نوي دولت له تیرو دیارلسو کلونو فاسد نظام نه زده کړه کړې وئ ، صالحان هم په ږیرورو کې شته هم په ږیره خریلو کې ،وطن پرست هم په ږیره خریلو کې شته او هم په ږیرورو کې، مهمه نده چې څوک اداره کې سرتور سر ناست وي او څوک له پکول او لنګي سره بلکه مهمه دادي چې څوک اهل کار او د سمون په طرف تمایل لري او عملي ګام آخلئ.
ما مخکي هم یوه لیکنه کړۍ وه چې (انتخابات او د حزب اسلامی ناسمه پریکړه)ځینې دوستانو راته بریښنالیکونه راواستول چې ته حزبی ئې ، طالب او که دولتي ؟ ما یوه ته هم ځواب ورنکړ خو اوس ورته لیکم:څو هفتې د مخه زما والد صیب وفات شو الله ج دی جنت الفردوس ورته نصیب کړي سره له ټولو مسلمانو مرحومینو، زما پلار کوم دولتي مامور نه ؤ خو د جنازۍ په مراسمو کې ئې د افغانستان ملی اردو، ملی پولیسو امنیت نیولئ ؤ زما د پلار قدر او درناوي ئې په مرګ وکړ د هغو پتمنو دوستانو امنیت ئې ونیولو چي د جنازۍ مراسمو کې ئې ګډون درلود نو ایا زه ددوي په درد دردمند نشم ؟ ځواب هو حتمآ پرې خفه کیږم زه ددوي د احسان پوروړئ یم دعا کوم چې له هرۍ نګاه خپلواک حکومت ولرو او همدا شازلمیان مو په هر ډګر کې ویاړ او د خلکو لپاره د خدمت مصدر وګرځي .
حزبی یم او که نه:ځواب حزبی نه یم خو ځان به مي نیکمرغه ګڼلو چې حزبی وايئ ددي لیکنۍ تر لیکلو پوري مي همدا د زړه او د ایمان خبره دي، په حزب کې مي وخت تیر کړئ او پرې ویاړم داسی کوم جهادی رهبر به نه وي چې ما څو څو ځله ورسره ناسته نه وئ کړي تر ټولو وروستني مشر حکمتیار صیب ؤ چې لیدنه مي ورسره وشوه د نورو محترمو په پرتله مي حکمتیار صیب کې د رهبري او مشرتابه ډیره وړتیا ولیدله، له استعداد ډک ؤ لکه آنار ژوند ئې ساده او کلیوال ؤ ،زما مرحوم والد صیب په حرکت تنظیم کې ؤ خو د حزب امیر ورته ډیر درناوئ درلود نن زما والد وفات شو خو د حرکت له تنظیم او د مرحوم مولوی صیب محمد نبی له کورنې هیچا هم موږ سره غمشریکي ونکړه مګر د انجنیر ګلبدین حکمتیار لخوا زما د والد صیب په غم موږ ته د غمرازې او ډاډګیرنۍ پیغام رالیږل کیږي ایا زه د حکمتیار او حزب اسلامی نه مننه ادا نکړم ایا زه د نورو به نسبت ترجیج ورنکړم ، ایا فخر پرې ونکړم؟
(ممکن ډیر ژر دغه پیغام له شهادت هم نشر شي او دعوت ،سپورغی او افغان ځواک هم تر لاسه کړي دې)
طالب یم او که نه: نه تر اوسه طالب نه یم که طالبان هم راسره نیکي وکړئ نو د هغوي د نیکیوو هم یادونه کوم او د ښه کار ئې هرکل کوو.
