دویمه برخه
لیکوال:نصیراشنا
سږکال داوړي(دکال اخري ازموینې)وې،چې استادخان سلام سره دڅونوروچاپلوسانو دازموینوپه صحنه کې ګرځېدل.اودهرمحصل څخه یې په زوره پیسې اخېستلې،ده ورته ویل،چې موږغواړو دادبیاتوپوهنځي له پاره کتابتون جوړو،تاسې بایدله دې کتابتون سره دخپلې وسې څخه پورته مرسته وکړئ.
ماخودلومړي سره په زړه خوړلې وه،چې داکتابتون نه بلکې استادان داوړي له پاره خپله خرچه ټولوي.
خپله خوپه مې یوه روپۍ هم ورنه کړه،ځکه داسې ډېرې پیسې ټولې شوې وې،خوڅرک یې نه ولګیدلی،په رخصتیوکې خومې له چاڅخه پوښتنه نه کوله،ځکه څوک نه و،خوچې پوهنتون پیل شو،له ډېروملګروسره مې چې اړیکه نیوله،نوپه خندابه شول،لېونی شوی یې که موږدرته لېوني ښکارو؟
نه کتابتون شته،نه تراوسه کوم څرک لګېږي؟
داستادپوهاندخان سلام څخه هم داموضوع له یاده وتلې ده،هغه پیسې به یې خدای زده په روژه کې په څه مصرف کړي وې؟
استادله داسې محصلینوڅخه هم پیسې واخېستې ،چې فکرکوم دلارې کرایه به هم ورسره نه وه،دوی له مجبوریته ورکولې ،ځکه دابې سواده یې بیاپه ازموینه کې پرېږدي،مجبوره وکه یې خپله نه درلودې نه پورکولې یې.دوی دهغه شته کتابتون کتابونه په کورونوکې دموږکانودخوراک کړل،
نوبل بې څنګه جوړاوه؟
دوی خوپه خدای که هغه خپل چېپټرمطالعه کوي،نوکتابتون دڅه له پاره جوړوه وي؟دایې یواځې دا نه دی،چې په دې پلمه پیسې ټولوي،بلکې داسې ډېرې پیسې یې دمحصلینوبې چاره ګانوڅخه ټولې کړي دي،دوی په دې کارکې څلوېښت کلنه کاري تجربه لري.
په راتلونکي کې به ځوانانوپه پارک وغږېږو.