بندیان څوک شکنجه کوي؟ د سترګو لیدلی حال ۳۳

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

عبد الحنان مجاهد
یو مولوي صیب را سره و، په همدې خونه کې، خپله دی یې نه و وهلی، خو هغه څه چې ده لیدلي وو، ما ته یې وویل، وایي کله یې چې ریاست کابل ته راوستم - د ځینو ملګرو د معلوماتو لپاره باید وویل شي چې ریاست کابل هم د کابل ادارې یو استخباراتي مرکز، او وحشي توقیف ځای دی، چې بندیان پکې ساتي، او تحقیقات ور نه کوي.


 نوموړي مولوي صیب ویل: کله یې چې زه راوستم، له ما نه یې هسې یو څو پوښتنې وکړې، او ما هم سم معلومات ور کړل، په حقیقت کې په ما کوم جرم نه و، زما په اړه غلط معلومات ور کړل شوي وو، خو هلته چې کوم حالت ما ولید، په الله باور وکړئ چې د ټولو انساني حقوقو او ارزښتونو خلاف، داسې یو جنایت و چې ډېر ظالم یې له حیوان سره هم نه کوي، یو بندي یې را نیولی و، معلومات یې ترې غوښتل هغه به یا حال نه ورته ویلو، یا به یې معلومات نه لرل، آخر دوی را ونیولو، ما خپله لیدلو، دیواله ته يې درولی و، لاسونه یې تړلي وو! یو پېرړ لنډی سوټی یې را واخیست، او ددې بندې په ګېډه کې یې ور کېښود، نور یې په دواړو لاسونو همداسې پکې تاوولو، تاوولو! هغه غریب د خدای پار چېغې وهلې! او ددې ظالم په زړه کې هېڅ رحم نه راتلو، ما ویل ګېډه يې ور سورۍ کړه! که نه کولمې خو یې ور غوڅې غوڅې کړې! بیا به یې د سوټي سر د دغه مظلوم په ګېډه کې ور کېښود نور به یې بیا پکې را تاو کړ! هغه به چېغه وکړه، په همدې ډول یې تعذیبولو، آخر ما هم د لیدو توان له لاسه ور کړ، ورته کتلی مې نشوای! د هغه مظلوم کریغو مې زړه سوری سوری کړ! هره لحظه مې په سترګو کې وي! الله دې دا ظالمان تباه کړي!
 دا حالت مې چې ولید، حیران شوم، چې یا الله دا څه حال دی؟ دا څه ډول اسلام دی؟ دا څه ډول انسانیت دی؟ دا څه کیسې روانې دي، مونږ وايو چې حکومت دی، اساسي قانون دی، نظام دی! دا خو دلته وحشت دی، جنایتونه دي! هره شېبه انسانیت تر پښو لاندې کېږي، له انسان سره داسې چلن کېږي چې څوک یې له حیوان سره هم نه کوي! له دې ځای نه خو ځنګل ښه دی؛ ځکه هلته دومره وحشت نشته لکه دلته!!
یو آغا صیب را سره و، ږیره یې لږ لږ سپېنه شوې وه، ده ویل چې زه په کابل کې د موسيي خوا ته اوسېږم، غریب ډېر ساده او پاک زړی مسلمان سړی و، الله جل جلاله ښکلې او جذابه څېره ور کړې وه، په لومړي سر کې یې وهلی و، وايي څارنوال راته ویل چې حال ووایه که نه وهم دې، ښه دا ده چې خپله حال ووايې! وايي ما ورته ویل چې څارنوال صیب! زه یوه خبره درته کوم، او درواغ هم نه درته وایم، نور بیا خوښه ستا چې هر څنګه مې کوې، خبره دا ده چې زه بې ګناه یم، په کوم تور یې چې راوستلی یم، ما نه دی کړی، او نه پرې خبر یم، دا مې اوله او آخره خبره ده، او په لومړي سر کې مې هم همدا خبره کړې ده، زما همدا خبره ده، او دا هم درته وایم چې د بدن غوښې مې غوڅې غوڅې کړې، بیا یې د کفتې په ماشین کې واچوې، او کفته ترې جوړه کړې، له دې خبرې پرته چې ما درته وکړه بل څه به ترې را و نه باسې! نور خوښه ستا، لاړ شئ په کلي او سیمه کې زما په اړه پوښتنه وکړئ، چې ما څه جرم کړی!
 بیا یې ویل چې الله جل جلاله دا ظالمان را ته وشرمول، او هغه داسې چې دوی ویل چې مونږ په تا شاهد لرو، ما ویل ورشئ شاهد مو راولئ، که یې په ما شاهدي وویله، بس څه مو چې زړه وې هغه را باندې وکړئ،  که ګورم یو کس یې را وستو، د تحقیق خونې ته را د ننه کړ، هغه ته یې ویل چې آیا دا کس پېژنې؟ دا همغه کس دی چې تا ښودلو؟ هغه ویل چې نه دا هغه کس نه دی! له دې خبرې سره به آغا صیب بې اختیاره هیجاني غوندې شو! په یو وخت کې له خندا او ژړا دواړو په ډکه خوله به یې ویل چې الله جل جلاله را ته وشرمول! الله جل جلاله زما حقانیت ثابت کړ! او دوی یې را ته وشرمول!
