نصرالله احمدزی
شپه مو د مزار ښار دننه د ښاغلی همدردصیب میلمستون کي وکړه د سباه له غرمې وروسته د مزار ښار د کوډبرق له فابریکه مو لیدنه وکړه او بیا هغو فامیلیو ته لاړو چي د همدی فابریکه په نوم یادیدې او روسانو د
خپلو افسرانو کورنیو ته ودانې کړي وي او له دۍ وروسته مو همدرد صاحب سره مخه ښه وکړه،موږ شپه همدلته دملی جنبش په میلمستون کي وکړه،سباه ورځ مو د کلاجنګی په نوم تاریخی کلا څخه لیدنه وکړه چي دا وخت د شمال د زون عمومی نظامی قومنداني وه.
کلا جنګی واقیعآ رښتیا هم جګړیزه کلا وه شا او خوا ترینه د اوبو ډیر پراخه نهر جوړ شوئ و خو اوس وچ وو دۍ نهر شهادت ورکولو چي پخوا د تورو او غشو جګړه او یا دداسی وسلو جګړه چی باروتی ټوپک به يې ورته ویل د خولۍ له لارې به يې باروت ورښکته کول بیا به يې ډز کاؤ دغه کلا د هغه وخت له جنګونو سره په مناسب ډول جوړه شوۍ وه چې ددښمن پیاده عسکرو ته به مشکله وه چي له اوبو ډک نهر څخه په آسانۍ ورتیر شي او په کلا وروخیژئ په داسي حالت کې چې د کلا د پریړو دیوالونو او برجونو تر شابه هم غشې او ټوپک ویشتونکئ ددفاع لپاره ناست ول، ددغۍ کلا جوړښت خپله یو مظبوط دفاعي سیستم وو.
(ماچې ددې کلا له لیدلو څخه څو کاله وروسته د نسیم حجازي هغه ناولونه ولوستل چې د پښتو ژبۍ وتلي لیکوال د پښتو ژبۍ د بډاینې لوړ منیار محمدزبیر شفیقی صیب په پښتو ژباړلي دي نو دغو ناولونو کې مي د کلا جنګي انځور ولید).
د ا کلا د ننه په دوه برخو ویشل شوۍ وه یوه کې يې د عسکرو د اوسیدو ځایونه او فوځي قمندانۍ او یوه برخه يې مکمله ملکي ګرځول شوۍ وه چې د ملی جنبش د مشرتابه د غونډو او له میلمنو سره د لیدو لپاره ښایسته سالونونه ، د ملاقات خونې ، د لری واټن ارتباط نیونکی وسایل ،د استراحت او ارام خونې ،تشنابونه او داسی نور... په ښه مډرن سیستم جوړ شوی وو ،البته د کلاجنګي په ښکلا او ښایست جوړونه کې کارونه تازه تر سره شوي وو.
د کلا د ننه لخوا برجونه دومره پریړ وو چي حتی ټانکونه هم ورختلي شول دغه وخت ورباندې د الوتکو ضد زیوو ماشیندارې نسب وې خو ډیره جالبه دا وه چي هغه وخت به يې داسی درنده او ستره کلا څنګه جوړوله او دومره غټ برجونه به يې څه کول ؟ ځکه هغه وخت به شاید ګاډی هم نه وو او ددې تر څنګ د کلا برجونه هم ډیر پریړ او غټ ول ، د کلا د ننه یو پارکینګ هم جوړ شوئ و او د پارکینګ تر څنګ د کلا په ملکي برخه کې یو مسجد هم جوړ شوئ و خو نه پوهیږم چي بنیاد ېې پخواني ایښودل شوئ ؤ او که اوس خو د ترمیم کارونه تازه پکې معلومیدل دغۍ کلا سره نږدي د دهداي هواي ډګر هم وو مګر ځغاستلیکه ېې خامه وه لکه د لوګر هواي ډګر چې د هماهنګي شورای په وخت کې حزب اسلامی جوړ کړئ ؤ.
دشپۍ له مخۍ د مزارشریف ښار کې د زیارت ترڅنګ یو بل میلمستون کې وکړه، د سهار له مخۍ مو زیارت څخه لیدنه وکړه ښکلي پارک او ګلان ،مسجد شریف ، د زیارت ودانۍ او رنګمالي ېې ډیر په هنر او کمال سره شوۍ وه خو له بدمرغه شرک پکې ډیر زیات وو اهل تشیعه وو ورته سجدې کولئ ،ګمراهي ښکاره وه پکې ناست سپینې لونګې ملایان او مینجوران سم ټګماران او دوکه بازان ول زیارت ته له سجدو يې څوک نه منع کول بس یوازي د خپل جیب ډکیدو غم وړي ول عامو خلکو په څرګنده له زیارت طوافونه کول، یوسیمه ایز شخص راته ویل چې دغه ناست ملایان چې څومره پیسې ټولې کړي د شپۍ له مخې بیا پري قیماربازي کوئ ویل ېې که څوک ېي نه مني زه مو د شپۍ له مخې ورولم، فکر کوم هغه حالت شاید نن هم وي .
له دي وروسته بیا د حیرتان بندر ته لاړو د آمو سیند تر غاړۍ مو قدم وواهه مخ لاس مو اوبو کې تازه کړل د فرقه قومندانۍ کې مو چاي غوړپ کړ او له همغه ځایه د شبرغان په خوا وخوزیدو هلته چې ورسیدو مخامخ د تفحصاتو میلمستون ته لاړو شپه مو هلته وکړه.
سباه ورځ د سرپل ولایت سیداباد او بیا د سنګچارک سیمو ته لاړو هلته هم قومي شخړې او لانجې موجودې وې هغه مو تر ماښام سره حل کړي او د ماسخوتن ډوډې مو په سیداباد سیمه کې له جنرال عبالچریک سره وخوړه دنوموړي د ډیر ټینګار په وجه مو شپه له نوموړي سره وکړه د حاجی پاینده په نوم ورور يي د سیداباد د سیمه ایزۍ شورا مشر وو،د سهار له مخۍ يې هم ډیر تکلیف کړی وو له سهارنۍ خوړلو وروسته يې د شمال له دود او دستور سره سم چپنې په اوګو راواچولې او یوه یوه يې قالینه يې هم راډالۍ کړه د شبرغان تر ښار يې بدرګه کړو او نور رانه بیرته رخصت شو.
نور بیا
نصرالله احمدزی