زه هــــــــــم یــــــتـــــــــیـم شـــــــــــــوم

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

نصرالله  احمدزی
زما محترم والد صاحب  حاجی وکیل شاه توخان فقیر د تیرۍ  هفته  په  ورځ د سهار آته  نیمۍ  بجې   روح  خپل رب  ته  وسپارلو  انا لله  و انا الیه راجعون


زما والد صاحب ته دي الله ج جنت الفردوس په نصیب کړي ، الله ج دي لوړي درجې ورکړي، هغه ډیر دینداره ، ولسي ، مینه ناک ،ملی او هیواد دوست  شخصیت و د شاهی نظام  په وخت کې يې په ولسی جرګه کې د لوګر د خلکو آستازیتوب په غاړه درلود ، په نورو مختلفو چوکیو ېې کار کړی و همدا ډول د مرحوم  داودخان  په  وخت کې هم  په دولتي  ادارو کې  کار کاؤ ، نوموړی  په  ځوانه  ځوانې  کې د  ښوو ولسي  رایوو په آخیستو سره ولسې  جرګه  ته  لاره  پیدا کړه ، د ثور د کودتا سره سم ېې د نیولو امر د وخت خلقی رژیم صادر کړ خو د مسلمانو دولتي افسرانو په همکاری  له نیول  کیدو وژغورل  شو.
زما والد صاحب محترم  د لوګر ولایت د هغو باایمانه شخصیتونو له کتارڅخه شمیر کیدو چې دي ولایت کې يې ولس د خلقی رژیم په ضد ولسي پاڅون ته وهڅولو د هجرت  دپیل به وخت  کې يې لومړي زموږ د کلی کډوال په خپل باربری لارۍ کې له سیمې وویستل او بیا يې خپله کورنۍ ، زمونږ په ټول کلی کې یوازۍ زمونږ کور و چې باربری لاری مو درلوده او هغه مو هم په آخر کې د ازره او ځاځیو ترمنځ مشهور ځنګل د لکړۍ غره کې  پریښوده ، زما مرحوم والد صیب د هجرت په ژوند کې هم تر خپله وسه ټولنیز او د خیر ښیګڼۍ کارونه تر سره کړل د کوهاټ سیمه کې د افغان مهاجرو لپاره د بریښنا رسولو لړۍ هم زما والد پیل کړه ،  زما مرحوم پلار ملک نه و خو ډیرو مهاجرو ته يې د راشن پاسونه جوړ کړل د هغوي لارښوونه يې وکړه خو له نیکمرغه د خپلۍ کورنې لپاره ېې درجن راشن پاسونه جوړ نکړل او نه يې د کوم مهاجر حق خپل کورته راوړلو .
د روسی فوځونو دیرغل په وخت کې ېي وسلواله مبارزه کوله د حرکت انقلاب اسلامی تنظیم کې قومندان ؤ او زموږ کورنې ېی په هغه وسلوالې مبارزی  ویاړ کوو، زه خوښ یم چې پلار جان مي هم په ټوپک نښه ویستل رازده  کړل او هم ېي قلم په ګوتو کې راکړي ؤ ، د نجبیب رژیم تر سقوط وروسته ېې نه نظامی فعالیت  درلود او نه  يې په حکومتونو کې کار وکړ د۲۰۰۱ یو کال راوروسته د جنرال عبدالولی او ظاهرشاه لخوا ورته ډیر مقامونه وستول شول خو زما پلار دانکار الفاظ په ژبه درلودل ، زما پلار مونږ هیڅ سختې ته نه یوو ورکړي د پردي مزدوري ېې راباندۍ  نده  کړۍ ، هغه ډیر ښایسته خویونه درلودل له خپل مشرتوب او شهرت سره  سره  به میلمستون کې کوز د دروازۍ ترڅنګ کښیناستلو تکبر ېې نه خوښولو ، غذا کې ېي انتخاب نه درلود په