 ده ویل چې زمونږ په سیمه کې یو جومات جوړېږي، د دې جومات لپاره کلیوالو چنده کوله، یعني پیسې ورته راټولولې، زه غریب سړی یم، یو چا راته وویل چې راشه دلته ددې جومات تر څنګ له سهاره تر بیګاه کېنه، په دې لاډسپیکر کې د جومات جوړولو لپاره  خلکو ته د صدقې ترغیب ور کوه چې دلته پیسې غونډې شي او جومات پرې جوړ کړو، په بدل کې به یې مونږ تا ته په میاشتني ډول یو څه معاش در کوو، ما ور سره ومنله، او له دې لارې به مې خپل اولاد ته یوه مړۍ حلاله روزي پیدا کوله!
بله ورځ د حکومت کسان را پسې راغلل، ویې نیولم، او دلته یې راوستم، ما ورته ویل چې ولې ما څه کړي؟ زه خو دلته په دې خپله سیمه کې د خپل اولاد لپاره یوه مړۍ حلاله روزې پیدا کوم! غریب سړی یم، له هېچا سره مې کار نشته، له سهاره  تر بیګاه دلته د جومات مخې ته په دې کټ ناست یم، د لاډسپیکر له لارې خلکو ته د صدقې او خیراتونو ور کولو ترغیب ورکوم، تر څو له یوې خوا جومات جوړ شي او له بلې خوا زه خپل اولاد ته یو څه قوت لا یموت برابر کړم!
 دوی راته ویل چې تا د طالبانو کوم قوماندان ته یوه ورځ ډوډۍ ور کړې ده، اوس به مونږ ته هغه قوماندان راښيې! زه حیران شوم چې دا څه ګډې وډې راته وايي، ما چې هر څو له ځانه تورونه لیرې کول دوی نه منله، آخر یې دا دي دلته راوستم، اوس یوه میاشت کېږي چې نه مې پایواز راغلی، او نه له کور نه خبر یم چې د اولادونو به مې څه حال وي؟ په کور کې بل څوک نه لرم، چې د اولادونو غمه مې وخوري! بیا هم الله جل جلاله شته! مونږ به تسلې ور کړه چې خیر دی، آغا صیب فکر مه خرابوه، الله جل جلاله به هم ستا او هم دې د اولادونو مشکلات حل کړي! له دې ظالمانو سره څه وکړو! دا دي دلته دا ټول چې ګورې یوه بهانه یې ورته جوړه کړې ده، اورا وستلي يې دي!
زمونږ دا خونه له هغه ځای سره نېږدې وه په کوم ځای کې به چې د پنجشنبې په ورځ زنانه پایوازانې را غونډې دي، که څه هم چې مونږ له خونې بهر څوک نشوای لیدلی؛ ځکه چې دا خونه په دوهم پړاو کې وه، او پاس له چت سره یې یو دوه وړې وړې کړکۍ درلودې، چې د خونې له خوا څوک نه ور رسېدل، هسې د خونې د رڼاوالي لپاره یې جوړې کړې وې! خو خونې ته له بهر نه د شور ما شور او ګڼې ګوڼې آواز راتلو! او معمولا له ښځو سره خو ماشومان وي، مونږ به چې کله د ماشومانو آواز واورېد خپل ماشومان به مو را په یاد شول، دې حالت به په ډېرو ملګرو بده اغېزه کوله! په ځانګړي ډول په هغو کسانو چې اولادونه به یې لرل!
یوه ورځ د ماشومانو شورماشور او آواز شو، سهار اته نه بجې به وې، آغا صیب او زه څنګ تر څنګ  پرېوتو، نور ملګري هم ځینې ناست وو، ځينې ویده وو، مونږ هم دواړه ناست وو، که ګورم د آغا صیب غټې غټې سترګې له اوښکو را ډکې شوې! ما چې ورته وکتل! زړه مې پرې ودرېد! ما ویل ولې آغاصیب؟ وایي دلته مې دا د ماشومانو ږغ واورېد! خپل ماشومان مې را په یاد شول! دوه واړه واړه زامن مې دي! نور اولاد نه لرم! چې د هغوی به اوس څه حال وي؟... زه دلته ظالمانو بې موجبه بندي کړی یم، هغوی هلته بې سرپرسته پراته دي؟ دا دي یوه نیمه میاشت وشوه چې له کور نه هېڅ خبر نه لرم! بس څه به وکړو الله دې دا ظالمان برباد کړي!  اوس خو دا دي درته ثابته شوه چې زه هغه کس نه یم، هغه دې ستاسو خپل شاهد وویل چې دا هغه کس نه دی؟ اوس مې ولې نه خوشې کوئ؟ ولې مو په زړه کې رحم نشته!
 یو څه وخت وروسته یې پایواز راغی، آغا صیب ډېر زیات خوشحاله و، وايي پایواز ته مې وویل چې بلې پنجشنبې ته مې هغه واړه بچیان راوله چې و یې وینم! بیا یې زمونږ له خونې څخه تبدیل کړ، پوه نشوم چې واړه بچیان به یې لیدلي وي او که نه؟ ... نور بیا
عبد الحنان مجاهد