نصرالله احمدزی
په میلمستون کې له شپۍ تیرولو وروسته د سهار له مخي د شبرغان هواي ډګر ته لاړو نیمه ورځ مو هلته تیره کړه له الوتکو سره مو یو نیم عکس هم واخیستو د کندوز په قلعزال ،چهاردرې او یرګنک سیمو کې د
جنبش ملی او دولتي ځواکونو ترمنځ سخت جګړه هم راوانه وه د اسلامی اتحاد د مشهور قومندان امیرمحمد چې په امیر چغه ېې شهرت درلود له وژل کیدو وروسته دولتي ځواکونه کندوز هم له لاسه ورکړي ؤ خو ډیر ژر يې د جنبش قوتونه محاصره کې آچولي وو له ډیرې مرګ ژوبلې له ګاللو وروسته جنرال دوستم ته وفادارو قواؤ د کندوز ولایت بیرته له لاسه ورکړي وو، ویل کیدل چې د قومندان امیر جسد هم د جګړي ډګر کې پاتي وو او د جنبش قواؤ لاس ته ورغلي ؤ، امیر چغه د جهاد وخت کې د کندوز له نامي او مشهورو قومندانانو څخه حساب وو ډیر مجبوبیت ېې درلود کندوز کې خلکو ورته د کندوز برغولي(سرپوښ) لقب ورکاؤ.
(کله چې د کوم دیګ په سر سرپوښ(برغولي نه وي نو بیا دیګ ته د هرڅه د ورغورزیدو امکان شته)ما په کندوز او شمال کې د نوموړي د میړاني ډیر څه واوریدل د نوموړي د فاتحه خوانۍ لپاره د هغه کور ته له څو ملګرو سره لاړم دده بل ورور ښاغلی غلام دده ځاي ناستئ ؤ، د قومندان امیر له وژل کیدو وروسته د کندوز واکمنۍ د جمعیت او شورای نظار قومندان عارف خان ته ورپاتۍ شوه چې بیا له طالبانو سره ملګري شو او بالاخره پیښور کې ترور شو چې طالبانو ېې د وژنۍ مسؤلیت په شمال ایتلاف وراچوله او شمال ایتلاف په طالبانو او آی اس آي .
دهماهنګی شورای قومندانانو او مسؤلینو دده جسد په ګلانو او تابوت کې پوښلي وو او د هلیکوپتر په ذریعه يې کندوز ته جنازه ورولیږلۍ وه د جنبش ځینی قومندانانو دا ویره هم درلوده چې ممکن هلیکوپتر بیرته راپرینږدي خو مرحوم بشیرخان او شهید مامورغیور ورته ډاډ ورکړي وو چې دولتي آړخ به داسی نامردي نکوئ همغه و چې جنرال دوستم امر کوي چې یوه نه دوه هلیکوپتر ورسره ولیږئ چې د امیر چغه جنازه په قدر ورسول شی او که هلیکوپتر برمته هم کړي پروا نکوي همغه ؤ چې بغلان کې د حزب اسلامی قومندانان خبر ورکوي چې هلیکوپتر درځي هغوي هم دي خبر ته ډیر خوشحاله کیږي د جنازۍ له رسولو وروسته پیلوټ او ورسره کسانو ته ښه میلمستیا او قدر ورکوي ،ډالۍ هم ورکوي ،نغدي مرسته هم ورسره کوي او نور يې د مزار په خوا د پرواز اجازه ورکوي ، دا د انسانیت او مسلمانۍ تقاضا او غوښتنه ده راشي نن وحشت ته وګوروئ د الله ج د بندګانو جسدونه ځناورو او الوتونکو مرغانو ته د خوراک لپاره په دشتو او غرونو کې په ډاک پریښودل کیږي، هم انسانیت کډه کړۍ او هم ایمانونو د بدر په غزا کې ډیر قریش ووژل شول نو له رسول الله مبارک سره دومره زیات ملګري او امکانات نه وو چې د هغوي لپاره قبرونه وکیندي نو له دي ویري چې ځناور ئې و نه خوري نو د مړو جسدونه ئې راټول کړل او یوځاي ئې دفن کړل دا اوس چې د الله ج له مخلوق سره کومه وحشي کړنه تر سره کیږي موږ ئې په خپل دین کې کوم ثبوت نګورو او نه زموږ محبوب نبي خپل دور کې چا ته دداسي کرغیړنو کړنو اجازه ورکړۍ .
