نصرالله احمدزی
د ښاغلی همدرد صیب لخوا د سوارلې د موټرو بندوبست شوی وو او د سباه ورځۍ د ماسپښین له مخۍ د بلخ ولسوالی په طرف وخوځیدو شبه مو د همدرد صیب په حجره کې وکړه د سیمی خلکو ډیره مینه او میلمپالنه
راکړه خپله همدرد صیب زموږ له شان لوړ دسترخوان راته وغوړولو الله ج دی تل سرلوړی لری فکر کوم چي نوموړی د شمال د زون په سطحه د حزب عمومی امیر و ؟ خو خاکساری پکې ډیره وه افتصادی حالت يې هم د نورو ګوندونو د قومندانانو په څیر ښه نه ؤ ، سباه ورځ مو د مزار ښار په طرف حرکت وکړ له یو لنډ وخت تم کیدو روسته د تاشقرغان په خوا وخوځیدو هلته مو شپه له مجید پاچا خان سره وکړه د سیمی مخور تاجک،پښتون ،ازبک ټول حجره ته راغلل دلته هم یوه کوچنی ستونزه وه هغه مو حل کړه دواړه طرفونه مو سره غاړه غړۍ کړل او سباه سهار مو د خلم (تاشقرغان) باغونو کې چکر وواهه ډیر ښایسته او له زړه پوری منظره يې درلوده بادم ،انځر ،توتان ، او داسی نورې میوه لرونکو ونو باغونه وو د سړک تر غاړی دوکانو کې په کاسو کې مسته مایعه کړې خرڅیدۍ دوکاندار به کاسه په ګوتو کې ونیوله او پړمخ به يې نیولی وه مستې به ترینه نه تویدلې له خرڅونکو سره د پیوستون او همدری په خاطر مو ترینه مسته واخیستل او هملته مو وخوړل او بیا مو سفر پیل کړ د سمنګانو په رباطک کوتل چي ورښکته شولو کله چي دا هواره شروع کیږی فکر کوم دشت الوان يې ورته ویل او د چشمه شیر په نوم هم یوه سیمه پکې یادیده دلته د سړک دواړو څنډو ته د موټرو قافله ولاړه وه په زرګونو ولسی خلک د بغلان د سالار بشیرخان بغلانی ، ښاغلی نهضت یار او د خنجانو ویاړ صوفی پاینده محمد او حاجی نواب په مشرۍ زموږ د هرکلی لپاره مخۍ ته راغلی وو .
ټولو له موټرو پیاده شولو د لښکر مشرانو راسره تود روغبړ وکړ ډیر خوندور حالت و ، ښایسته احساس می محسوسولو ځوانانو ګلان پاشل ځینې کسانو امیلونه غاړو کې راچول او له دی وروسته همدرد صیب د سفر مشرتوب بشیرخان ته وسپاره فیصله مو وکړه چي مخامخ د پلخمری ښار کې د منصور نادری ځای ته ورځوو چي کله هلته ورغلو هغه هم زموږ ډیر تود هرکلی وکړ ډیره امادګي يې نیولی وه او داسی معلومیده چي د جنبش د مشر لخوا زموږ د ورتلو په آړوند معلومات ورکړل شوی وو ، لاډسپیکرونه يې هم تیار کړی وو لومړی په یو جدا سالون کې چي څلویښت کسان پکې ځایدل هلته مو خبرې وکړې د کیان ملیشو مشر د یو څو کسانو نومونه واخیستل چي زه له دوي ویره لرم که دا خلک د ډنډ غوری، جویناب ، پلخمری ښار ، ښکیلګی او زمانخلیو کلی ته بیرته راستانه شی دوي د مامور غیور او بشیرخان په مرسته راباندی کودتا کوی نو ځکه ما دوي له دی سیمو ویستلی دي او بل يې ویل چي دغو سیمو کې ځینی پشتانه قومندانان دی چي زما مربوط دی زما وسله ورسره ده هغوي هم د حزب د طرفدارانو لخوا په خطر کې دي که ښاغلی زردادخان تاسو راته تضمین راکړئ چي دا ستونزه به هواریږی او ماته به ډاډ راکوی چي ما ته او زما ملاتړو ته به لانجه نه جوړوي زه هره هغه فیصله منم چي تاسو يې وکړی ، ښاغلی بشیرخان یو لیست زرداد ته ورکړ چي هغې کې د پشتنو مشران تبعید ، پلخمری ښار کې د شخصی جایداد برمته او د ځمکو غصب لیکل شوی وو دغه لیست په لوړ غږ ولوستل شو او بیا د زرداد لخوا منصور نادری ته ورکړل شو چي دی لیست سره موافق يې ؟ هغه ځواب ورکړ هو موفق یم له دی وروسته د خیر دعا وشوه او زرداد د کیان ملیشو مشر ته وویل ستا ټول شرطونه ما ومنل او تاسو به هم تر پنځو ورځو پوري د پښتنو ځمکې ، دوکانونه او برمته شوې جایدادونه بیرته ورته وسپارئ خپل پلویان دی له فیصله خبر کړه او له دی ورسته به له یو اوبل سره کلیوالی ، غم او ښادی پالئ قلم او کاغذ راواخیستل شو خط ولیکل شو په سالون کې مشرانو لاسلیک کړ ، زرداد نادری ته وویل سر له سباه زه ټول هغه تبعید شوي قومی مشران خپلو کلیو ته له ځان سره بیایم هیله دی چي ټول قومندانان دی خبر کړئ بیا مو لاسونه پورته کړل دعا وشوه د لاسلیک کړی خط دوه نکلونه جوړ شول یو موږ واخیست او بل نادری له سالون راووتو د کیان ملیشو مشر د لاډسپکر له مخي راټول شو خلکو ته د روغۍ جوړې زیرۍ ورکړ او په ډاګه يې وویل چي ددوي دغه شرایط ما ټول منلی او تر پنځو ورځو پوري به دغه فیصله مکمله عملي کیږی ، له زرداد يې ځانګړۍ مننه آداکړه یوه یوه چپن يې پر اوږو ټولو ته راواچوله .
نور بیا
نصرالله احمدزی