حزب اسلامی په دې پریکړۍ سره چې ټاکنو کې به د ښاغلی قطب الدین هلال ملاتړ کوي که څه هم ناسمه(بیوخته) خو ګټوره پریکړه ده هغه څوک به ېئ مخالفت کوئ چې بین الافغانی تفاهم او یوالی نه غواړي یا د جنګ ادامه ئې ماموریت وي ، یا د خپل  نااهله اقتدار، خپلسري ته د خطر زنګ احساسوي او یا سیاسی  سیالې،عناد او رقابتونه پالي ، ځیني کرغیړنۍ څیري دې ته هڅول کیږي  چې د سمون په طرف د مخکې تګ مخه ډب  کړي او یا له مستعار ادرس او نوم د دریم شخص او ډلۍ له سنګره تبلیغات وکړي ،که طالبان او حزب اسلامی او ددوي له ډلو د باندي نور شخصیتونه غواړي چې افغانستان د بهرنیانو له آشغال خلاص کړي ددوي دلته د مزید پاتې کیدو مخه ونیسي ټولې پلمې ئې له بیخه خنثی کړي نو دا کار په ډیر کم قیمت او په لنډه لاره کولی شي هغه دا چې له ټولو افغاني لوریو سره تفاهم او روغه جوړه نو له دې وروسته هیڅ بهرنی نشي کولی دلته له فوځي یونیفورم سره غیر قانوني ژوند وکړي که چیري قران او حدیث اشغال ته د پائ ورکول په دغه طریقه ناجایز ګڼي نو مهربانی وکړئ د اسلامی اومت او افغان مسلمان ولس په وړاندي ئې شرعي ثبوت کیږدي خو اساسی شرط به دا وي چې عالم به شناخته او پیژندل شوي شخص  به وئ نه کوم مستعار نوم او ته به هم ازاد او خپلواک وي.
که ولسی جرګه او مشرانو جرګه کې د حزب اسلامی او طالبانو غړي وي او ددي ترڅنګ هغه کسان چې د آشغال مخالف دي نو څنګه به امریکا سره د امریکا په خوښه تړون کیږی او څنګه به دلته د پاتې کیدو چانس ولرئ ؟ هغه متل دی که ژاړې له ړندس سترګۍ هم اوښکې څڅیږي یعنی که روغه او امن غواړئ کیلي ئې له(دولت،حزب اسلامی،طالبانو) سره لاس کې ده او که نه ئې غواړي نو والله که تاسو هم ځان تاریخ ته سپین کړې.
ښاغلی حکمتیار په دې پریکړۍ سره د داکتر عبدالله په مشری ډلۍ ته سخته زربه ورکړه ددغې ډلۍ د ملګرو له خوا له دۍ اعلان وروسته په میډیا او بحثونو کې حکمتیار په بدو الفاظو یادول حتی د کمپاینونو په وخت کې ددي په ځاي چې ځان ته کمپاین وکړئ نو په حکمتیار ئې نیوکې او تورونه لګول پیل کړې دا په دې معنی چې هډوکي ئې ورته ودردول،اوس  چې د شورای نظار خلک دومره دریدلي نو د محمد خان او ارغندیوال به څه حال وي ؟ هغوي بیچارګان خو خوشحال ول چې میدان راپاتې دي څوک  چې د حزب  په رنګ رنګ شوئ هغوي خو به د ځان ساتني لپاره هم زموږ تر شا ودریږي او رایه به راکوي اوس دا ورپاتې دي چې د داکتر عبدالله د پلویانو په غونډه کې محمد خان ئې هم ترڅنګ ودریږي او داړې چینګې کړي ددي بیچاره یو عکس وایبر کې چا راولیږلو محقیق او عبدالله لکه بازان داسي ښکاري او دغه مجبور او نا بللي کاندید(انجنیر محمد خان) داسی عاجز د عبدالله د ساتونکو او بکسه وړونکو په کتار کې ولاړ دی د عبدالله خولۍ ته داسي ګوري لکه له ده سره چې دا ویره وئ چې د عبدالله  شونډې د تود چائ له غوړپ سره و نه سوزیږئ.