بیرته د میلمستون په طرف وخوزیدو دا شبه هم همدلته سباه شوه د سهار له مخۍ د ملی جنبش مشر میلمستون ته راغي د ونو تر خوا مو قدم واهه ویل ئې چا ته انتظار کوو چې راورسیږي نو بیا خواجه دوکوه ولسوالی ته ځو لږ وروسته هغه کسان راورسیدل چې یو پکې جنرا عبدالچریک هم ؤ او بیا مو حرکت وکړ هلته چې ورسیدو د یوۍ غونډۍ په سر پوستۍ ته لاړو چې دا د جنرال دوستم په خبره د عسکرۍ د دور لومړنۍ پوسته ئې وه هلته یوه دهشکه ماشینداره هم نصب وه ویل ئې دا د همغه وخت څخه دي ، په دۍ تپه کې اوس پخۍ کوټې جوړې شوې وې د نویو وسلو ډیپوګان پکې وو چې له تپۍ راښکته شولو یوه نوۍ وداني جوړیده د لمبا حوز او د سینګار لپاره کوچنۍ پارک اوس می یاد ندي چې دلته څه جوړیدل خو لږ وړاندۍ ترینه یوه مدرسه وه هغۍ ته د ننه ورغلو ډیر زیات طالبان پکې به زده کړو بوخت ول ، يه یوه صنف کې له طالبانو سره په پرش کښیناستو دوست په ازبکۍ ورسره ګړیدو اخر کې ئي په دري ژبه په خندا ورته وویل: (و بچه شما طالبها کندهار واری نشوید) په اخر کې ئې له یو زده کوونکي وغوښتل چې تلاؤت وکړئ په ډیر خوږ غږ کې ئي تلاؤت وکړ او د هیت لخوا په نقدي جایزۍ ونازول شوو.
له مدرسي چې راووتو په همدۍ کلي کې د یو چا کورته ورغلو اوس مي هیر دی چې څه نومیده خو څوک ئې وفات شوي وو دوستم د فاتحه او درناوي لپاره ورتللو کله چې ئې کور ته ورنږدي شو له موټرو ښکته شولو دلته یو پوخ کور وو چې تقریبآ دري منزله به وو او کار هم پري کیدو د ددوستم باډیګارډانو غوښتل چې د امنیت لپاره ددي ودانۍ بام ته وخیژي له دوي سره په څنګ کې د زرداد ساتونکې هم د ودانۍ په طرف ورغلل یو وخت مو د بام سر ته وکتل چې د زرداد ساتونکي ددوستم له کسانو د مخه د بام په سر راښکاره شول د ټولو ورپام شوو جنرال عبدالچریک ورو غوندي زرداد ته وویل قومندان صیب ستاسو هلکانو ته دي فکر ده نو دۍ وخت کې د جنرال دوستم نظر هم پري ولږیدو په زوره زوره ئې وخندل او زرداد ته ئې مخ کړ زرداد خان دلته امنیت ده هیڅ خبره هم نشته خو ستا د ساتونکو دا بیداري او زړورتیا مي ډیره خوښه شوه ، زرداد ورته وویل چې هغوي د امنیت له ویرۍ نه بلکه د ساعتیرۍ په خاطر ستا له کسانو سره وختل.
موږ یو کور ته ننوتو ښه ښایسته لویه حجره وه کښیناستو یو سپین ږیري سړي ته مو لاسونه پورته کړل تقریبآ شل(۲۰) دقیقې کښیناستو نور راووتو او د شبرغان په طرف لاړو شپه مو بیرته میلمستون ته ورسوله.
نور بیا
نصرالله احمدزی