دی هکله فقیرانه  وو هر ډول خواړه يې ډیر په مینه خوړل  یوه خبر چې  زه يې ډیره  په ډاډ سره کولاي شم زموږ په ټوله ولسوالی کې چا زما له والد  نه  بده  خاطره  نه  درلوده  او  نه  به څوک دا  ادعا  وکړي چې وکیل صاحب مرحوم  د خپل قدرت او مشرتوب نه غلطه استفاده وکړه او یا ېې له مونږ سره ظلم او زیاتي کړي دۍ ، هغه ستر زغم درلود بښنه او تیریدنه يې د ایمان او تقوا نښه وه ، یو وخت کې زما ورور موټر وواهه څو ورځې يې خبرې ونکړۍ د مرګ حالت کې پروت و نو مدعی د شپۍ له مخې کډه ټولوله چې وتښتي هغوي د
ځاځیو د سیمۍ وو نو دی  د ماسخوتن له مخې کوم مخالف ېی زموږ کور ته خبر راوړ چې ستاسو مدعي خو کډه باروئ او تښتئ  نو زما والد صیب سمدستی زما مشر ورور ته وویل هله ورشه ورته ووایه کډه مه باروه او پلار مي ویل چې که زما ځوي مړ هم شی ما بښلي ېي نو هغه مظلوم يې له کوچ کولو منع کړ او سباه  زما پلار چې کله د کوهاټ لیاقت میموریل هسپتال ته تلو نو لومړی همدغه د مدعي کور ته ورغې هغوي ېی ډاده کړل .
زما یو ماما  وو  حاجی صیب چمن ګل  الله ج  دي  جنتونه  ورکړي  اوس  وفات شوي  دې هغه  به  کله کله  ورته  په  ټوکه  ویل  وکیل صیب لږ دي  دانیت  خراب  کړه  په  دا  ښه  نیت  دي  خپل دښمن  تباه کړ ما ته  به يې مخ کړ پلار خو دی دښمن ته په شه نیت شکست ورکوئ او ته به څه کوي ؟  مونږ ته ېی شخصی دښمنی په میراث پرینښود ، د چا ځمکې او مال يې غصب نکړ له قومی او ژبني تعصب ډیر لري وو د هجرت په ټاټوبی کې د افغان کمشنری مکتب کې دری او فارسی مضمون نه وو خو چې ماسخوتن به شو نو د ارکین رڼا ته به يط د دری(فارسی) کتابونه راته راوخیستل هغه به راته رازده کول یوه ورځ مکتب ته راغئ استادانو سره ېې جنجال و چې د اردو مضمون لری کړئ فارسی او دری شروع کړئ هغوي ورته ویل وکیل صیب دا بدلون زموږ لاس کې نده .
په اخر کې د خپلې سیمې ټولو پتمنو خلکو ته لمن ویړوم چې که زما له والد صیب نه خفه يې ، ګیلمن ېې او یا ترینه په تکلیف شوي ېی هیله دي چې عفوه او بښنه ورته وکړي زما والد صیب هیڅ یادداشت نده لیکلی چې د چا دي پري قرض وي خو بیا هم   هر هغه څوک چې زما والد باندی يې کوم قرض او پور وي مهربانی وکړي زموږ له کورنۍ سره اړیکه ونیسئ چې حساب سره تصفیه کړو موږ به مو منندوي  یوو.
خپلو دوستانو نه مي دا هیله ده چې زما والد صیب په دعاګانو کې یاد وساتئ  ډیره مننه به مو وي الله ج دي ټول مسلمان مرحومین غرق رحمت کړي او له هغو درنو خواخوږو یوه نړۍ مننه کوم  چې د تلیفون، بریښنالیک او یا زما کور او کورنۍ ته په راتلو سره  ېې زحمت ګاللي  غمشریکي ېې راسره کړۍ او ډاد ېې راکړي .
په درنښت
نصرالله  احمدزی
او د کورنې لخوا ېې
۰۶/۰۲/۲۰۱۴