مولوی سرفراز هم اوس حیثت او ځان له لاسه ورکړي دي خو دې ته ئې فکر نده چې څولسیزې د مخه چې حکمتیار صیب د ستا په شمول له سرحد بلۍ غاړې ژوند کاؤ هغه وخت خو تاه ورته داسی درناوئ درلود چې دده تر مخ دي پرنجیدل هم ناسم کار ګڼلو همدي افغان ولس ته به دي په ویناګانو او تقریرونو کې د حکمتیار په صفتونو خولۍ لکه د عربو د وچو دشتو اوښ  ځګونه کول دا نن څنګه داسي وخت کې له شنۍ زرغونې واوښتي چې د ښاغلی حکمتیار اوسیدنه له سرحد آه خوا تایدولي هم نشو خو ته ئې له سرحد آه خوا امیر ګڼي ،پوښتنه کوم تاسو دومره وزنداره او پاک نفسه څیرې ئې چې د امریکا لخوا په ښاغلی حکمتیار باندی اعلان شوي انعام ته به مو پرتوګونه په ځمکه ونه لویږئ ؟
حزب اسلامي پدي  پریکړې  سره د ډیرو هیلې او ارمانونه په سیند لاهو کړل اول دا چي حزب اسلامي وښودله چې په پریکړو کې د پاکستان تر آغیز لاندې نده د هیواد د ملي ګټو ساتنې او افغاني تفاهم په خاطر هر ډول ابتکار تر سره کولو وړتیا لري، چې موقع او شرایط ورته برابر شي سوله ایزه مبارزه کې هم له سیالانو سره ګډ کار کولائ شي چې آړ نشي وسله نه استعمالوي ،غربي نړې کې د حزب اسلامی د مشرتابه په خلاف پراخ درواغجن تبلیغات کیدل نن ئې هغوي ته هم وښودله چې نور د جګړو د ادامي لپاره په یوه پلمه او بله پلمه خپل ولسونه مه غولوئ که ستاسو لاسوهنه او د څو جاسوسانو شاډبونه ونکړې نو افغان ولس سره یو دې.
   د افغانستان دولت او د طالبانو د تحریک په شمول ټولو ډلو ته ئې د ملی یوالي، ګډ کار او د سمون پخاطر ئې څرګند لاس وروغځولو موږ ډیر ودردیدو د پردي جګړې  قربانیان یوو نور هر څه پریږدئ یوازې دې ته به فکر وکړو چې نن زموږ په کوچنیانو هم د چا رحم او ترحم نه راځئ جعلی دواګانې چې حتی د مګکو دارو  او زهر پکې ګډوئ او بیا ئې د اصلی دوا تر پوښښ لاندې زموږ هیواد کې تیت کوئ او پلورنه ئې په ښکاره تر سره کیږي ، حتی  د ماشیني چرګانو خوراک قصدآ زهری جوړیږئ تر څو موږ دغه پوده غوښه هم د بل هیواد وخورو ، نه مو تجار ځلانده شي ، نه مو کاریګر،نه مو داکتر او نه مو بل اهل کار ، سیاسی څیری او عالمان خو ئې راته سپک کړل اوس وار ددې طبقیې شو ، هیله دې چې دردمند لیکوالان کوښښ وکړئ دۍ ډول پرمختګ ته تقویه ورکړي ملی یوالی ته کار وکړي او حزب اسلامی مشرانو او شخصآ محترم ورور هلال صیب ته وایم د داسي حرکتونو په وړاندې ډول ډول عکس العمل طبیعي خبره ده پر مخ ځي د افغانستان غلیم به تر ډول ډول نومونو لاندې لیکنې هم کوئ څوک به ددین تر ادرس دا پریکړه محکوموي او څوک په بل نامه، د کلي منځ کې چې د مسافرو قافله دورمي نو حتمآ سپي ورپسي غپي ، افغانستان د نړیوال کلي یو کور ده له کلیوالو سره دپتمنو اړیکو له مخۍ باید چلند وکړو نه داچې د جدا کلي جوړونه اختیار کړو دادي نن به دوبي کې هم د طالبانو د تحریک لوړ پوړي کسان راټول شوي ول ما شاالله دریځونه او نظریات ئې دوستانه او له زغمه ډک ول هیله دې چې د تفاهم دا جریان پرمخ ولاړ شي ، له افغانستان د امریکا وتلو ته که دولت،حزب اسلامی،طالبان متحد شول نو ډز ته به هم ضرورت پاتې نشي ددوي آدۍ به هم وځئ او پلار هم خو هغه څه چې آړین دی هغه له نړیوالۍ ټولنۍ سره د متقابل احترام ښه روابط.
په احترام
نصرالله احمدزي